تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / روژه د رحمت ، برکت او نجات میاشت / د روژې فضایل د پېشمني فضلیت

د روژې فضایل د پېشمني فضلیت

عنْ أَنَس بنِ مالِکَ رضی الله عنه قَالَ: قاَلَ: النَّبِیُّ صلی الله علیه وسلم: «تَسَحَّروْا فَاِنَّ فِی السُّحُوْرِ بَرَکَةٌ». متفق علیه.
له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی وايي: نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: «پېشمنی کوئ؛ ځکه په پشمنیو کې برکت وي.
یادونه:
پېشمنی کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه دی، چې د ثواب او برکت لامل دی او کوم کار چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی وي، خامخا د ثواب او برکت سبب ګرځي، همدا پېشمنی دی چې د مسلمانانو د روژې او د یهودیانو او نصاراو د روژې ترمنځ بېلتون راولي، نوکه یو تن موړ هم وي، هیڅ شی یې هم زړه ته نه کیږي، بیا دې هم دومره خوراک څښاک وکړي، چې له یهودیانو او مسیحیانو سره یې مشابهت ختم شي؛ ځکه هغوی به پېشمنی نه کولو.
عنْ عَمرِو بْنِ الْعَاصِ رضی الله عنه أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله علیه وسلم قَالَ: «فَصُل مَا بَینِ صَیامِنَا وَصِیَامُ اَهْلِ اْلکِتَابِ أَکَلَةُ السَّحَرِ. رواه مسلم.
له حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه نه روایت دی وايي: بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: زمونږ او د اهل کتابو په روژه کې فرق د پېشمني خوراک دی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*