تازه خبرونه
Home / تازه خبر / بریتانیا: چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

بریتانیا: چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د برېټانیا د پولیسو چارواکي وايي چې د منچسټر په ښار کې د یوه کنسرټ په ترڅ کې د چاودنې له امله ۱۹تنه وژل شوي او ۵۹ تنه نور ټپیان دي.

دا چارواکي زیاتوي چې چاودنه تېره شپه(د غبرګولي لومړۍ) د امریکايي پاپ موسیقۍ ستورې “اریانا ګراندي” کنسرټ په ‎پای کې شوې ده.

د برېټانیا لومړي وزیر د قربانیانو او ټپیانو کورنیو سره خپله خواخوږي په ډاګه کړې ده او دا برید یې ترهګریز بللی دی.

د دې کنسرټ ګډون‎کوونکو شمېر کابو ۲۱ زرو تنو ته رسیده چې ډېر شمېر یې ځوانې نجونې وې.

د آریانا ګرانډي د موسیقۍ ډلې مسولانو ویلي دي چې مېرمن ګرانډي ښه ده.

تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسوؤلیت نه دی منلی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*