تازه خبرونه
Home / تازه خبر / له نا اهلۍ وروسته د پاکستان لومړي وزیر استفاء وکړه.

له نا اهلۍ وروسته د پاکستان لومړي وزیر استفاء وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر محمدنوازشریف وروسته له هغه چې د یاد هیواد د سترې محکمې له لورې نا اهل اعلان شو له خپلې دندې یې استعفاء وکړه.

د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د پاناما لیکس د تورونو د پلټنې په پایله کې نوموړی نا اهل اعلان کړ چې له امله یې نه یواځې داچې ښاغلی شریف د لومړي وزیر چوکۍ باندې نه شي پاتېدلای بلکې د سیاست په ډګر هم برخه نه شي اخیستلای..

پر ۲۰۱۶ کال د پاناما لیکس د اسنادو له مخې د نواز شریف کورنۍ بهر کې پټه شتمني لري.

د دې تورونو له مخې د ښاغلي شریف درې بچیان( مریم، حسن او حسین) په بهر کې د څو ثبت شویو شرکتونو په معاملو کې لاس لري.

محکمې دا حکم هم کړی چې د نواز شریف د دوو زامنو( حسن نواز او حسین نواز) د هغه د لور لور مریم نواز، د هغې د خاوند صفدر او مالیې وزیر اسحاق ډار په ضد د فساد دوسیې پرانیستل شي.

د نواز شریف په مشرۍ د مسلېم لیګ نواز ډلې ویاند د محکمې پرېکړه له خپل ګوند سره بې انصافي بولي.

بلخوا د حکومت  مخالفو ګوندونو د محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کړی او په غبرګون کې سړکونه ته راوتلي او په جښنونو یې لمانځي ..

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په تاریخ کې تراوسه کوم لومړي وزیر د خپلې دندې پنځه کلنه قانوني دوره  نه ده بشپړه کړې نه ده او تر ډېره د کودتا یا نورو ستونزو له امله د محکمې له خوا بې واکه شوي.

نواز شریف اوس دریم ځل د پاکستان لومړی وزیر و، له دې مخکې نواز شریف د ۱۹۹۰ کال له نومبر د ۱۹۹۳ کال تر جولای او بیا د ۱۹۹۷ کال له فرورۍ د ۱۹۹۹ کال تر اکتوبر پورې هم لومړی وزیر و.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*