تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ایمانويل مکرون د فرانسې نوی ولسمشر شو.

ایمانويل مکرون د فرانسې نوی ولسمشر شو.

د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په لړۍ کې ایمانویل مکرون تر خپلې سیالې مارین لوپېن مخته شوی او د یاد هیواد د نوي ولسمشر په توګه یې ټاکنې ګټلې دی.

د فرانسې د ټاکنو اداره وایې چې  لومړنۍ شمېرې ښيي چې ایمانویل مکرون ۵.۶۵ سلنه د ۵.۳۴ سلنې پر وړاندې خپل سیالې ښی اړخې مارین لوپېن ته ماته ورکړې.

دا د فرانسې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د رای ورکونې په دوهم پړاو کې نوماندان یو هم د عمده کیڼ او ښی اړخو ګوندونو غړي نه ول.

د نړۍ یو شمېر مشرانو وار له مخې ښاغلي مکرون ته مبارکي ورکړې. د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د ښاغلي مکرون ګټل اروپايي ټولنې ته ښه زېری بللی. د برتانیا لومړۍ وزیري تېریزا مې هم د مبارکۍ پیغام وراستولی دی.

د فرانسي اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند پر ټېلیفون ښاغلي مکرون ته مبارکې ورکړې. ښاغلي اولاند چې له فرانسویانو غوښتي ول ښاغلي مکرون ته رایه ورکړي وايي، دا ښيي چې فرانسویانو وحدت او یووالي ته رایه ورکړې.

د چارشنبې پر ورځ وروستۍ ټلويزيوني مناظره کې دواړو کانديدانو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، کډوالۍ او اقتصادي مسلو سره په تړاو يو پر بل کلکې نيوکې وکړې.

مکرون د اقتصاد پخوانی وزير و او د فرانسې له اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند سره ښې اړيکي لري د دې هېواد په ښاري سيمو کې ډېر پلويان لري.

د مکرون سیالې مېرمن لوپېن خپله ماته ومنله او هغه ته یې مبارکې ورکړه، او ویې ویل “د فرانسې خلکو د اوسني وضعیت دوام” خوښ کړی دی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*