تازه خبرونه
Home / تازه خبر / لندن: په برید کې ۲۶ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې

لندن: په برید کې ۲۶ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې

لند کې په “لندن بریج” او بارومارکيټ” سیمو کې یو شمېر بریدګرو پر خلکو بریدونه کړې چې په ترڅ کې یې ۶ کسان وژل شوي دي

دا بریدونه د چړې او په خلکو د موټر چلولو په مرسته “لندن بریج” او بارومارکيټ” په سیمو کې ترسره شوي دي.

ویل کېږي چې په دې بریدونو کې درې تنه ښکېل وو، او د راپورونو له مخې یو یې نیول شوی دی.

د برېټانیا لومړي وزیر، ترزا مي دا بریدونه سخت غندلي او د کابینې بېړنی ناسته یې جوړه کړې.

ویل کېږي یو شمېر په موټر کې سپاره کسانو پر پله یې خلکو باندې برید وکړ او یو شمېر یې لاندې کړل.

وروسته له هغې بریدکوونکو د رخصتۍ په شپه په رستورانټونو او بازار کې پر یو شمېر کسانو د چړې په مرسته برید کړی.

بریټانوي چارواکو دا برید ترهګریز بللی دی.

بریدګر له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوي دي.

دا بریدونه د منچسټر ښار برید څخه چې په ترڅ کې یې ۲۲ تنه ووژل شول، دوه اوونۍ وروسته ترسره کېږي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*