تازه خبرونه
Home / تازه خبر / لندن: د اورلګېدنې پېښه کې نوي تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې

لندن: د اورلګېدنې پېښه کې نوي تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې

تېره شپه نژدې يوه بجه د برېتانيا پلازمېنې لندن په يوه څلورويشت پوړيزه ودانۍ کې د اورلګېدنې پېښه رامنځ ته شوه چې وروستي معلومات ښيي پېښه کې نژدې نوي تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې.
پېښه د لندن په لويديځ کې د لاتيمر پر سړک د ګرينفل ټاور په دويم پوړ کې رامنځ ته شوه او بيا ډېر ژر ټولې ودانۍ ته خوره شوه.
د لندن د امبولانس ادارې ويلي چې دوی ته په ځايي وخت د شپې يوه نيمه بجه خبر ورسېد او سمدستي يې شل تنه روغتيايي پرسونل له امبولانسونو سره مل سيمې ته ولېږه.
همداراز د لندن د اور وژنې ادارې د معلوماتو له مخې له پېښې سمدستي وروسته دوه سوه تنه اور وژونکي د څلويښتو موټرو په ملتيا د اور وژنې لپاره سيمې ته ورسېدل.
خو سره له دې ټولو هڅو د لندن ښار د پوليسو مشر د شپې ناوخته ساعتونو کې خبريالانو ته وويل چې د پېښې د قربانيانو شمېره نوره هم لوړه شوې. هغه وويل: پېښه کې تر اوسه دولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او (۷۴) تنه نور ټپيان هم دي، خو په ټپيانو کې هم د ډېرو يې روغتيايي حالت سم نه دی.
د لندن چارواکي وايي ټپيانو کې د شلو تنو روغتيايي حالت د سختې اندېښنې وړ دی او ډېر امکان لري چې د قربانيانو شمېره نوره هم لوړه شي.
بايد وويل شي چې دغه ټاور (۱۲۰) اپارتمانونه لري او په سلګونو کورنۍ پکې ژوند کوي، چې اکثره اوسيدونکي يې بهرني کډوال دي.
بلخوا له لندنه تر لاسه شوي معلومات ښيي چې پېښه کې يوې افغان کورنۍ ته هم تلفات رسېدلي. ويل کيږي چې د کورنۍ مشر لا هم نادرکه دی چې د لټون هڅې يې روانې دي، خو ښځه او يو ماشوم يې روغتون ته لېږدول شوي.
عاصم صميم

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*