تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د امریکا د پوځ افسر داعش ته د جاسوسي په تور ونیول شو.

د امریکا د پوځ افسر داعش ته د جاسوسي په تور ونیول شو.

د امریکا  متحده ایالتونو  د پوځ  یو تن افسر  چې په هاوايي  ایالت کې  دنده  درلوده  داعش ډلې ته  د پټو معلوماتو ورکولو  او داعش  د جاسوسانو سره  د اړیکو د درلودو په تور  ونیول شو.

د بله پلوه  د امریکا اف بي ای  د هاوايي  د دفتر مسئول  دیلاکورت  بیا ویلي دي چې  د نوموړي افسر لخوا داعش جاسوسانو ته  ورکړل شوي  پټ معلومات  او اسناد  داعش لاسته  ندي ورغلي.

همداشان  د امریکايي  افسر  پلار بیا د داعش ترهګرې ډلې سره د خپل زوی اړیکي رد کړي دي او ویلي دي چې  هغه  یو ډیر ارام انسان  دی.

د امریکايي خبري رسنیو د خبر له مخې  د ایکا ایکا  کانګ  په نامه  امریکايي  افسر د تیرې خالي په ورځ  د اف بي ای لخوا ونیول شو.

هغه  د تیرې دوشنبې په ورځ  نظامي محکمې ته حاضر کړی شو.

د امریکا  د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اف بي ای لخوا د نوموړي  امریکايي افسر په اړه محکمې ته په وړانډې شوو تحقیقاتو کې  په  نوموړي  داعش  ډلې ته د پټو  اسنادو او معلوماتو د ورکولو، داعش  ډلې ته د کارکولو، د داعش  ډلې د اړوندو ځینو کسانو سره  د بې پیلوټه الوتکو د اخیستو په برخه کې  په مرسته کولو او د وسلې سره  د یو زیات شمیر کسانو د وژلو  د ژمنې کولو  تورونه لګولي دي.

همداشان په تحقیقاتو کې  معلومه شوې ده چې  نوموړي امریکايي افسر په ۲۰۱۵ کال کې محرم عسکري اسناد کاپي کړي او داعش ته يي رسولي دي  او    د هاوايي  ایالت  د هونولولو په ټاپو کې په یو کور کې  د داعش  ډلې  مشر ابوبکر البغدادي ته  د بیعت کړی دی .

د بله پلوه  په نوموړي  امریکايي  افسر  د داعش  ډلې ځینو غړیو ته  د جګړې په برخه کې  د روزنې د ورکولو  او د بعضو پټو ویدیويي فلمونو د ورکولو تور هم  لګیدلی دی .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*