تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / د روژې فضایل د اعتکاف بیان

د روژې فضایل د اعتکاف بیان

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِیَ اللهُ عَنْهُمَا: «أَنَّ النَّبِیَّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ کَانَ یَعْتَکِفُ فِی الْعَشْرِ الْآَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ». صحیح مسلم.
ژباړه: له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روایت دی وايي :رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان په اخري لسو شپو کې اعتکاف کاو.
عَنْ عَائِشَةَ رَضِیَ اللهُ عَنْهَا: «أَنَّ النَّبِیَّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ کَانَ یَعْتَکِفُ الْعَشْرِ الْآَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّی تَوَفَّاهُ اللهُ، ثُمَّ اعْتَکَفُ آَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ». متفق علیه.
ژباړه: له عائشې رضی الله عنها نه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان په اخري لسو شپو کې اعتکاف کاو، تر دې چې وفات شو، بیا له هغه نه وروسته یې بیبیانو اعتکاف کاوو.
عَنِ ابْنَ عَبَّاسِ رَضِیَ اللهُ عَنْهُمَا، قَالَ: «کَانَ النَّبِیُّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ آَجْوَدَ النَّاسِ بِالخَیْرِ، وَ کَانَ أَجْوَدُ مَا یَکُونُ فِی رَمَضَانَ حِینَ یَلْقَاهُ جِبْرِیلُ، وَ کَانَ جِبْرِیلُ عَلَیْهِ السَّلاَمُ یَلْقَاهُ کُلَّ لَیْلَةٍ فِي رَمَضَانَ، حَتَّی یَنْسَلِخَ، یَعْرضُ عَلَیْهِ النَّبِیُّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ القُرْآنَ، فَاِذَا لَقِیَهُ جِبْرِیلُ عَلَیْهِ السَّلاَمُ، کَانَ أَجْوَدَ بِالخَیْرِ مِنَ الَّریحِ المُرْسَلَةِ. صحیح البخاري.
ژباړه: له ابن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی وايي: له خلکو سره د ښيګڼې کولو او ګټې رسولو په اعتبار رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې ډېر غوره و، په ځانګړې توګه د رمضان میاشت کې به یې سخاوت ډېر زیات وو. جبریل علیه السلام به د رمضان هره شپه کې نبي علیه السلام سره ملاقات کولو، نبي علیه السلام به د هغه مخکې قرآن لوستلو، کله چې به ورسره جبریل علیه السلام ملاقات کولو، نو د نبي علیه السلام سخاوت به د باران راوړونکې هوا نه ډېر تېز و.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*