تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / د حضرت علي مرتضی (رض) نصيحتونه

د حضرت علي مرتضی (رض) نصيحتونه

د حضرت علي مرتضی (رض) نصيحتونه
– بنده ته په کار دي چې له خپل خدای پرته له بل هيچا هيله ونه کړي او د خپلو ګناهونو څخه پرته له هيڅ شي ونه ويريږي.
– څوک چې په څه شي نه پوهيږي؛ د هغه په زده کړه کې دې شرم نه کوي او که د داسې څه په اړه وپوښتل شي چې ده ته يې معلومات نه وي، بې تکلفه دې ورته ووايي چې: والله اعلم.
– هغه سړی بختور دی چې خلک يې نه پېژني خو رب يې ترې خوښ او راضي وي، همدغسې خلک د هدايت ډېوې دي او د دوی له برکته فساد او فتنې ورکيږي. داسې خلک د الله تعالی له خوا د هغه په رحمتونو نازول کيږي او داسې خلک هيڅکله ځان ښودونکي، رټونکي، بې همته او رياکار نه وي.
– يوه ورځ په هديره کې ناست ؤ، چا ورته وويل: اې ابوالحسن تاسې څنګه دلته ناست يئ، ده مبارک ورته وويل: دلته هغه خلک دي چې د نورو بدي نه وايي او خلکو ته اخرت وريادوي.
– خلک ويده دي خو کله چې مړه شي بيا راويښيږي.
– که له پټو شيانو پردې پورته شي، هم زما په يقين کې به زياتوالی ونه شي.
– چا چې ځان وپېژانده، هغه خپل خدای وپېژانده.
– هر سړی د خپلې ژبې لاندې پټ دی.
– چې د چا ژبه خوږه وي د هغه به وروڼه ډېر وي.
– غږېدونکي ته مه ګورئ بلکې خبرې ته يې وګورئ.
– احسان د سړي ژبه غوڅوي.
– پر دښمن تر کاميابي موندلو وروسته شکرانه دا ده چې هغه وبښل شي.
– څوک چې په زړه کې کومه خبره پټه وساتي، هغه د ده له صورته او د ژبې له خوځېدلو څرګنديږي.
– علم ټيټ سړی اوچتوي او ناپوهي اوچت سړی ټيټوي، علم له مال څخه غوره دی؛ ځکه علم به ستا ساتنه کوي او د مال ساتنه به ته په خپله کوې.
– د ايمان نښه دا ده چې هغه ځای کې رښتيا ووايې چې له رښتيا څخه تا ته د تاوان وېره وي.
– هر چا سره احسان کوئ چې ازاد خلک هم ستاسو مريان شي.
– کله چې تقدير راشي نو تدبير ولاړ شي.
– بخيل زر فقير کيږي، په دنيا کې خو به د فقير په شان ژوند کوي، مګر په آخرت کې د شتمنو په شان حساب ترې اخيستل کيږي.
– بې عقل به تل اړ ، عقلمند به تل غني او چلباز به تل شرمينده وي.
– خپل وروستي وصيت کې يې ويلي: اې خلکؤ! الله تعالی يو وګڼئ، په دې خبره ټينګ و اوسئ او هيڅوک ورسره مه شريکوئ. اې خلکو! د رسول الله صلي الله عليه وسلم په طريقه عمل کوئ، که په دغو دوو کارونو ټينګ پاتئ شوئ، نو له هرې بدئ به وژغورل شئ. توحيد او سنت د دين دوه ستنې او د هدايت د لارې دوه ډېوې دي.
خپرونکی: عاصم صميم

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*