تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د ديني علماؤ ستره شورا ستر مسؤليتونه هم لري!

د ديني علماؤ ستره شورا ستر مسؤليتونه هم لري!

که سړی د تاريخ پاڼې واړوي راواړوي نو معلوميږي چې مسلمانو حاکمانو، اميرانو او باچاهانو له ډېرې پخوا زمانې راهيسې خپلو دربارونو کې يو شمېر ديني علماء، مذهبي مشران، د تصوف پيران، فرهنګيان، ليکوالان او شاعران ساتلي، پاللي او نازولي دي. طبيعي ده چې په دوی کې به ځينې داسې هم وو چې واکمنو ته به يې زياترو مواردو کې د خير او ښېګڼې مشورې ورکولې، ځينې خوارۍ نېستۍ اخيستي وو؛ خپله شپه يې تېروله او ځينې دومره غوړه مالان هم پکې وو چې د هغوی ټول ظلمونه به يې په عدالت تعبيرول او هرې ناروا ته به يې د جايزو روايت ورکاؤ.
مطلب دا چې په سرکاري دربارونو کې د علماؤ ساتنه او پالنه اصلاً يو داسې دود ګرځېدلی چې د اسلامي نړۍ ان معاصر حاکمان هم ټينګ پرې ولاړ دي. تر دې چې زموږ هېواد کې خلقي رژيم هم ترې پاتې رانغی او دا دی اوس کابل کې هغه حکومت هم د علماؤ يوه لويه شورا لري کوم چې له امريکې او ناټو سره يې په لس ګونو لاسليکونه کړي.
په هر صورت اوس ښايسته يو غټ شمېر ديني علماء چې ښايي ځينې نامتو او فعال شخصيتونه هم پکې وي، په ياده شورا کې غړيتوب لري. خو لکه چې موږ وويل کېدای شي په هره زمانه کې به د دغو علماؤ ځينې غړي څه او څرنګه اهداف لري، خو دا يقيني ده چې واکمن ټولی هم له دوی څخه خپلې ځانګړې هيلې او غوښتنې لري.
له همدې امله دغه ډول علماء که تر يو بريده د حکومت له غوړ دسترخانه استفاده کوي، له پرله پسې فشارونو سره هم مخ وي. د مثال په ډول: همدا اوس د هېواد يو غټ شمېر نامتو او جيد علماء په لس ګونو هغه نيمګړتياوې ګوري چې له ديني پلوه د ولسمشرانو، وزيرانو، رئيسانو، واليانو، قوماندانانو او نورو چارواکو مخونه پکې تک تور او په څلورو مذهبو پړه او ملامت دي، خو څرنګه چې همدغه علماء هم تر هر چا زيات له امنيتي ګواښونو سره مخ او نه شي کولی په عامه توګه او د رسنيو له لارې خلکو يا چارواکو ته خپل غږ ورسوي، ځکه خو يې ډېره ګيله له همدغې سترې شورا وي چې ولې د حکومت او رعيت هغو نارواؤ ته ګوته نه شي نيولی کومې چې له يوې خوا ډېره لويه الهي نافرماني ګڼل کيږي او له بلې خوا د دې مسلمان ملت د کاملې نابودۍ او هلاکت سبب ګرځي.
حقيقت هم دا دی چې زموږ په هېواد کې د ديني علماؤ ستره شورا نه يوازې په سياسي چارو کې د يوې خبرې صلاحيت هم نه لري او په دې اړه پرته له پاکستان غندلو بل هيڅ واک و اختيار نه دی ورکړی شوی، بلکې ان پر هغو ټولنيزو او کلتوري موضوعاتو هم څه تبصره نه شي کولی چې غربيان يې د خپلې اجنډا مهم توکي يا په بله وينا د ديموکراتيکو ارزښتونو اصول بولي.
دا معنی چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو هغه ناروا موجوديت چې په هيڅ کتاب کې يې د جواز څرک نه ليدل کيږي، رښتيا هم د علماؤ شورا د واک له دايرې وتلې خبره ده. خو هغه نور موضوعات چې لويديځ ته ډېر مهم خو زموږ له ديني او کلتوري مزاج سره هيڅ اړخ نه لګوي، لازمه ده چې په هر صورت د علماؤ په شورا کې د بحث وړ او نظر څرګندولو جوګه وي.
مثلاً: کله چې لويديځې رسنۍ او هغوی پورې تړلې ځينې تش په نامه افغاني ټولنې د نارينه او ښځمنو د قطعي مساوات شعارونه اوچتوي نو بايد چې ديني علماء د نارينه ؤ د قيموميت قرآني اصل تشريح او خلک يې له ګټو خبر کړي. که هغوی د هلکانو او جينکو د ودونو پر تأخير ټينګار کوي، علماء دې له تأخيره رازېږېدلي اخلاقي او ټولنيز تاوانونه بيان کړي او خلک دې وپوهوي چې په ناوخته ودونو کې زښته ډېر خطرونه هم موجود دي. دغه راز کله چې هغوی د نارينه او ښځو پر تعليم او کار روزګار ترکيز کوي. دوی دې خپل مسلمان ملت ته د اختلاط زيانونه ور په ګوته کړي. همداسې که هغوی د تفريح او ساعت تيري په نامه ساز، سورڼي، ګډا، نڅا او خورا ناوړه ابتذال ته درومي، علماء دې هم د عبثياتو، وخت ضايع کولو او لهوُ لعب له ناوړو پايلو خلک خبر کړي.
په همدې توګه نورو اقتصادي او معاشرتي چارو کې خورا ډېرې نيمګړتياوې دي چې خامخا يې د علماؤ پر شورا مسؤليت ورځي او بايد چوپه خوله پاتې نه شي. دغه شان ديني علماء او خصوصاً د يادې شورا غړي هېواد کې د ديني تعليماتو خپراوي په لړ کې هم زښته ډېر مسؤليت لري. دوی مکلف دي چې په هېواد کې د ديني مدرسو او اسلامي مراکزو د انتظام او پالنې په لاره کې اغېزناک، مثبت او جدي ګامونه واخلي. همدارنګه دوی کولی شي د بهرني کلتور د خپراوي پر وړاندې هم مقاومت وښيي او له حکومته په کلکه وغواړي چې که سپارښتنې يې عملي نه شي، ښايي عام ولسونه راوپاريږي او پر واکمنو لاس هم پورته کړي.
درېغه چې زموږ حکومت د علماؤ له سترې شورا يوازې د خپل واک ټينګولو غوښتنې کوي، لکه د مخالفينو پر خلاف فتواګانې ورکول، د افغان پوځ د ملاتړ لپاره غونډې جوړل، د ښځو په هکله غربي پروګرامونو ته اسلامي صبغه ورکول، عبثياتو ته د ورزش او تفريح فتواوې جوړول او داسې نور ډېر څه.
د ښه والي په هيله
ليکنه: عبدالمجيد روهي

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*