تازه خبرونه
Home / تازه خبر / روسیه سلګونه امریکایي ډيپلوماټان باسي.

روسیه سلګونه امریکایي ډيپلوماټان باسي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، له دغه هېواد باید ۷۵۵ امریکايي ډيپلوماټان ووځي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې په وروستیو کې امریکا پر مسکو تازه بندیزونه ولګول.

امریکا متحده ایالتونه د روسیې دا پرېکړه “خواشینوونکې” بولي او وايي، د مسکو د دې پرېکړې اغېز ارزوي او پر ځواب ور کولو غور کوي.

روسیې دوه ورځې وړاندې هم امریکا ته خبرداری ور کړی و، چې د امریکا د دوو ډيپلوماټیکو ودانیو واک هم په خپل لاس کې اخلي.

د روسیې ولسمشر د روسیه- ۲۴ تلوېزون سره مرکه کې وايي: “روسیه کې له زرو ډېر امریکايي ډيپلوماټان کار کوي او اوس هم کار کوي، چې په دوی کې ۷۵۵ باید خپل فعالیت په روسیه کې پرېږدي”..

د ویلو ده چې د امریکا ولسي جرګې پنځه ورځې مخکې د روسیې پرضد نوي بندیزونه ولګول، داسې ښکاري چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې مصوبې سره مخالف دی، خو له دې تصویب وروسته سپینې ماڼۍ وویل، چې ښاغلی ټرمپ له بندیزونو سره مخالف نه دی، مګر له ځینې کلیمو سره یې جوړ نه دی.

دا بندیزونه د کانګرېس دواړو جرګو په خورا لوی اکثریت تصویب کړل او ډونلډ ټرمپ هم پرون وویل، چې دی به یې لاسلیک کړي.

په امریکا کې د مشرتابه له بدلون وروسته داسي انګېرل کېده چې ګنې ټرمپ به د اوباما په نسبت له روسیې سره ډېره نرمه پالیسي غوره کړي او ټرمپ په کمپاینونو کې اظهار کړې وه خو لاهم د امریکا پالیسي پر زاړه حال پاتې ده .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*