تازه خبرونه
Home / سلایډر / حضرت ضرار بن ازور اسدي رضی الله عنه

حضرت ضرار بن ازور اسدي رضی الله عنه

حضرت ضرار بن مالک ازور اسدي د بنو اسد د قبیلې څخه و، پخپله قبیله کې عزتمند او شتمن سړی و، په ټوله سیمه کې د ده د مېړانې کیسې کېدلې، یو وخت د هغه غوږ ته د اسلام د مبارک دین د مینځ ته راتګ اوازه ورسېدله؛ خو د هغه اقبال په درانه خوب ویده و، د اسلام د پيروۍ په ځای یې تر هغه وخته انتظار ته ترجیح ورکړه چې وګوري د دغه دین اینده څه کیږي، بیا کله یې چې واورېدل د حق د علمبردارانو په لاس د عربو مرکز مکه معظمه فتح شوېده، نو زړه یې شاهدي ورکړه، چې اسلام حق دین دی، بې له دې چې کم مبلغ او معلم ورشي او د اسلام خواته دعوت ورکړي اسلام یې ومانه او د هغه تر مشرۍ لاندې یوه ډله چې طلیحه بن خویلد او وابصه بن معبد هم خلک پکې شامل وو، د نهم هجري کال په لومړنیو وختونو کې د بیعت په خاطر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل او په لوړ غږ یې ورته وویل:اې د الله رسوله! موږ د بنو اسد قبیلې خلک یو بې له دې چې ته موږ ته کم بلونکی راولیږي، موږ پخپله اسلام قبول کړی دی او اوس د بیعت په خاطر له ډېر لېرې ځای نه ستا حضور ته راغلي یو. الله جل جلاله د هغوی دغه لهجه چې له ورایه احسان ورڅخه معلومېده، خوښه نه کړه او د وحې په ژبه یې خپل پېغمبر ته وویل: اې پېغمبره! دا خلک پر تا باندې احسان اچوي چې موږ اسلام راوړی دی. ورته ووایه پر ما باندې د خپل اسلام راوړولو احسان مه اچوئ، بلکې الله پر تاسې احسان کړی دی چې تاسې ته یې د ایمان هدایت در په برخه کړی دي.
په دې وخت کې حضرت ضرار رضی الله عنه راوړاندې شو او په داسې شعر یې ووایه: ما شراب خوري پرېښوده او د شرابو پيالې مې ماتې کړې او د هغه ذات خوا ته راوګرځېدم چې ډېر لوړ دی او د هغه د عظمت پای نشته، مخکې زما قوت له مسلمانانو سره په جنګ کې مصرفېده؛ خو اوس ما خپل مال او خپلوان اې زما ربه د تل لپاره ستا په لاره کې پلورلی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې شعر په اورېدلو مسکی شو او ویې ویل: ستا تجارت تاوان نه دی کړی.
څه وخت وروسته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هغه ته امر وکړ، چې ولاړ شئ او د بنو صید او بنو هذیل قبیلو ته د اسلام تبلیغ وکړي. ضرار بن ازور تر هغه پورې د حق د تبلیغ فریضه ادا کوله، چې سرور عالم صلی الله علیه وسلم له دې فاني نړۍ رحلت وکړ او بیا وروسته مدینې منورې ته راستون شو.
د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت له شروع کېدو سره سم په ټولو عربو کې د ارتداد د فتنې اور بل شو او صدیق اکبر رضی الله عنه د دغې فتنې پر ضد جهاد شروع کړ، چې په دې کې مشهوره تاریخي جګړه د مسیلمة الکذاب پر ضد د یمامي جګړه وه، حضرت ضرار رضی الله عنه د خالد بن ولید رضی الله عنه تر قیادت لاندې د دې جګړې د میدان یو اتل سپاهي و، چې د خدای جل جلاله د دښمنانو لخوا ډېر سخت ټپي شو، مګر مرګ یې په نصیب نه و، الله جل جلاله د هغه زخم جوړ کړ او هغه د خدای جل جلاله په لار کې مسلحانه جهاد ته ادامه ورکړه.
کله چې د شام جګړه رامنځ ته شوه، نو حضرت ضرار رضی الله عنه سره خپله خور خوله بنت ازور هم جنګ ته ولاړه. حضرت ضرار رضی الله عنه به کله د جنګ زغره واغوستله او کله به بربنډ بدن پر اس سپور او انقلابي شعرونه به یې ویل او د خدای جل جلاله پر دوښمنانو به یې په داسې زړه ورتوب او مېړانه حملې کولې چې د رومیانو په مینځ کې په پيري سره مشهور شوی و او چې له ده سره به مخامخ شول ویل به یې: هغه دې پیرې راغی. هغه دې پېری راغی تښتئ.
په ۱۳ هجري کال کې چې کله اسلامي لښکر دمشق محاصرې کړی، نو رومیانو د محاصرې ماتولو لپاره د هرقل د مشهور جنرال وردان تر قیادت لاندې دولس زره عسکر د دمشق خوا ته ولېږل.
حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه د دې لښکر د مخنیوي لپاره حضرت ضرار رضی الله عنه له پنځه سوه کسانو سره ولېږه، چې دغه پنځه سویز لښکر په پوره مېړانې وجنګېده؛ خو په پای کې د دښمن عسکرو حضرت ضرار رضی الله عنه محاصره کړ او ژوندی یې ونیو، حضرت خالد رضی الله عنه چې خبر شو، ډېر زیات خپه شو. سمدلاسه یې د مجاهدینو لښکر د جنګ د میدان په لور وخوځاو. له لښکر کې د حضرت ضرار رضی الله عه خور هم وه، چې پټ مخ پر مخ روانه وه، نو حضرت خالد رضی الله عنه غږ ورباندې وکړ: اې د خدای جل جلاله د لارې مجاهده! تا په ریښتیا سره ښنده او مېړانه وکړه؛ خو ته مخ لوڅ کړه، چې ودې پېژنو؟ خوله رضی الله عنه ورته کړه: اې امیره زه د ضرار بن ازور خور خوله بنت ازور یم. زه مې د ورور په بندي کېدو ډېره خپه یم، یا به ورور راخلاصوم او یا به په همدې لاره کې ژوند له لاسه ورکړم. حضرت خالد رضی الله عنه هغه ته د هغه د خلاصېدو ډاډ ورکړ او ورته ویې ویل: چې موږ ستا غوندې ښځو باندې ویاړو.
له دې وینا نه وروسته اسلامي لښکر چې حضرت خوله بنت ازور هم پکې و پر دښمنانو سخته حمله کړه. په جنګ کې یوه ډله رومي عسکر ونیول شول. حضرت خالد له هغوی نه پوښتنه وکړه چې زموږ یو ملګری چې په شاتوري اس باندې به بربنډ سپرېده او جنګېده به تاسې نیولی دی هغه مو څه کړ؟
هغو وویل: زموږ قوماندان هغه هرقل ته ولېږه، تر څو ورته وښيی چې موږ له پیریانو سره په جنګ بوخت یو حضرت خالد رضی الله عنه رافع بن عمیره له سل تنه سپرو سره ولیږه، چې ورشي او ضرار راخوشې کړي حضرت خوله هم ورسره ملګرې شوه، د حمص خوا ته روان شول. په لاره کې یې ولیدل چې سل تنه دښمن عسکر چاپېر دی په مینځ کې یې حضرت ضرار بن ازور پر اسد پاسه تړلی دی او له ځان سره هماغسې حماسي شعرونه وايي.
خوله رضی الله عنها هم د دې شعر واورېد او ورته ویې ویل: دا دی وروره زه راغلم. له دې سره مجاهدینو په دښمن برید وکړ، دښمن یې مات او ضرار رضی الله عنه یې ژوندی خالد بن ولید رضی الله عنه ته وروست، چې هغه یې په لیدلو سره ډېر خوشحاله شو.
د دمشق له نیولو نه وروسته د اجنادین جګړه رامنځته شوه، جګړه داسې سخته شوه چې نژدې وه ځينې مسلمانان میدان پرېږدي په دې وخت کې حضرت عکرمه رضی الله نارې کړې څوک زما په لاس باندې د مرګ بیعت کوي؟ څلور سوه مجاهدین چې ضرار رضی الله عنه هم پکې و. ور وړاندې شول او د مرګ سره یې بیعت وکړ، تر هغه پورې د دښمن په وړاندې وجنګېده، تر څو چې شهید شو.
رضی الله عنهم
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*