تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / پر فرد او ټولنه د ايمان اغېزې

پر فرد او ټولنه د ايمان اغېزې

څرنګه چې د ايمان يوه ډېره مهمه برخه يعنې تصديق او باور د انسان زړه او باطن پورې اړه لري چې معلومات يې صرف هماغه انسان او الله تعالی ته کيږي او بل هيڅوک نه ترې خبرېدای شي، نه يې په جبر و زور د هغه زړه ته ور ننوېستی او نه يې ترې وېستی شي بلکې دا يوازې د هر فرد د خپلې خوښې چاره ده لکه چې الله تعالی همداسې وايي: لآ اکراه في الدين قد تبين الرشد من الغي… مانا په دين منلو کې څه زبردستي نشته. نو د هر چا خپله خوښه ده چې د خپل عقل و استعداد پر مټ د الله تعالی حق دين مني او که د شيطان لاره خپلوي او باطل مني. همدا وجه ده چې کله يو انسان الله تعالی وپېژني، پر هغه ګروهمن شي او د هغه خالقيت، ربوبيت او مالکيت يې زړه ته پرېوځي نو طبيعي ده چې پر الوهيت او سپېڅلتيا يې هم باوري کيږي. بيا به خامخا پټ او ښکاره هر ډول حالاتو کې د هغه پر لمانځلو بوخت وي، اوامرو ته به يې غاړه ږدي او له محرماتو به يې ډډه کوي. ځکه دا ډول کسان پوخ باور لري چې الله تعالی يې په هر حالت ويني، ټول اعمال يې څاري، ګردې نېکۍ او بدۍ يې شماري، د ذرې ذرې حساب ور سره کوي او د ذرې ذرې سزا او بدله ورکوي. دوی باوري وي چې د هر ډول ګناه او ناوړه چلند سزا هم ډېره سخته ده او د هرې وړې او غټې ښېګڼې بدله هم عظيم الشانه.
الله عزوجل هر مکلف پر خپل عقل او علم را نيسي، له مرګه وروسته يې بيا را ژوندی کوي او يو داسې ناپايه ابديت ته يې سپاري چې هيڅ انتها نه لري. په هماغه ابدي ژوندانه کې يې نېکانو مؤمنانو ته داسې نعمتونه چمتو کړي چې نه اورېدل شوي، نه ليدل شوي او نه د چا خيال و خاطر کې راغلي او هماغلته يې د منکراتو او بدو چارو کسانو لپاره داسې ابدي عذابونه چې تش يادښټ يې هم د سړي غونی ځيږوي.
ښکاره ده چې پر دغه باور ګروهمن افراد شپه ورځ همدې سوچ و هوډ کې وي چې په څه ډول د هماغه همېشني ژوندانه لپاره ډېرې نېکۍ را غونډې او له هر ډول بديو خپلې غاړې خلاصې کړي. داسې وګړي به نو د چا څارنې ته څه اړتيا لري؟ پوليس، څوکيدار، محاسب، قاضي او څارنوال سره به يې څه وي او ناغې، جرمانې او نورې سزاګانې به څه کوي. دوی به حتماً له ناروا وژنو ځان ساتي، پردي حقوق، رشوتونه او درغلۍ به ډېرې بدې ورته ښکاري. غلا، زنا، ځورونې، دروغونه، کبر و ښکنځل او نورې بد اخلاقۍ به نه مني. له خپل کور، خپلوانو، ګاونډيانو او ټولنې سره به د نېک چلند هڅه کوي او د ولس په منځ کې به د يو مثبت او مفيد عنصر په توګه خپل رول ادا کوي. بيا نو هغه مهال چې په يوه انساني پرګنه کې دغه شان ايمانداره وګړي زيات شي، خامخا د ټولنې مزاج هم ورسره بدليږي. هلته بيا له هرې خوا د ښېګڼو باران وي. هر لور ته امانت، وفاداري، زړه سوی، همکاري، ايثار او صداقت وي.
مطلب دا چې د ايماندارو افرادو ټولنه کې پر ټولو وګړو د حيا يو داسې څادر خپور وي چې هيڅوک يې هيڅ ډول ناوړه چاره نه شي ليدلی. هلته د جرايمو پېښې دومره نا اشنا او نادرې وي چې څوک يې پر خوله هم نه را وړي . رښتيا چې که د مسلمانانو ټولنه پر همدغسې ايماني باورونو ولاړه وي او همدغه ايماني معيارونه هلته کاملاً منل شوی حيثيت ولري بيا نو په دا رنګه ټولنه کې ژوند کول هم ټوله نېکمرغي، خوشالي، ډاډ او سوکالي ده. هلته به تل امن و امان وي، د ټولنې همدغو باورونو او همدې جوړښت به د ظالمانو، غدارانو او مفسدانو مخه نيولې وي او همدا جوړښت به ډېر عام وګړي هم نېکۍ ته را بولي او ښېګڼې به ورته اسانوي.
لنډه دا چې ايمانداري يقيناً پر ټولو وګړو خورا ژور اغېز لري او دا مهال زموږ د زياترو بلکې ټولو ناخوالو او بدمرغيو اصلي لامل د ايماندارۍ کمزورتيا ده. اوس په موږ کې ايماني مذاکرې نشته، د ايمان د پخولو سبقونه پاتې دي، د آخرت، حساب، کتاب او جزا، سزا بيانونه مو هېر دي.
په دې لړ کې د امت زياتره علماء او مفکرين په دې باور دي چې په مسلمانانو کې د قرآني تعليماتو خپرول، د اسلافو د ژوند له ايماندارۍ ډکې پېښې او کارنامې بيانول او د مرګ ډېر ډېر يادښت په خصوصيت سره هغه اغېزناکه نسخه ده چې په خورا اسانۍ سره د مسلمانانو د ډېری اوسنيو مشکلاتو او بدمرغيو درملنه کولی شي.
له بده مرغه دا وخت خپله زموږ افغاني ټولنه کې هم د دغه شان ديني او ايمان روڼونکو درسونو او محافلو پر ځای د پوليسي ځواک پر تقويه کولو ډېر ټينګار کيږي، له فساد سره د مبارزې لپاره ځانګړې ادراې، د بشري حقونو د خونديتوب لپاره جلا ټولنې، د رشوت او درغليو د مخنيوي لپاره بېلې، د مخدره موادو مبارزه ځان ته او د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي مخنيوي ته ځانګړي مأمورين ټاکل شوي . خو له دې سره سره دا حقيقت بيا هم له هيچا پټ نه دی چې په هيڅ ډول جرايمو کې هيڅ اندازه کمی نه دی راغلی او کمی خو پرېږده چې له هر لوري او هر پلوه د شر وفساد توپانونه را روان دي. خو افسوس چې د ايماندارۍ د تازه کولو او خپرولو لپاره هيچا هيڅ هم ونه کړل.

ليکنه: حمیدالله احمد

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*