تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / دافغان جګړې روان بهير، مشکلات اوبدلونونه

دافغان جګړې روان بهير، مشکلات اوبدلونونه

څنګه چې په دغه ليکنه سره موږ نه غواړو دافغانانو دمقاومت ، مېړانې او يرغلګرو په مقابله کې يېد اتلولۍ او سر ښندنو په هکله څه احساساتي تبصره وکړو ،بلکې غواړو دپردیو دنظامی ناروا يرغل او زموږ برحقه جهاد له تأييد سره سره په دې موضوع څو ډآګيز واقيعتونه هم به ګوته کړو . dدا هغه حقايق دي چې که په سړو مغزو او بشپړې هوښيارۍ سره ونه څېړل شي زموږ دهېواد او ملت ستونزې نورې هم زياتيږي ، هېوادمو له سختې تباهي سره مخ کيږي او بالآخره دیرغلګرود فعاليت لپاره ډېره ښه زمينه چمتو کيږي . له دې امله هر خواخوږي او پوهېدونکی افغان ته لازمه ده چې په پوره سوچ او تعقل سره دجګړې پر مختلفو ابعادو بيا بيا فکر او څېړنه وکړي . مثلاً موږ کولای شو په دې موضوع لاندې واقعيتونه په نظر کې ونيسو :
۱ــ دافغانانو په دې جګړه او مقاومت کې تر ډېره حده زموږ دخلکو خپل اصلي طبيعت او جنګي مزاج هم اغېزمن دی . مطلب دا چې موږ نه يوازې دبهرنيو ځواکونو لکه روسانو او انګرېزانو سره سخت زورور جنګونه کړي ، بلکې خپلو کې مو لا ترې زيات سخت او وينه بهونکي ګوزارونه کړي . تردې چې خپل قوم ، تربور ،ان خپلو وروڼو سره دجګړو ښه څرګند واقعات لرو . تاريخ وګورئ او د امير تیمرشاه او امیردوست محمدخان دزامنوترخپل منځ جنګونه مطالعه کړئ .
۲ـــ د جګړې له شرعي ، بشري ، نړيوالو او عقلي اصولو مخالفت کول . په دې مانا چې که موږ د يو کس دوژلو شرعي جواز درلودلی وي نو لس نور مو هسې دخپلو سيلقو او جذباتو په غوښتنه ورسره وژلي ، په همدې ډول نه دښځو خيال ساتل شوی او نه دماشومانو ، بوډاګانو،جوماتونو،مدرسو،ښوونځيو، روغتونو ، ودونو ، جلسو ، جنازو او بازارونو. او په دې ډول زموږ په هېواد کې دجګړې تلفات اسمان ته ورسېدل او دا هم واقعيت دی چې که يو مو بهرنی وژلی نو يو زر مو خپل هېوادوال له لاسه وکړي ، بايديادونه وکړو چې دجګړې په ډګر کې دغه ستونزې او نيمګړتياوې په ټولو ښکيلو خواوو کې موندل کيږيwwwwwwwwwwwwwww .
۳ـــ د مجاهدينو په قومانده ، جنګي تکتيک او پلان کې نيمګړتيا يوه لويه ستونزه ده چې دمقاومت ليکو ته يې سخت تاوان رسولی دی . مثلاً ډیر وختونه ليدل کيږي چې مجاهدينو په کوم هدف يرغل کړی ، هغه داسې څه نه وي چې دښمن پرې اغېزمن شي خو بياهم مجاهدين دومره قربانۍ پرې ورکوي چې دهغې په لسمه هم نه ارزي . دا حقايق داسلامي تحریک په زيادترو
جنګي پېښو کې په کراتو ليدل شوی خو هيچا يې په هکله څه غور ، څېړنه اومخنيوی نه دی کړی .
۴ـــ داساسي اهدافو نه پېژندل يوه بله ستونزه ده چې له بده مرغه ديو تريخ واقعيت په بڼه ورسره لاس اوګرېوان يو . د مثال په ډول دانه ده معلومه چې موږ به تر څو جنګېږو ، دامريکايانو لښکرو تر مکمل وتلو چې يو کس يې هم پاتې نه شي او کنه تر دې چې دعسکرو ښکاره ګرځېدل او دکورونو پلټل بند شي ، که څه هم دوه درې هډې يې لا پاتې وي . همدارنګه دټولوملي پوليسو ، ملي اردو او حربکيانو تر مکمل سقوط او ختمېدو به جنګېږو او که نه د خارجيانو له وتلو وروسته بياله دوی سره هيڅ جګړه نه کوو؟ بلکې مجاهدين به يوازې هغه کسان په هدفي ډول له منځه وړي چې په زغرده دخرابۍ لپاره شپه ورځ لګيا وي ، داسلامي شعايرو پر ځای دکفري رسم ورواج خپرونکی وي . يا دا چې دموجوده نظام تر بشپړ سقوط پورې به جنګېږو او که نه په نظام کې دڅه مناسب بدلون او قانوني اصلاحاتو راتلو نه وروسته بيا جنګ نه شته . یا دا چې په کامل ډول داسلامي تحریک واکمن کېدو پورې جنګېږو او که نه بيا څه بل ترکيب جوړوو او ديو نوي نظام د جوړېدو لپاره لار هواروو. آياهر هغه کس باغي ګڼو او له منځه به يي وړو چې امارت نه مني خو اسلام غواړي او د هيواد د خپلواکي لپاره هلې ځلې کوي .b همدارنګه دموجوده حکومت ګرد سره ملکي او نظامي مأمورین ، وکيلان ، استادان ، قاضيان ، او دجوماتو امامان مباح الدم دي او که نه صرف هغه کسان چې پر مجاهدينو يرغل کوي او د اسلامي تحریک دمخنوې اوخرابې لپاره منډې ترړې وهي؟؟ دا او دې ته ورته نور ګڼ سوالونه دي چې په هکله يې نه وضاحت شته او نه سمه لار ښوونه .بلکې هر مجاهد لګيا دی په خپل سر خپله پاليسي او تګلاره جوړوي او څه يې چې زړه وي هماغه کوي . او ښکاره ده چې په دې ډول خو د مجاهدينو لپاره بې شمېره مشکلات منځ ته راځي،ډېر غلط کارونه او تصرفات کيږي او ښايي بل څوک استخباراتي کړۍ يې تر سره کړي او پړه يې پر مجاهدينو ورواچوي . او دا چې بالآخره د مجاهدينو څومره بدنامي او بدرنګي منځ ته راوړي او د ولس ملاتړ او ملګرتيا ختميږي،له هيچا پټه نه ده . پاتې شوه د راتلونکي بدلون خبره نو دا هم د پوره سوچ او زيرکتيا غوښتنه کوي او که سمه معقوله تګلاره ورته جوړه نه شي مجاهدين څه چې دا ټول ملت به له داسې کړاوونو سره مخ او خصوصًا مجاهدين خو به په يوه داسې پيچيده ستونزه کې راګير شي چې هيڅکله به د وتلو لار پيدا نکړي او حالات به داسې په ټپه ودريږي چې بيا به هيڅ ډول اقدام څه ګټه نه لري . ۱ـــ مثلاً ښايي بهرنيان خپل جنګي فعاليت ختم کړي خوپه يو څو نظامي هډو کې خپل موجوديت وساتي . بيا به مجاهدينو ته ډېره ګرانه وي چې بهرنيان يې تر ګوزار لاندې راشي . البته هر مجاهد به د خپل خپل کلي تربره اربکي سره په جګړه لګيا وي چې يقيناً دا يوه شخصي بدي جوړيږي نو د نن تيخوری ماشوم به شپېته کاله وروسته د خپل وژل شوي طالب يا اربکي پلار انتقام اخلي او د بديو اوقتلونو يوه لايتناهیاو نه ختميدونکې سلسله به روانه وي .
۲-يا کېدای شي زموږ له هېواده ټول بهرني ځواکونه ووځي صرف يو شمېر مشاورین يا ددوی په ژبه داردو لپاره مسلکي استادان پاتې شي ، يعنې دومره چې دمجاهد قسم جايز شي او ويلای شي چې بهرنيان خو لا نه دي وتلي ، دادی اوس هم شته . نو چې بهرنيان موجودوي
بيا خو دټول حکومت ،اردو ، پوليسو او اربکيانو مرګ جايز شو! . يا په نورو الفاظو ښايي بهرنيان غواړي په لــوی لاس دحکومتي افرادو دوژل کېدو جواز مجاهدينو ته چمتو کړي ، تر څو په دې اسلامي هېواد کې تل تر تله دجګړې اور بل او په هر څه کې دوی ته محتاج وي .
۳- ښايي دبهرنيانو لپاره تر ټولو مهم ، اغېزناک او دوی ته ډېر په زړه پورې عمل د بې پيلوټه الوتکو يرغلونه وي . چې لګښت يې کم ، دوی پکې خوندي او هدفونه په ښه ډول له منځه وړلای شي . په دې صورت کې نو هغوی يوازې دا اړتيا لري چې زموږ په هېواد کې لږ تر لږه داسې مړژواندې اداره وساتي چې د هغوی دهوايي بريدونو ملاتړ کوي او ميډيا سره په خبرو کې تاييدوي چې هو، پلاني ځای کې بې پيلوټه بمباريو دومره کسان وژلي چې ټول مخالفين او ترهګر وو . امريکايان دمسلمانانو د وژلو ډېر شوقيان دي او غواړي چې که هر څنګه ممکن وي دخپلو بمباريو لپاره بايد کوم هېواد يا سيمه ولري او دا لړۍ جاري وي . په دې کې دهغوی يو لوی مقصد دا هم دی چې داړوند هېواد خلک به خپل حکومت پسې را پاڅي چې يا به امريکايي بمبارۍ ختموئ او يا خو تاسې هم دامريکې لاس پوڅي ګوډاګيان او مجاهدينو ته مباح الدم ياست . لکه چې دپاکستان او يمن په خاوره دامريکې بې پيلوټه بمباري زموږ ددې خبرې پوره کره شاهدي وايي . سره له دې چې د پاکستان حکومت به تل دغه بمبارۍ غندلې او امريکې ته به يې خپل رسمي احتجاج وړاندې کاوو . خو بيا به هم پاکستاني طالبانو ویل چې دا زموږ دحکومت کار دی ، همدوی په دې بمباريو کې برابر شريک دي او په دې ډول به امريکې په لوی لاس دپاکستاني حکومتي افرادو د وژلو جواز طالبانو ته په لاس ورکولو . زموږ په هېواد کې همدغه تګلاره حتماً را روانه ده . cامريکه دومره وس او پيسې لري چې درې څلور لکه پوځ او پوليسو ته څه وسله او هره مياشت سړي سر شل زره افغانۍ ورکړي او بيا په دغو وسلو او معاشونو هم په کابل کې دخپلې خوښې يوه اداره وساتي او هم يې مخالف لوري ته دجنګ په جواز ورکولو سره دهمېشه لپاره په يو اسلامي هېواد کې دجګړې اور ژبغړانده کړي . په دې اساس ويلای شو چې دغسې يو حالت ښايي تر ډېره دوامدار او جامد پاتې شي ، ځکه حکومت به وايي جګړه بنده کړئ او مخالفين به يې وايي تاسې دامريکې لاس وهنې بندې کړئ او په دې توګه به ټول ملت يوه سخته مهلکه او تبايي کې اخته شي . نو اوس که افغانان له هوښيارۍ کار واخلي او خپلو هېوادوالو ته دمخالفينو او ترهګرو نوم ورنکړي نو امريکه په کوم دليل کولای شي زموږ دهېواد پر خلکو بمبارۍ وکړي ، ځکه بهرنيان خو وايي چې موږ له افغان حکومت سره دهغوی د مخالفينو په ځپلو کې مرسته کوو او مجبور يو چې دمخالفينو پر ضد يې له همدغې مؤثرې وسيلې کار واخلو . نو که خدای وکړي او زموږ هېوادوال په خپل فضل وکرم سره نزدې کړي ، دواړه خواوې د يو بل پر خلاف له دښمنۍ لاس واخلي او هيڅوک د خپل مسلمان ورور پر خلاف له يرغلګرو مرسته ونه غواړي نو بيا به ولې زموږ پر کلي کور د بهرنيانو چاپې او بمبارۍ وي . ستونزه خو له همدې اختلافه راپيدا ده . په دې معنا چې که موږ د بهرنيانو نظامي هډې او هوايي بريدونه ختمول غواړو نو تر هر څه ړومبی لازمه ده خپل منځني اختلافات له منځه يوسو . لنډه دا چې دټولو مصيبتونو ، بد مرغيو او غلاميو اصلي لامل همدغه کورني اختلافات دي اوکه دا حل نه کړو نو هيڅکله به نه له جګړو خلاص شو او نه به د ښې ورځې مخ ووينو . او لا زياتی دا چې ټول هېواد او ملت به مو ديرغلګرو لپاره د ناروا فعاليتونو او منډو ترړو يو هوار ډګر او ميله ځای وي . راځئ له هوښيارۍ او عقل نه کار واخلو او د موجوده بدبختيو اصلي جرړې غو څې کړو .
سليمان احمدي

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*