تازه خبرونه
Home / تازه خبر / خاقان عباسي د پاکستان موقت لومړی وزیر شو.

خاقان عباسي د پاکستان موقت لومړی وزیر شو.

وروسته له هغه چې د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد لومړی وزیر نوازشریف د اختلاس په تور نا اهل اعلان کړ ښاغلي شریف له خپلې دندې استعفا وکړه او ځای یې خپل ورور شهباز شریف ته پرېښود.

د پاکستان د قانون له مخې لومړی وزیر باید د پارلمان غړی وي خو شهباز شریف د پاکستان د ملي پارلمان غړيتوب نه لري نو تر څو چې غړیتوب تر لاسه کوي تر هغو به خاقان عباسي د یاد هیواد موقت لومړی وزیر وي.

خاقان عباسي د واکمن ګوند غړی دی چې تر دې وړاندې د پاکستان د نفتو وزیر وو.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر، نواز شریف ، واک څخه له ګوښه کیدو وروسته په خپل رسمي نظر څرګندونو کې ویلي چې وجدان یې راحته دی او ووې ویل  چې د هغه ورور شهباز شریف به په پایله کې لومړی وزیر شي.

نواز شریف ځان باندې د لګول شویو مالي تورونو په ردولو سره ویلي د محکمې په هغې پریکړې یې سر نه خلاصیږي چې د هغه د ګوښه کیدو لامل شو.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*