تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د پاکستان مذهبي مشران له امریکا سره د اړیکو په غوڅولو ټينګار کوي

د پاکستان مذهبي مشران له امریکا سره د اړیکو په غوڅولو ټينګار کوي

وروسته له دې چې د امریکا حکومت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه؛ نو پاکستاني چارواکو د سختې ناهیلي څرګندونې وکړې، د دې ترڅنګ د یاد هېواد مذهبي مشرانو هم د پاکستان پر وړاندې د امریکا ستراتیژي وغندله او غوښتنه یې وکړه چې پاکستان سره باید اړیکې غوڅې شي.
راپورونه وایي، چې: د ګاونډي پاکستان په پلازمېنه اسلام‌ اباد کې ځینو دیني عالمانو په امن فضا کې امریکا ته ګواښونه وکړل او ویې ‌ویل، چې: د امریکا د ستراتېژۍ کلک ځواب باید ورکړل شي.
روېټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې: د حقانې مدرسې د مشر او دفاع  پاکستان شورا د رئيس مولانا سمیع ‌الحق په ګډون یو شمېر دیني عالمانو د په یوه غونډه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د تروریست بلل شويو کسانو په وړاندې مبارزه دې بنده کړي او د امریکا د وروستي دریځ کلک ځواب دې هم ورکړي.
سمیع الحق ویلي: د ټرمپ له خوا په ممکن وخت کې په پاکستان باندې د حملې ګواښ زمونږ د ملي حاکمیت پر ضد د یوې جګړې اعلان دی او حکومت هم باید د چوپتیا   د غوره کولو پر ځای د دغو توهین ‌امېزو اعلانونو غاښ ماتوونکی ځواب ووايي.
ځينو نورو مذهبي مشرانو بیا وویل: امریکا ۱۶ کاله جګړه وکړه؛ خو اوس چې ماته شوې پاکستان ته د انتقاد ګوته نیسي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*