تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / عادت مو عبادت کړئ

عادت مو عبادت کړئ

په نړۍ کې هر بنده ښه ژوند تېرول غواړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند زمونږ لپاره بیلګه او نمونه ده، هغه له ګهیځه تر ماښامه، له کوره تر بازاره او له کوچنیوالي تر زوړ توبه د امت مخې ته د ژوند تېرولو غوره بیلګه وړاندې کړې ده، چې پر هغه باندې تلل د دنیا په ژوند کې نیکمرغي او د اخرت په ژوند کې کامیابي ده.
ټول عمر عبادت
که مونږ خپل ټول عادتونه د نبوي صلی الله علیه وسلم سنتو مطابق ترسره کړو؛ نو زمونږ هر عادت به عبادت شي. مونږ د شپې ویده کیږو او سهار ویښیږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د شپې ویده کېده او بیا راویښېده. که زمونږ خوب او ویښیدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه وي؛ نو زمونږ دا ویده کېدل او ویښیدل هم عبادت جوړیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ودونه کړي، اولادونه یې شوي، سوداګري یې کړې، بېوزلي یې لیدلي، غم او خپګان یې زغملی، د دښمنانو پيغورونه یې اوریدلي، له یوه وطنه بل وطن ته د تللو خوند یې څښکلی او سولې یې کړې، لنډه دا چې د ژوند په هره برخه کې یې ښه کړنلاره وړاندې کړې ده. مونږ په دنیا کې اوسیږو، له دې کارونو پرته بله چاره نشته، اوس د هغه پر طریقو دا کارونو ادا کول عبادت جوړیږي.
په آخرت کې د نبوي صلی الله علیه وسلم ملګرتیا لپاره شرط
نن رسول الله صلی الله علیه وسلم زمونږ منځ کې نشته، خو د هغه د ژوند تفصیلات له مونږ سره خوندي دي، که چیرې مونږ د هغه د ژوند له یوې یوې کړنې او یو یو نقش سره مینه او محبت وکړو، د هغه پر سنتو نظر وځغلوو، هغه په زړه کې کینوو او د الله جل جلاله د محبوب په څير په ځان جوړلو کې بوخت شو؛ نو په دنیا او اخرت دواړو کې به سرخرويي او بریالیتوب تر لاسه کړو. که نن مونږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ملګرتیا نشو ترلاسه کولی، ان شاء الله چې: اخرت کې به د هغه ملګرتیا خامخا زمونږ په برخه کیږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا
که مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د محبت لرلو سره سره د هغه د اطاعت او پيروي لاندې ژوند تېر کړو؛ نو په دنیا کې به بریالیتوب او په اخرت کې به مو نجات (خلاصون) په برخه شي، د الله رب العزة فرمان دی: څوک چې د محمد صلی الله علیه وسلم پيروي وکړي الله جل جلاله له هغه سره محبت کوي، هغه ډېر بښونکی مهربان دی، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم کس چې له څه سره مینه لري، په اخرت کې به له هغه سره وي. صحابه کرامو رضی الله عنهم چې دا زیری واورېده، هغوی له اسلام راوړلو وروسته په هیڅ شي هم دومره نه و خوشحاله شوي. زمونږ په څير د کمزورو او ګناهګارو انسانانو لپاره چې د اخرت په تیاري کې هم ډېر وروسته پاتې وي، د هغه لپاره له دې پرته په کومه خبره کې تسلي او ډاډ نغښتی. نو مونږ چې له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره محبت کوو، هرو مرو به له هغو سره او د هغوی له غوښتونکو سره میلاویږو. او که چیرې مونږ د محمد صلی الله علیه وسلم پيروي وکړو؛ نو د الله جل جلاله محبت هم تر لاسه کیږي او ګناهګار هم بښل کیږي.
پر نبوي صلی الله علیه وسلم سنتو تلل د پيروي او محبت نښې دي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه کول هم ضروري ده او د هغه اطاعت هم لازمي دی.
په دوو مثالونو سره وضاحت
ابو طالب د امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم تره و او له هغه سره یې ډېره مینه وه، کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیکه عبدالمطلب وفات شو؛ نو د ده پالنه او ټول مسؤلیتونه د هغه (ابوطالب) په اوږو بار شول. له اته کلنۍ نیولې د نبوت تر زمانې پورې ټول خدمت یې وکړ. په زړه کې یې ډېره مینه ورسره وه، خو د هغه پیروي یې ونه کړه، د ځنکدن په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: زما په غوږ کې ورو کلمه ووایه د قیامت په ورځ به زه شاهدي وایم؛ خو هغه یې پيروي ونکړه او له دنیا څخه ناکام لاړ.
بل لور ته عبدالله بن اُبي بن سلول د منافقانو مشر و، د هغه په زړه کې اتباع او پيروی وه په مسجد کې یې په لمونځونوکې ګډون کولو او په جهاد کې یې هم پرخه اخیستله؛ خو په زړه کې یې د محبت په ځای نفرت و. کله چې هغه منافق مړ شو د هغه زوی مخلص مسلمان و، چې د ده په غوښتنه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه (اُبی) ته خپل کمیس ورکړ، جنازه یې پې وکړه او خوله کې یې خپلې لاړې ور واچولې؛ خو د دې ټولو کړنو سره سره هغه منافق ناکام (نامراده) لاړ؛ ځکه چې محبت نه و.
(به حواله حضور صلی الله علیه وسلم سے دشمنی)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې چلند له امله چې د منافقانو مشر ته یې کفن ورکړ، لاړې یې په خوله کې ورواچولې او جنازه یې پرې وکړه؛ نو منافقانو چې دا ولیده زر تنه له منافقته توبه ګار او مخلص مسلمانان شول.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*