تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د ثور د ۷ او ۸ په مناسبت د ملا اغاجان معتصم پیغام

د ثور د ۷ او ۸ په مناسبت د ملا اغاجان معتصم پیغام

mutasim-agha-new-yark-times-picture

بسم الله الرحمن الرحیم

 الحمد لله رب العالمین ، ولا عدوان الا علی الظالمین ، والصلاة علی محمد رسول رب العالمین ، رسول الرحمة وعلی آله وصحبه اجمعین.:

 وبعد!

د افغانستان مسلمان او مظلوم ولسه!

ښه ګڼم چې زموږ د هیواد د دوو حساسو ورځو ۷ او ۸ د ثور په مناسبت په خپل یوه مختصر بیان سره تاسي مخاطب کړم ، او غواړم چې له دې فرصت نه په استفادې سره د هیواد د روان وضعیت په اړه خپل نظر له تاسو محترمو سره شریک کړم.

! درنو هیواد والو وروڼو او خویندو

 زمونږ د هیواد پېچيده روان حالات او شرائط د تاریخ په یوه حساس وضعیت کې قرار لري ، دا ځکه چې د حامیانو په نوم بهرني مداخله ګر زموږ د هیواد په اړه معلومه تګلاره نه لري او یایې نه ښئي او همدا راز  داخلي سیاست وال مو د روانې لانجې د حل او فصل په اړه د ملي اجماع ځواک او صلاحیت نه لري.

 په دې وروستیو کې مو په هیواد کې د نړۍ د لویو ځواکونو ترمنځ نویې پیل شوې نظامي او استخباراتي ازموینه او سیالي یو بل ناورین او د ولس لپاره مو بد خبر دی ، که سر له اوس څخه حکمت او درایت په کار ونه لویږي نو خدای مه کړه د ولس یو اوږد راتلونکی به مو په دې سره کړکېچن او ستونزمن شي.

په دغسي حساس ،پېچیده او بحراني وضعیت کې به یواځي په الهي فضل او نصرت سره  زموږ د افغانانو خپل ملي  یووالی او خپل منځي تفاهم وي چې زموږ هیواد  ته ، زمونږ عقیدې ته او زمونږ ځوریدلې ولس ته د نجات لاره برابرولای شي .

مسلمان او ځوریدلي ولسه!

 زموږ هیواد د نړۍ په جغرافیه کې په یوه داسې مهم استراتیژیک موقعیت کې قرار لري چې پر نړۍ باندې د تسلط لپاره د نړۍ هر زبرځواک تر هرې سیمې وړاندې د همدې استراتیژیک موقعیت (افغانستان) د تسخیر پلان جوړوي ، همدا وجه ده چې د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې زمونږ هیواد د نړیوالو زبرځواکونو تر استعمار او اشغال لاندې راغلی او افغانان له سختو کړاوونو سره مخ شوي دی.

که ډیر لیري ولاړ نشو او یواځي د خپل هیواد د څلورو لسیزو وړاندې تاریخ ته نظر واچوو نو وبه وینو چې زمونږ هیواد له همدې امله او همدا ډول  د خپلو چارواکو د اشتباهاتو او تېر وتنو  له وجې له څومره  ستونزو او لانجو سره مخ شویدی !؟ زمونږ د هیواد د تیرو څلورو لسیزو په تاریخ کې د تحول او تغیر نقطه د ثور د میاشتې ۷ او ۸ دي. 

 د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ افغاني کمونسټ پلوه حزبونو(خلقیانو او پرچمیانو) د یوې تورې کودتاه له لارې د هیواد سیاسي حاکمیت تر لاسه کړ.

د خلقیانو او پرچمیانو حاکمیت لکه څرنګه چې پیل یې د وینو په تویولو وشو همداسې یې د حاکمیت ټوله ۱۴ کلنه دوره په وژلو ، ورانولو او تباه کولو کې تیره شوه.

  په افغانستان باندې د شورویانو یرغل هم د همدې کمونیسټي پلوه واکمنۍ محصول دی چې په نتیجه کې یې د افغانستان ځمکنی تمامیت سلب او افغان ولس له یوې خونړۍ فاجعې سره مخ شو.

لکه څرنګه چې خلقیانو او پرچمیانو په حکومتدارۍ کې سابقه او تجربه نه درلوده نو له دوئ څخه د خپل حکومت پرمهال د ولس په حق کې  ډېرې تېروتنې او اشتباهات وشول چې بالاخره ولس د کمونسټي پلوه حکومت په مقابل کښې پاڅون وکړ او تر ۱۴ کلن مقاومت وروسته د خلقیانو او پرچمیانو واکمني ړنګه او د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د هیواد سیاسي حاکمیت جهادي رهبرانو ته په لاس ورغلی.

جهادي رهبرانو هم په حکومت او سیاست کې د نه تجربې او سابقې لرلو له امله د خلقیانو او پرچمیانو په څیر د خپلو هغو شعارونو او ژمنو کومې چې یې د جهاد په دوران کې له ولس سره کړې وي خلاف عمل وکړ او په هیواد کې یې د شرعي نظام د حاکمیت پر ځای یو د بل په ضد په خپل منځي او داخلي جنګونه او شخړو پیل وکړ.

او همدا ډول له مجاهدینو وروسته اوسنیو په صحنه کې حاضرو ډلو او ټپلو بلا ډېرې تېروتنې او اشتباهات ترسره کړل  او همدار رنګه د هیواد په هکله یې ډېرې سیاسي تېروتنې یې ترسره کړې، چې له بده مرغه په اوسنیو  شرایطو کې هم زموږ افغاني مشران د تېروتنو او اشتباهاتو په تکرار کښې قرار لري.

! افغان مظلوم ولسه

 نن چې د ثور د اوومې خلقي کودتاه ۳۹مه کلیزه او د ثور د اتمې ۲۶ مه کلیزه ده لاهم ولس د دغو دوو تحول زیږوونکو ورځو له اغیزو څخه متأثر او هیواد مو له یوه نه ختمیدونکي بحران سره مخ دی.

د تقریبا څلورو لسیزو دغه ټول ویرونو او مصیبتونه خپله د افغانانو له لاسه پر افغانانو ترسره شوي ، روسانو او یا تر هغه راوروسته امریکایانو که هرڅه کړي هغه یې هم د افغانانو په وسیله یاسبب پر نورو افغانو کړي دي.

که مونږ په دې تیرو څلورو لسیزو کې د خپل هیواد او ولس وضعیت د نړۍ له نورو هیوادونو یا کم ترکمه له خپلو ګاونډو هیوادونو سره پرتله کړو نو وبه وینو چې هغوي چې په دې موده کې په علمي، تخنیکي ، صنعتي او اقتصادي لحاظ څومره ترقي کړې په هغومره اندازه مونږ ترې شاته پاتې شوي یو ، شاته پاتې والی څه ؛ چې مونږ د خپل منځي اختلافاتو او جګړو له امله همدغومره خپل هیواد او ولس تباه کړی دی ، نو د دې لپاره چې نور مو د هیواد او ولس د مزیدې تباهي مخنیوی کړی وي،  راځئ چې له تیرو بدمرغیو څخه په عبرت اخیستو سره نور د خپلو ستونزو د حل لپاره پر داسې لارو چارو غور او کار وکړو چې  د هیواد او ولس لپاره مو ګټور تمام شي ، نه داسي لارې چارې چې د نورو ستونزو د زیږولو لامل شي.

 که د افغان قضیې دخیل لوری او یا په دې قضیې کې بهرني اطراف نورهم غواړي د زور او جګړې له لارې دا لانجه پای ته ورسوي نو هغوی باید پوه شي چې د هغوی دا انتخاب د افغانانو او ټولې سیمې لپاره له مزیدې تباهې او بي ثباتې پرته بل هیڅ پیغام نشي لرلای.

ځوریدلي او کړېدلې ولسه!

نن موږ په داسې وضعیت او شرائطو کې قرار لرو چې نه مو د زبرځواکونو ترمنځ روانه سیالي په ګټه ده او نه هم راته څنګلوري ګاونډیان د خیر اوښیګڼې نیت لري، بس زموږ نجات زموږ په خپل منځي تفاهم او ، تحمل ، تنازل او خبرو کې دی ، که مونږ په خپل منځ کې سره په خبره پوه شو، خپله ستونزه په خپله درک او د هغې په حل لارې غور وکړو ان شاء الله چې د ټولو دښمنانو دسیسې او سازشونه به مو شنډ کړي او خپل هیواد او ولس ته به مو له دې بحراني او کړکېچن وضعیت څخه نجات ورکړی وي.

 په اخیر کې نن د جمعې مبارکې په ورځ خدای تعالی ته دعاکوم چې د ثور د ۷ او ۸ د دردوونکو تحولاتو له امله ټولو ځوریدلو هیوادوالو ته د هغو مصیبتونو له امله چې ورته رسیدلي له الله تعالی څخه د اجر او قبولیت او مغفرت غوښتونکی یم ، لوی خدای دي په خپل رحمت سره نور زمونږ د ځوریدلي ولس دغه اوږده غمیزه پای ته ورسوي او څښتن تعالی دي ګران هیواد افغانستان د ټولو افغانانو لپاره د خوښۍ ، هوسايي او نیکمرغي کور وګرځوي ، وژل ، ځورول او کړول دي نور خدای د وروڼو هیوادوالو له ټاټوبي  د تل لپاره ورک او ټولو افغانانو ته دې په خپل منځ کې د ښې ورورولۍ ژوند ورنصیب کړي. امین یارب العالمین

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ….

 ملا اغاجان معتصم د طالبانو د سیاسي شورا پخوانی مشر.

۱۳۹۶/۲/۸ هـ ل

۱۴۳۸/۹/۱هـ ق

۲۰۱۷/۴/۲۸ م 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*