تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / جګ برجونه

جګ برجونه

د کلا برجونه او دېوالونه ډېر جګ وو، د کلا شاو خوا خندق ډېر ژور و.
له دغه جګوالي سره دغه ټيټوالی تړلی و او د لوړتیا راز په همدغه کنده کې پټ و.
تر څو چې یو ځای ډېر ژور نشي د چا برجونه نه جګیږي. د یوه لوړېدل او د بل ټيټېدل یو تر بله تړلي دي.
دا جګ برجونه هر چا له لرې لیدل، خو دا لویه کنده له لرې چا نه لېده او د نېژدې خلکو هم ډېر پام ورته نه و.
زمونږ سترګې له ډېر لرې ځایه لوړ څلي او جګ پرجونه ویني، مګر ژورې څاګانې او لویې کندې څو قدمه ها خوا نه ویني.
د دې هسکو دېوالونو او لوړو برجونو خټه له همدغه ټيټ ځایه اخیستل شوې ده.
دا خټه د سنډا تر پښو لاندې پخه شوه او ډېرو خلکو په په لتو ووهله، بې له دېنه دا دېوالونه او برجونه نه لوړېدل.
یوه لوړ مقام ته رسېدل دغه راز کارونه په مخکې لري او ټيټ همدغسې جګیږي.
د دنیا جاه و جلال، عزت و منزلت هماغه لوړ برجونه دي، چې سرګذشت یې له ډېر ټيټ ځایه شروع کیږي.
کوم سر چې د ډېرو خلکو په مخکې په تعظیم ټيټ نشي نور سرونه ورته په احترام نه ټيټیږي، هغه چې بل ته لاس په نامه نه وي ولاړ، نور ورته لاس په نامه نه دریږي.
دا هغه پور دی، چې سړی یې یوه ته ورکوي او بل نه یې غواړي. که دا خبره تاسې نه شئ منلی، نو راشئ، د خان نوکران وګورئ.
هغه چې د خان په مخکې خپل سر ډېر ټيټوي په نورو باندې ډېر تفوق لري او درجه یې لوړه ده.
هغه اس چې د ارباب د سپرلۍ لپاره په کمند کې ولاړ دی له نورو اسونو نه ډېر قدر لري او میتران یې ډېر ښه خدمت کوي.
که موږ حقیقت ته ښه ځير شو، عزت ډېر ځله په ذلت ګټل کېدای شي او باداري د غلامۍ نتیجه ده.
ډېر خلک شته، چې د شخصیت ګټلو لپاره خپل شخصیت تر پښو لاندې کوي او د عزت لپاره عزت النفس قربانوي.
څنګه چې دهقانان غنم په خاورو کې شیندي او بیا د غنمو درمندونه اخلي دوی هم عزت او شخصیت تر خاورو لاندې کوي او ودې ته یې منتظر وي.
په دنیا کې لږ کسان دي، چې خپل فطري او طبیعي لوړوالی بل شان ساتي او د لوړو برجونو غوندې نه دي، بلکې د غرو له جګو څوکو سره مشباهت لري.
استاذ الفت

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*