تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / کايناتو کې فکر کونکي رښتيني علماء

کايناتو کې فکر کونکي رښتيني علماء

دا يو ښکاره حقيقت دی چې انسانانو نېغ په نېغه الله جل جلاله نه دی ليدلی، د هغه مخلوقات يې ليدلي او يوازې په قدرتونو او حکمتونو يې پېژني. د دې قاعدې يو لازمي مفهوم دا دی چې که هر څومره د الله جل جلاله په مخلوقاتو کې فکر و غور وشي او په کايناتو کې پراته اسرار او حکمتونه وڅېړل شي، په هماغه کچه يو حق پلټونکي انسان ته د قادر خدای د پېژندنې نوې درواز ېپرانيستل کيږي. داسې کسان بيا چې څومره خپلو څېړنو او پلټنو کې وړاندې ځي، په زړونو کې يې الله جل جلاله نه وېره هم زياتيږي. د هغه قادر او حکيم ذات د بې شانه قدرتونو، اسرارو، حکمتونو او لطافت يوه بې شانه او بې سرو سامانه ښايسته تابلو يې هم ذهن و دماغ ته مخامخ اېښودل کيږي او په دې توګه يې ټول ذهني صلاحيتونه، استعدادونه او ځواکونه يوازې او يوازې د همدې ښکلې تابلو د انځور ګر خوا ته متوجه کيږي او په دې فکر کې وړاندې ځي چې کله يې په مخلوقاتو او د کايناتو ناپايه نندارتون کې تر دې اندازې ښکلا او لطافت موجود دی نو خپله انځور ګر به يې لا نور څومره قادر، څومره حکيم، څومره لطيف او څومره د جمال او جلال څښتن وي.
په انسان کې د همدغه احساس موجوديت د دې لامل ګرځي چې د الله جل جلاله پر بې شانه قدرتونو د اعتراف کولو تر څنګ يې له هغه نه د وېرې او هغه ته د هيلې شعور هم زښته ډېر پرمختګ وکړي. مانا چې همدا ډول کسان به تر هر چا زيات له خپل خالق او مالک نه ډېر په وېره کې وي. لکه چې دا حقيقت خپله الله جل جلاله هم د قرآن مجيد سورت فاطر کې بيان کړی او انسان يې په کلکه د کايناتو دغه ستر نندارتون ته ور بللی څو د خپل چاپېريال بېلابېلو موجوداتو کې ښه ژور فکر او غور وکړي. هلته دغه آيتونه ولولئ: الم تر ان الله انزل من السماء ماء فاخرجنا به من الثمرات مختلفاً الوانها و من الجبال جدد بيغض و حمر مختلف الوانها و غرابيب سود*و من الناس و الدواب و الانعام کذالك انما يخشی الله من عباده العلماء ان الله عزيز غفور» يعنې ايا تا پام نه دی کړی چې الله جل جلاله له پاسه اوبه را نازلې کړې، بيا مو په هغو سره د بېلابېلو رنګونو مېوې را وټوکولې او په غرونو کې هم ځينې سپينو پټارو والا دي، سره دي، بېل بېل رنګونه او ځينې تک تور. همداسې په انسانانو، ژوو او څارويو کې هم مختلف رنګونه دي. خو خبره دا ده چې د هغه له بندګانو يوازې پوهان خلک الله جل جلاله نه (ډېر) وېريږي. بې شکه الله جل جلاله برلاسی او بښونکی ذات دی.
تاسې خو لږ د پورتنيو آيتونو پر محتوا غور و څېړنه وکړئ چې څرنګه الله تعالی انسان په تنبيهي ډول باران ته متوجه کوي څو پايله يې وګوري چې څومره ښکلي او لطيف شنيلي ورسره ټوکيږي. په هغو کې د مختلفو رنګونو، خوندونو او بڼو څه عجيبې مېوې دي کومې چې ګردې له همدغو خړو خاورو زرغونيږي. تاسې د بېلګې په ډول انګور، انار، مڼې، هندواڼې، خټکي، امونه، کجورې او داسې نور وګورئ چې قادر خدای ځرنګه له همدغې سپېرې ځمکې نه د يوې دنګې ونې پاس څوکه کې څومره خواږه امونه را پيدا کړي، دا کوم قادر ذات دی چې دا ډول خواږه شربتوتنه يې هلته ورسول. څوک دی چې مڼې ته يې په ونه کې دومره خوند او ښکلا ورکړه او هغه کوم خالق دی چې د انار تکې سرې خوږې دانې يې په دا رنګ لطافت منظمې کېښودې، همدغه شان دا څو رنګه غرونه، مېرې او درې وګورئ، څومره عجايب او غرايب پکې دي او انسانان، حشرات، ژوي، الوتونکي، څاروي او په اوبو کې پراته حيوانات وڅېړئ چې د هماغه لوی خالق د قدرتونو څومره حيرانونکې نمونې پکې دي.
واقعيت دا دی چې د الله جل جلاله په دغو او بې شمېره نورو مخلوقاتو او دغه راز د دې پراخې فضا په اطرافو اکنافو کې څرخېدونکي ستوري او سيارې که وکتل او وڅېړل شي نو يقيناً ډېر زړونه به د الله جل جلاله د قدرتونو او حکمتونو پر عظمت باوري او د هغه له وېرې خامخا وريږدي. يقيناً همدا هغه ستر علم دی چې د انسان ذهن و دماغ د الله جل جلاله د معرفت او خشيت له شعوره ډکوي او د همدغو کايناتو څېړونکي علماء د شرعي احکامو تر څېړونکو علماؤ په مرتبه او فضيلت کې څو برابره زياتوي.
ښايي همدا وجه وي چې زياتره صوفيان هم څو شېبې د الله جل جلاله په مخلوقاتو کې فکر کول تر ډېرو ساعتونو عبادت او رياضته غوره بولي. ځکه امکان لري په نفلي عبادت او نورو فضايلو کې ريا او نورې نيمګړتياوې ور ګډې شي، خو په کايناتو کې غور و سوچ کول پرته له شکه سړی د معرفت ډېرو ليرې پړاونو ته رسوي.
هېره دې نه وي چې په ځمکه، فضا او د خپل ځان او بدن د بېلابېلو برخو جوړښت ته پام کول هغه څه دي چې خامخا يو انسان حق ته رسوي او بالآخره د الله جل جلاله د سيي معرفت لارې ورته خلاصيږي. باور دی چې دا ډول نښې نښانې د کايناتو په لروبر کې زښته ډېرې دي. لکه قرآن مجيد هم دا حقيقت روښانه کړی، وايي: سنريهم اياتنا في الافاق و في انفسهم حتی يتبين لهم انه الحق» په دې مفهوم چې ژر به هغوی ته د خپل قدرت نښې نښانې د کايناتو په څنډو او خپله د دوی ځانو کې ور وښيو څو ورته څرګنده شي چې هغه حق دی».
دا ټول واقعيتونه د نن سبا معاصره نړۍ کې لا ښه تره څرګند شوي تر دې چې يو شمېر هغه ساينسي څېړونکي چې د طبيعت پراخو لمنو کې ګرځېدلي او ځمکه، فضا او سمندرونو کې يې څېړنې ترسره کړې، زياترو يې پر دې حقيقت سر خوځولی چې دا رښتيا هم د يو بې سياله بې مثاله څښتن صنعت او کاريګري ده او يوازې هماغه ذات د دې وړ دی چې اشرف المخلوقات انسان د هغه پر وړاندې سر پر ځمکه کيږدي، هغه ته هيله ور وړي، له هغه وډار شي او درناوی يې وکړي. نو بس همدا سمه ده چې الله جل جلاله نه يوازې هغه رښتيني علماء ويريږي کوم چې د الله جل جلاله قدرتونه او حکمتونه يې څېړلي او زړه يې د هماغه خدای د عظمت له شعوره ډک شوی وي.

ليکنه: فاروق غلجی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*