تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / د روژې فضایل د رمضان اخري شپې

د روژې فضایل د رمضان اخري شپې

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِکٍ قَالَ، قَالَ: رَسُولُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: «اِذَا کَانَ لَیْلَةُ الْقَدْرِ نَزَلَ جِبْرِیلُ عَلَیْهِ السَّلَامُ فِي کَبْکَبَةٍ مِنَ الْمَلَائِکَةِ یُصَلُّونَ عَلَی کُلَّ عَبْدٍ قَائِمٍ أَوْ قَاعِدٍ یَذْکُرُ اللهَ عَزَّوَجَلَّ، فَاِذَا کَانَ یَوْمُ عِیدِهِمْ، یَعْنِي یَوْمَ فِطْرِهِمْ، بَاهَی بِهِمْ مَلَائِکَتَهُ، فَقَالَ: یَا مَلَائِکَتِي مَا جَزَاءُ أَجِیرٍ وَفَّی عَمَلَهُ؟، قَالُوا: رَبَّنَا جَزَاؤُهُ أَنْ یُوفَی أَجْرَهُ، قَالَ: مَلَائِکَتِي عَبِیدِي وَاِمَائِي قَضَوْا فَرِیضَتِي عَلَیْهِمْ، ثُمَّ خَرَجُوا یِعِجُّونَ اِلَیَّ بِالدُّعَاءِ، وَعِزَّتِي وَجَلَالِي وَکَرَمِي وَعُلُوَّي وَارتِفاعِ مَکَانِي لَأُجِیبَنَّهُمْ، فَیَقُولُ: ارْجِعوا فَقَد غَفَرْتُ لَکُمْ وَبَدَّلْتُ سَیَّئَاتِکُمْ حَسَنَاتٍ، قَالَ: فَیَرْجِعُونَ مَغْفُورًا لَهُمْ». رواه البیهقي فی شعب الایمان.
له انس رضی الله عنه نه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: هر کله چې لیلة القدر راشي، نو جبریل علیه السلام د ملائکو جماعت سره راځي او په هر هغه بنده رحمت لېږي یا د هغه د بښنې لپاره دعا غواړي، چې په ولاړه یا په ناسته د الله تعالی ذکر او عبادت کوي، بیا چې د مسلمانانو د اختر ورځ شي، نو الله تعالی د خپلو بنده ګان په سبب په ملائکو فخر کوي او وايي: اې زما ملائکو! د هغه مزدور څه مزدوري ده، چې خپل کار پوره کړي. ملائکې ووايي: اې پروردګاره! مزدوري (اُجرت) یې دا دی چې پوره معاوضه ورکړای شي، الله تعالی وايي: اې زما ملائکو! زما غلامانو او زما وینځو فرض اداء کړل، بیا هغوی د کورونو نه ووتل او د دعا لپاره یې ماته لاسونه اوږده کړل، زما دې په خپل عزت، جلال، کرم، علو او بلند منزلت قسم وي چې زه به د دوی دعا قبوله کړم، بیا الله جل جلاله وايي: خپلو کورونو ته واپس شئ، ما تاسو وبښلئ او ما ستاسو ګناهونه په نېکیو بدل کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: نو مسلمانان د عیدګاه نه دې حال کې واپس شي چې د هغوی ګناهونه به بښل شوې وي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*