تازه خبرونه
Home / تازه خبر / امریکا: پر کنسرټ د برید په پایله کې ۵۰ تنه ووژل شول.

امریکا: پر کنسرټ د برید په پایله کې ۵۰ تنه ووژل شول.

د امریکا په لاس ویګاس ښار کې پر یوه کنسرت وسلوال برید شوی چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
دغه پېښه نن تر غرمې مخکې د منډلي په نوم په یوه هوټل کې رامنځ ته شوه.

د لومړيو راپورونو له مخې په پېښه کې لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دی.

ویل کیږي چې له ټپیانو څخه یې هم د ډيرو حالت د اندېښنې وړ دی او داسي اټکل کیږي چې د وژل شویو شمېر به شېبه په شېبه لوړ شي.

لاس ویګاس ښار په نواډا ایالت کې دی او د قمارخونو، د وختیري او پېر او پلور ځایونو له امله نړیوال شهرت لري.

امریکایي رسنۍ وایي برید د یوه تن لخوا ترسره شوی دی.

د یاد ښار پولیس وايي، بریدګر د دې ښار و او امنیتي ځواکونو وژلی دی.

خلک وايي، وسلوال له پورتني پوړ په لاندې پوړ کې پر خلکو ډزې کولې.

تر اوسه د پېښې انګېزه او لامل نه دی جوت شوی او نه هم د بریدګر د هویت په اړه بشپړ جزیات په ډاګه شوي دی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*