تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د نیک مرغه لوی اختر په مناسبت د ملا اغاجان معتصم د مبارکۍ پیغام!

د نیک مرغه لوی اختر په مناسبت د ملا اغاجان معتصم د مبارکۍ پیغام!

IMG-20160221-WA0001

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمین، والصلوة والسلام علی نبینا محمد و اله و اصحابه اجمعین .
اما بعد فقد قال الله عزوجل فی کتابه المجید : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (۷۰) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا (۷۱) ـ الاحزاب

ژباړه : اې هغو کسانوچاچې ایمان راوړی دي له الله نه وویریږئ او سمه صفا خبره کوئ(۷۰) (د دې لپاره چې ) عملونه مو در سم کړي او ګناهونه مو در وبخښي ، او هرڅوک چې د الله او د هغه د رسول تابعداري کوي لویه بریا یې ترلاسه کړه(۷۱).
زما د ویاړلي هیواد ځوریدلې ولسه، په هیواد کښې د ننه او له هیواد څخه بهر د مهاجرت او مسافرت په دیار کې مېشتو خویندو او وروڼو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته …..

تر هرڅه وړاندې د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو له امله مبارکي درته وړاندې کوم او غواړم چې له دې مبارک مناسبت او فرصت څخه په استفادې سره د هیواد د وروستیو سیاسي کړکېچنو تحولاتو په اړه له تاسي سره خپل نظر او فکر شریک کړم.

درنو هیواد والو!

نیکمرغه لوی اخترمو بیا متأسفانه په داسي حال کې پر هیواد راځي چې لا هم دلته د تحمیلي جګړې اور ګرم او ډیری افغان کورنۍ یې په سوځونکو لمبو کې د خپلو وژل شویو عزیزانو په ویر اوښکې تویوي.

د دې پرځای چې د هیواد ، ځوانان، زلمیان، خوندې او وروڼه مو د خوښیو لمانځلو په دود د مشرانو، خپلوانو او دوستانو درناوي او مبارکیو ته ولاړشي له بده مرغه چې د اخترونو په دغو ورځو کښې هم په جګړو او شخړو کې بوخت وي او د مبارکو اخترونو خوښۍ  یې هم په ډېرو کړاونو او مصیبتونو کې تیريږي .

قدرمنو هیواد والو !

د هیواد او ولس مغرض دښمنان مو بوخت او لګیا دي چې په خپلو مکرجنو سازشونو او توطیو سره  زموږ د یوموټي مسلمان ولس ترمنځ د ملي یووالي محکم مزي د مذهبي، قومي ، لساني او تنظیمي اختلافاتو او تعصباتو په ایجادولو سره پرې کوي.
او په دې هم ټول پوهیږو چې زموږ د هیواد موجوده ټول مصیبتونه او کړاونه د افغانانو د خپل منځي اختلاف نتیجه او محصول دی ، که همدا اوس اوس ټول افغانان د  خپل منځي اختلافاتو په پریښودو سره یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او په صادقانه ، مخلصانه او متحدانه توګه د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې  د خپل هیواد د دائمي سولې او ثبات لپاره په تعهد او ژمنتیا سره په ګډه کار وکړي  نو له شکه پرته چې د شته مصیبتونو له شره به د خداي تعالی په فضل حتما په آمان کیږي.

میړنیو هیواد والو!

دا چي زموږ پر ټاټوبي د جنګ اور بل دی او ولس مو د دغه اور په لمبو کښې هره ورځ سوځل کیږي نو باید د خپل هیواد او ټاټوبي غم خپله وخورو او په هیواد کښې د دايمي سولې او ثبات لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوو او په دې لړ کښې د سولې د راوستلو لپاره هیڅکله و بهرنیو لورو او جهتونو ته امید او توقع ونه کړو دا ځکه چې

افغانستان زموږ د افغانانو کور او ټاټوبی دی او ترڅو چې موږ په خپله د خپل کور او ټاټوبي څخه اور مړ نه کړو پردي هيڅکله زموږ د کور په هکله تشویش او پرېشاني نه لري او نه یې کوي .

نوموږ افغانان د مسلمانانو په حیث او صفت دا مکلفیت ، مسئولیت او دنده لرو چې خپل هیواد او ولس د دغه اور څخه وژغورو او د ویرونو او مصیبتونو دغه کرغیړنه  لړۍ د خدای تعالی په نصرت ، فضل او کرم ، د خپلو وروڼو په همکارۍ او کومک او په خپلو هڅو او کوښښونو سره دفعه ، رفعه  او ختمه کړو.

او بالاخره په خپلو کړنو او هڅو سره په  ټول هیواد کې د خپل مسلمان ولس ترمنځ  اتحاد ، اتفاق او ورورولي جوړه کړو او ټول افغانان وروڼه پر یوه مسیر او تګلاره په خپل هیواد کښې د  سولې ، خوښۍ ، نیکمرغۍ او سوکالي په فضاء کې یو د بل ترڅنګ د سکون ، امن ، مینې او محبت ژوند ولرو.

مؤمنو هیوادوالو!

د امریکا د نوي حکومت  ستراتیژي چې په افغانستان کې هم د سولې او هم د جګړې پیغام له ځان سره لري نو له همدې امله د افغان سیاسیونو په تېره بیا د جګړې د ښکېلو لوریو لپاره  په کار ده چې د سولې د پیغام او آپشن څخه یې اعظمي استفاده وکړي او د خپلمنځي اختلافاتو ، کرکو ، نفرتونو او تضاداتو په له منځه وړلو کې مناسب او پر ځای اقدامات او اجراآت ترسره کړي.

له همدې کبله  موږ پر جنګي لوریو ږغ کوو چې روانه مهلکه او تباه کونکې جګړه نه د کوم جنګي لوري په نفعه او نه هم د افغان ولس او هیواد په ګټه ده .

دغه جاري او طولاني جګړه له ځانه سره یواځې او یواځې د خرابۍ ، تباهۍ او بربادۍ پیغام لري ، او په هیڅ ډول موږ و دغې جګړې ته د نیکمرغۍ توقع او امید نه شو کولای.

موږ وینو چې وخت په وخت د روانې جګړې ابعاد هم ډيریږي او هم مغلق او پېچیده کیږي ، او هم د قداست له ډول څخه د کرغېړنتیا په شکل بدليږي.

لکه د شیعه او سني په نامه د خلګو قتل عام یا په مقدسو اماکینو ، مساجدو او عبادت ځایونو باندې تعرضونو او بریدونو ته یوازې کرغېړنې کړنې ویلای شو، دغه راز ناروا کړنې  د اسلام د ټولو اساساتو او اصولو او د انسانیت او بشریت د حقوقو او ټولو پرنسیفونو په ضد دي.

په دغه ډول کړنو کې ځيني مسلمانان په غیر شعوري ډول استعمالیږي او یا دهغو مغرضو عناصرو لخوا اجراء کیږي د کومو چې د بعضي متعصبو هیوادونو لخوا سپورټ او تمویل کیږي او غواړي چې زموږ هیواد د خپلو ناروا رقابتونو لپاره میدان جنګ وګرځوي ، او په خپلو ناروا مداخلو سره  زموږ بې چاره ولس په مزیدو مصیبتونو او کړاونو کښې واقع کړي او همدا رنګه دغه متعصب هیوادونه غواړي چې زموږ مسلمان ، معتدل او میانه رو ولسونه د افراط او تفریط په جال او دام کې راګیرکړي او دلته زموږ هیواد کې تعصبي کړنې ترسره کړي.

او موږ ټول مسلمانان په دې پوهیږو چې د اسلام په مقدس دین کې هیڅ ډول افراط او تفریط ځای نه لري  ، د اسلام مقدس دین د ټول بشریت لپاره د اعتدال ، میانه روی ، خواخوږۍ ، همدردۍ او همکارۍ  دین دی ، نو موږ د دغه ناروا کړنو عاملانو ته دا توصیه کوو چې د خدایه  وبېرېږئ ، زموږ په دغه ړنګ او بنګ ، وران او ویجاړ هیواد کې او په دغه بې چاره ، مظلوم او دربدره ولس باندې چې څلورو لسیزو جنګونو او غمونو ځپلی دی نور دغه ناروا کړنې ، تعصبونه ، کرکې او نفرتونه ، د خارجي هیوادونو په لمسون مه ترسره کوئ او د خدای (ج)  لپاره د منځني ختیځ د هیوادونو ( عراق، سوریې ، او یمن) حالاتو ته په کتو سره عبرت واخلئ او دغه مهلکي فارمولې او نسخې په ناروا توګه زموږ په دغه اسلامي هیواد کښې مه استعمالوئ .

موږ ولیدل چې په نوموړو هیوادونو کښې د دغه راز کړنو  نتیجه یواځې او یواځي په هلاکت ، تباهۍ او خرابۍ تمامه شوه.

ګرانو هیوادوالو!
په وطن کښې مو د جګړې مزید دوام د هیواد او ولس لپاره د ډېرو بدمرغیو لامل ګرځي ، د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې  تر حدزیات لوړوالی ، د هیواد په داخل کې د ولسي خلګو اجباري مهاجرت ، د جکړو له امله ملکي وګړو ته مالي تلفات ، د زیربنايي پروژو له منځه وړل او  یا یې د ودانولو په وړاندې خنډونه ایجادول او…….ټول د دې تحمیلي جکړې لاملونه دي چې تاوان یې یواځې او یواځې زموږ ولس ته رسیږي ، هغه ولس چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د مسلسلو جګړو په لمبو کې سوځي.
او بل داچي موږ وینو چې په مکرر ډول د بهرنیو ځواکونو لخوا ولسي سیمي بمباریږي او همدا راز د ملکي وګړو په مېشت ځایونو کښې په مکرر ډول  باندې بریدونه او انفجارونه  کیږي چې دغه  دواړه کارونه  له وحشیانه عمل  پرته نه اسلامي توجیه  او نه قانوني مجوز لري.
هرڅوک که په هرنیت ولسي سیمي بمباروي او یا په ولسي مېشت ځایونو کې چاودنې ترسره کوي هغوی  موږ د خپل هیواد او ولس دښمنان او بد مرغي ایجادونکي لوري ګڼو.
او همدا رنګه که جګړه نوره هم دوام پیدا کوي موږ به نور هم  د دغه ډول ناروا او کرغېړنو کړنو شاهدان پاتي کیږو.

او د دې لپاره چې په هیواد کې مو د جګړې عوامل له منځه وړي وي د افغان معضلې شاملو اړخونو ته  په کار دی  چې د حُسن نیت او په خپل منځ کې د اعتماد سازي په غرض او هدف هریو له خپله جانبه داسي نېک او ښه اقدامات وکړي چې جانب مقابل باالمثله عمل کولو ته وهڅوي.
نو دهمدې لوی اختر په همدې مبارک فرصت باندې موږ د جګړیزو لورو څخه دا غوښتنه کوو چې ترمناسبه حده او شمېره پوري د بندیانو په خوشي کولو کښې اجراآت ترسره کړي، ترڅو محکوم او محروم بې چاره اسیران د اختر دغه مبارکې شپې او ورځې  د خپلو  غم ځپلو کورنیو او قریبانو په خوشحاله شېبو بدلې کړي او د ښکېلو لوریو په دغه راز مهربانیو او کړنو سره به الهي رحمت پر .ټول هیواد او ولس نازل شي

همدا راز موږ د جګړې د ښکیلو لوريو څخه غواړو چې باید د عرفې او لوی اختر د مبارکو شپو ورځو د احترام په خاطر خپل ترمنځ د پوځي او جنګي فعالیتونو د تشدد پر ځای د بندیانو خوشي کولو او نورو داسې سوله ییزو فعالیتونو ته ترجیح ورکړي چې کم ترکمه په همدې شپو ورځو کې زموږ د هیواد د یتيمانو او کونډو په شمیر کې توقف راشي، او د لوي اختر په ورځ نه کوم نازولی زوی د خپل پلار په وژنې د ویر اوښکې توي کړي او نه هم کومه مور د خپل ځوانیمرګ زوی په غم د ویرساندې وږغوي ، نه څوک د وژل شویو کسانو د ښخولو لپاره هدیرو او مقبرو ته ولاړ شي او نه هم څوک د اختر د خوښیو پرځای د وژل شویو قریبانو د ویر پر ټغر کښېني.
دا چې په جګړه کې د ښکېلو او متقابلو لوریو هر اقدام پرجانب مقابل ورته اغیزه لري ، نو طبیعې ده چې د هر جانب  له لوري سوله ییز اقدام به سولییز عکس العمل لري چې پایله به یې په اوږده مهال کښې په سولییزه فضاء سره تمامیږي.

 په آخر کښې لوی خدای جل جلاله ته  د سوال او زاریو لاسونه لپه  کوو چې نور مو د لوي اختر د دې مبارکو ورځو شپو په برکت هیواد د جګړې پر ځای د سولې ټاټوبی او کور وګرځوي او جګړه ځپلي هیواد وال مو د سولې او آرامي په فضاء کې د جګړې له شره په امان شي.
د همداسې یوې ښې ورځې د راتلو په هیله ، لوی اختر مو مبارک او ټول عبادتونو مو خدای (ج) قبول کړه.

والسلام علیکم ورحمة الله و………….

ورورمو ملا اغاجان معتصم  د طالبانو د سیاسي شورا پخوانی مشر

۱۴۳۸/۱۲/۸ هـ ق

۱۳۹۶/۶/۸ هـ ش

۲۰۱۷/۸/۳۰ م

comments

25 comments

  1. مننه محترما دےاسو دی هم لوی نیکمرغه اختر ڈیرڈیر مبارک وی اوٹول طاعات خاصکر داضحیی ابراهیمی سنت قبول شه
    قدرمنه دٹولو مسلمانانو اوخاصکر افغان مظلوم اوکڑیدلی اولس لخوا ستاسو شکر گذار یم چه مونگ مو پہ دی موقع یاد کڑو

  2. آصف افغان

    ماشاءالله , مولوی صیب محترم اول تاسو او ستاسودرنې کورنۍ ته ده لوی اختر درارسېدوله امله دزړه له کومې مبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي . ماشاالله ډېر عالی ډېر په زړه پوري وينا وی دی کړی ده مولوی صيب….!
    رښتيا هم چي په تعليم او سواد سره ملت او ولس ترقی کوالای سی او همدا يوازنۍ لار ده دسولي ارامی او کراري لپاره. رشتيا چي زموږ خپل منځی اختلافات او بې اتفاقي د سولی په لار کي غټ ګواښ دی

  3. طالبانو د تیر په څیر دا ځل هم د اختر په مناسبت د خپل مشر د مبارکئ پیغام خپور کړ چې په پنځو ژبو کې ترجمه شوی دی که د قومي ژبني او سمتي تعصبه تیر شو او پیغام ته د بشپړ اسلامیت او ریښتونی افغانیت له مخې وګورو نو روښانه به شي چې طالب مشر په کامله معنی مسلمان ، په اسلامی احکاماتو او جزییاتو بشپړ عالم او په هیواد او هیوادوالو داسی مئین شخصیت دی چې خپل مقابل کې جنګیدونکي د ملی اردو په افرادو یې هم مرګ نه دی پیرزو او د پیغام یوه برخه یې…

  4. مجیب الرحمن

    اغاصیب الله دې اجر درکړي چي دهرافغان لپاره ستاپه پیغام کې ټکورسته زما بندې وروکی مې نن دفیسبوک په پاڼه دیوه بل شهیدشوي بندي سره ولید همدا اومید مې وشو لکه چي تاسو مهرباني کړې
    نو دهمدې لوی اختر په همدې مبارک فرصت باندې موږ د جګړیزو لورو څخه دا غوښتنه کوو چې ترمناسبه حده او شمېره پوري د بندیانو په خوشي کولو کښې اجراآت ترسره کړي، ترڅو محکوم او محروم بې چاره اسیران د اختر دغه مبارکې شپې او ورځې د خپلو غم ځپلو کورنیو او قریبانو په خوشحاله شېبو بدلې کړي او د ښکېلو لوریو په دغه راز مهربانیو او کړنو سره به الهي رحمت پر .ټول هیواد او ولس نازل شي

  5. کلیم پوپلزی

    اغاصیب داختر مبارکي درته وایو
    ښه څرګندونې مو وړاندې کړې الله دې ستاسو نړۍ وال فکري غوڅښت بریالي لري

  6. عبدالبصیر مندوخیل

    موږ دامریکایانو په شتون کې سوله نه غواړو تاسو خبریاست چي حکمیتار اوس په خپل کردار پښېمانه ده خو نور یې لاس اوپښې تړلي دي

  7. قاري عبیدالله کندهاري

    په شمشاد کې دمعتصم اغا دپیغام لنډون په دې ډول و:
    متعصم اغاجان وايي که افغانان خپل منځي اختلافات پریږدي او په ریښتیني توګه د سولې لپاره کار وکړي د افغانستان روانې ستونزې به له منځه لاړې شي .
    معتصم اغاجان وايي د امریکا نوې پالیسي د سولې لپاره هم پیغام لري او د جګړې ښکیلې خواوې باید له دغې برخې ګټه واخلي او د دایمي سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې وکړي .
    ووهي .
    دطالبانو دسیاسي شورا پخواني مشر معتصم اغاجان په دلوی اختر په مناسبت په خپورکړي پیغام کې ویلي چې پرافغانستان جګړې تحمیل شوې او د مخنیوي لپاره باید خپل افغانان لاس په کار شي .
    متعصم اغاجان ویلي د جګړې ښکیلې خواوې په ریښتینې توګه د بین الافغاني مذاکراتو له لارې کولای شي چې اوسنی روان وضیعت بدل کړي.
    د طالبانو د سیاسي شورا پخواني مشر معتصم اغاجان داسې ویلي (( زموږ د هیواد موجوده ټول مصیبتونه او کړاونه د افغانانو د خپل منځي اختلافاتو نتیجه ده که همدا اوس ټول افغانان د خپل منځي اختلافاتو په پریښودو سره یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او په صادقانه توګه د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې د خپل هیواد د دائمي سولې او ثبات لپاره په پوره ژمنتیا سره په ګډه کار وکړي نو له شکه پرته چې د شته مصیبتونو له شره به د خداي تعالی په فضل حتما په آمان کیږي.))
    اغاجان وايي د افغانستان په تړاو د امریکا د نوي حکومت په پالیسۍ کې سوله هم شامله ده چې دجګړې ښکیلې خواوې باید له دغه فرصته ګټه واخلي او په افغانستان کې دتل پاتې سولې لپاره مټې راونغاړي .
    معتصم اغاجان داسې ویلي ((د امریکا د نوي حکومت ستراتیژي چې په افغانستان کې هم د سولې او هم د جګړې پیغام لري نوباید افغان سیاسیونو اوپه تیره بیا د جګړې د ښکيلو لوریو لپاره په کار ده چې د سولې د پیغام او آپشن څخه یې اعظمي استفاده وکړي او د خپلمنځي اختلافاتو او تضادونو په له منځه وړلو کې مناسب او پر ځای اقدام وکړي .))
    معتصم اغاجان وايي چې دعام خلکو په کورونو دبهرنیو ځواکونو ړندې بمبارۍ اودملکي وګړو په ګڼې ګوڼې ځایونو کې بریدونه یوازې یوه وحشیانه عمل دی چې داسلام له نظر مردود دي .
    معتصم اغاجان داسې ویلي (( د بهرنیو ځواکونو لخوا ولسي سیمي بمباریږي او د ملکي وګړو په مېشت ځایونو کښې په مکرر ډول بریدونه او انفجارونه کیږي چې دغه دواړه کارونه له وحشیانه عمل پرته نه اسلامي توجیه او نه قانوني مجوز لري.
    هرڅوک که په هرنیت ولسي سیمي بمباروي او یا په ولسي مېشت ځایونو کې چاودنې ترسره کوي هغوی موږ د خپل هیواد او ولس دښمنان او دبد مرغۍ ایجادونکي لوري ګڼو.))
    متعصم اغاجان ویلي چې دشیعه او سني په نوم وژني او په مقدسو اماکینو ، جوماتونو او عبادت ځایونو بریدونه د اسلام ، انسانیت او بشري حقونو ضد کړنې دي او د جګړې ښکیل لوري باید نور په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د لمسون جګړه پریږدي او دعراق ، سوریې او یمن له حالاتو عبرت واخلي .
    په دغه اختریز پیغام کې معتصم اغاجان دجګړې په ښکیلو خواو غږ کړی چې جګړه دهیڅ لوري په ګټه نه ده او یوازې افغان ولس یې په اورکې سوزي

  8. عتیق الله مشعل

    ځینې فیسبوک وال پرته له خپل ځان پيژندلو دمشرانو توهین کوي ،خوکه دامارت یا دولت اویاکومې بلې ډلې پورې تړلې هم وي باید خپل خط سیروپيژنې کیدای داسي ناخواله نورې ستونزې وزېږوي.

  9. دټرمپ له روان سیاست څخه داسي برېښي چي پاکستان به یوځل بیا طالبان په امریکا په لوړه بیه وپلوري ،خو دوی عقل کوچ کړی کیدای شي دوی خبریږي هغه پلورلي وي ،مګر دیوې اوږدې خونړې جګړه احتمال هم شته کیدای په دې کې ډیرهغه وګړي سره ورکړي چي سریې نه خلاصیږي .

  10. ډاکټرنقیب احمدزوی

    الله پاک دي ستاسو ټولې هیلې او ارمانونه پوره کړي خو یاده دې وي چي یو وخت راتلونکی دی ،مګرطالبانوته بیا دواک چانس ناشونی دی

  11. حاحي برکت الله ارغنداوي

    اغاصیب اخترمو مبارک سه
    وروره موږ تاسو ښه سره پيژنو تاسو باید دسولې په ځای په ولس ږغ کړی وای چي ملي پاڅون وکړي ترڅو بهرنیان له هیواده وتلي واي
    په مننه ستاسو رورو حاجي برکت الله ارغنداوي

  12. نسم ننګرهاري

    جګړه دبهرنیانو کار ده نه دملامعصتم صاحب په قوله هغوی کوي اونه دهیبت الله اخندزاده اونه هم داشرف غني

  13. جانان مبارز

    اول مبارکي درته وایو
    محترم مشره الله دې ژوندی لره دپیغام هرفقره دې دهیواد دزخمونو درد دوا کولای شي ،خو په دې به کیدای شي خلک وروسته پوی شي

  14. معلیم ګلاب شاه خروټي

    داختردې مبارک وي ښاغلیه معتصیم صیب له پیغام مې دا برخه ډیرخوښه اوانتخاب کړه

    او موږ ټول مسلمانان په دې پوهیږو چې د اسلام په مقدس دین کې هیڅ ډول افراط او تفریط ځای نه لري ، د اسلام مقدس دین د ټول بشریت لپاره د اعتدال ، میانه روی ، خواخوږۍ ، همدردۍ او همکارۍ دین دی ، نو موږ د دغه ناروا کړنو عاملانو ته دا توصیه کوو چې د خدایه وبېرېږئ ، زموږ په دغه ړنګ او بنګ ، وران او ویجاړ هیواد کې او په دغه بې چاره ، مظلوم او دربدره ولس باندې چې څلورو لسیزو جنګونو او غمونو ځپلی دی نور دغه ناروا کړنې ، تعصبونه ، کرکې او نفرتونه ، د خارجي هیوادونو په لمسون مه ترسره کوئ او د خدای (ج) لپاره د منځني ختیځ د هیوادونو ( عراق، سوریې ، او یمن) حالاتو ته په کتو سره عبرت واخلئ او دغه مهلکي فارمولې او نسخې په ناروا توګه زموږ په دغه اسلامي هیواد کښې مه استعمالوئ .
    موږ ولیدل چې په نوموړو هیوادونو کښې د دغه راز کړنو نتیجه یواځې او یواځي په هلاکت ، تباهۍ او خرابۍ تمامه شوه.

  15. په طالبانو به تندر راچبه شي ،خوکه یې دملت سره همږغي وکړه دهغوی له وژلو یې لاس واخیست دمشرانو اوکشرانو خیال یې وساتلو له پردې هیواده راستانه شول

  16. نعیم محصیل

    بس طالبان دي له سیاست څخه لاس واخلي خپله به حکومت اونظام جوړ شي

  17. مولوي نصرالدین دیوبندي

    دامارت وروستی دریځ دکفارو په وړاندې کلک عزم اوسنګر اختیارول دي ،نور دهچا خبره نشي تایدکیدای ،خو الله راسره مل دی دچاپروان نلرو.

  18. جالب احمدزی

    اغالالا زه هم دانظرتائیدوم : موږ پر جنګي لوریو ږغ کوو چې روانه مهلکه او تباه کونکې جګړه نه د کوم جنګي لوري په نفعه او نه هم د افغان ولس او هیواد په ګټه ده .

  19. دمرګ تروروستۍ سلګۍ موجنګ له کفاروسره خوښ دی تاسو که سوله کوي ،نو خارجیانو په ایستلوکې مرسته وکړۍ ګنې له مرګه موږ نه بیریږو ،موږ په هیږو چي تاسو زموږ دژوند خیال کوي خو موږ په داسي حال کي تر ژوند مرګ خوښو.

  20. هغوی دې ورک شي چي دسولې چیغه ردوي او وروڼه وژني ،وطن ورانوي خویواځې خپلې شخصي ګټې لوټوي
    معتصم صیب لیک مې ترپایه ولوست الله دې په فکر اوګوتو برکت کړه.
    شیخ رحمت الله غزنوي کراچۍ

  21. مولوي غیاث الدین کندزي

    محترمه تاسو لیکلي چي ټرمپ ستراتیژې دسولې اوجګړې دواړو پیغام لري ،یعنې که دهغه خبره ومنو نو سوله اوکه ورسره خبره غبرګه کړو نو جنګ …تاسو مهرباني وکړي دخپل پیغام له متن سره هغه دسولې احکام هم نشرکړي چي موږ سولې ته غاړه کښیږدو موږ ته ویل شوي چي دوی هیڅ ډول شرعي دلیل نه لري نو مهرباني وکړي .

  22. کلیم پوپلزی

    الله پاک دې سولې راولي ښاغلی ملامعتصیم صیب ستاسوهڅې دستائلو وړ دي

  23. ملانعمت الله ناوه وال

    اغاصاحب محترمه باور وکړه چي دامارت ترټولو مشران راباندې ځکه ګران یې چي یوخو لوی ملاصاحب ته ډیرمحبوب وي موږ ته هم محبوب یې اوبل دي دامارت په مهال دامارت په نظام کې پوره اوډیره ونډه اخیستې بل دي دپاکستان سره نفرت دهیواد مینه اودملامحمد عمراخند تګلاره ده .
    داچي اوس طالبان په خپل واک کې نه دي ،دوی دې دهلمند دیوه عادي کورپوښتنه وکړي چي نور په کورونو کې ځوانان ختم شو هغوی په اوولس کاله ازادي ونه ګټله خو ولس یې ټول وخوړ دوی په کوټه کې اوسا ژوند کوي .
    یواځې دالله هیلې اوستاسو دسولې هڅې دې چي موږ ورته انتظارباسو

  24. منصوري کمانډو

    اغاصیب دې مهرباني وکړي تاسو ولې دهغه توصیف شروع کړی دی اول دې دامارت هغه مرور سره پخلا کړي چي امارت ټوټې کوي اوبیادي دسولې هڅه وکړي موږ له ټرمپ څخه نه ویریږو.

  25. مفتي رحیم الله حنفي

    دروند مشر او قدرمن آغا جان صاحب!
    سلامونه او نېکې هیلې درته ډالۍ کوم اختر مو بختور او ټول عبادات مو رب ته قبول شه.
    تاسې په خپل لیک کې په زړه پورې مطالب او مهمو نکتو ته په تفصیل سره وضاحت ورکړی او زه باور لرم چې یقینا خپل منځي اختلافات او بې اتفاقي د هیواد د ټولو بدمرغیو اصلي لامل وو او ده، له بده مرغه أفغانستان لا هغه مهال د تباهۍ کندې ته لوېدلی ده چې د روسانو پر وړاندې مقدس جهاد له اوو ۷ آدرسونو را شروع شو او شومه پایله یې هلته را څرګنده شوه چې کله روسانو ماتې وخوړه او د کابل ګوډاګۍ اداره هم ړنګه شوه او همدا اوو ضد او نقیض حکومتونه هیواد ته را داخل شول، او له بده مرغه ټول هیوادوال په همدې اوو ډلو داسې په افراطي توګه وېشل شوي وو چې هر یوو یې دا عظیم اسلام یواځې په خپل رهبر او تنظیم کې لیده او هغه نور یې یا مرتجعین یا مازې اسلامي او یا هم خپل دښمن بلل، چې په ډېره لنډه موده کې یې د اختلافاتو اثر پر یو لوي خوني ناورین بدل او د سپېڅلي جهاد ثمره پر سیند لاهو شوه.
    همدا لړۍ لا هم روانه ده او د سیاسي او پوځي اړخونو په شمول یې پر ټولو چارو خپل څادر غوړولی دی، هر لوری له افراط او تفریط څخه پوره برخه لري.
    نو یقینا هغه متل چې یابه یو کېږو یابه ورکېږو که یو نشو نو ورکېدل مو حتمي دي، د هیواد دښمنان په بېلا بېلو سنګرونو کې د تیارسی په حالت کې ناست او شپه او ورځ فعالیتونه کوي چې څرنګه مو له خاورو سره خاورې کړي.
    بله خبره چې زه یې هم ضروري بولم او هغه داچې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونال ټرمپ په نوې ستراتیجي کې هم د سولې څرک لیدل کېږي او د طالبانو له لمنځه وړل هم ندي مطرح شوي خو نښې نښانې داسې دي چې د جګړې لوری قوي ښکاري، خو که موږ له خپل افغاني لوري ورته وګورو پکار ده چې زموږ په ستراتیجي کې د جګړې پر ځای د سولې لوری قوي وي؛ ځکه چې که د پرمټ کټه په جګړه کې ده خو زموږ افغانانو ګټه په سوله کې ده، جګړه د پرمټ کور کلی او هیواد نه ورانوي خو زما کور کلی او هیواد ورانوي، په جګړه کې به امریکایي مرګ ژوبله کمه وي خو له هوا را توغول شوی بم به زما په هر کور کې لس لس افغانان تر خاورو لاندې کوي. نو که د ټرمپ په ستراتیجي کې د سولې لس سلنه امکان هم وي موږ افغانان دواړه لوري یې باید په ۹۹% سلنه واړوو او د سبا ښار ملکې بلقیس په شان له تعقل او حکمت څخه کار واخلو او نور خپل هیواد د بهرنیو د انډوخر میدان جوړ نه کړو.
    دلته د هر ماشوم، ښځې، سبینږيري او ځوان وژنه به تاريخ لیکي او د جګړې دواړه لوري مکلف دي چې خدای ج خپل ځان ته حضور کړي او د ولس پر وړاندې خپل دروند مسئولیت ادا کړي او د حقیقي سولې پر لار کې رغنده ګامونه پورته او د [ولا یخافون لومة لائم]په رڼا کې د هیچا پروا ونه لري، او پر دې الهي حکم عمل وکړي چې[ وان جنحوا للسلم فاجنح لها وتوکل علی الله انه هو السمیع العليم].
    په پای کې یو ځل بیا له تاسو څخه مننه کوم چې په خپلو حکیمانه نظریاتو سره د هیواد او هیوادولو په چوپړ کې یاست او افغاني قضیه له نیزدې څاري مننه ورور مو مفتي رحیم الله حنفي

خپله تبصره ولیکې

. *

*