تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د برما سلګونه مسلمانان د بودایانو له خوا کلابند شوي

د برما سلګونه مسلمانان د بودایانو له خوا کلابند شوي

رسنیو ته په رسیدلو خبرونو کې ویل کیږي، چې: برما کې یو ځل بیا سلګونه مسلمانان د بودایانو له خوا کلابند شوي دي.
برما چې له کلونو راهیسې پکې د ځایي بودایانو له خوا له مسلمانانو سره ډول ډول ظلمونه او وحشتونه کیږي، د نړیوالې ټولنې په ګډون ټول نړیوال یې په وړاندې چوپ دي.
ویل کیږي، چې: د یاد هېواد په اراکان (راخين) ولایت کي بودایانو سلګونه تنه مسلمانان په یوه کلي کي کلابند کړي او په سیمه کې وضعیت خراب شوی. د بشري حقونو فعالانو ویریږي، چې: بودايان به وضعیت نور هم خراب، سخت او ترینګلی کړي او په سیمه ییزو مسلمانانو به رڼا ورځ تیاره کړی.
باید وویل شي، چې: په اراکان ولایت کي تر دې وړاندې هم د روهنګیا مسلمانان د بودایانو او پوځ له لوري له سخت ناوړه چلند سره مخ شوي وو.
د سیمي اوسيدونکو رسنیو ته ویلي: له تیرو دریو اونیو راهیسي د زای دي بین سیمي مسلمانان کار ته له تللو او ځان ته د خوراکي توکو او څښاک اوبو له راوړلو څخه بند شوي دي.
ویل کیږی، چې: د برما حکومت هم بودایانو ته امر کړی، چې: مسلمانانو ته له کوره د وتلو اجازه ورنه کړي او هغوی هم د حکومت تعمیل پیل کړی دی.
ویل کیږي، چې: د برما په اراکان ولایت کې ۱،۱ ميلیون مسلمانان اوسیږي، چي له تابعیت او ټولو حقونو څخه بې برخې دي.
باید وویل شي، چې: وخت ناوخته د روهنګیا مسلمانانو او بودایانو ترمنځ نښتې رامنځ ته کیږي، چې: له امله یې سلګونه مسلمانې کورنۍ په خراب وضعیت کې ژوند تیروي او ګاونډي هېوادونو ته کډوال کیږي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*