تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / خلک وپېژنئ!

خلک وپېژنئ!

هغه څوک، چې د مملکت کارونه یې په لاس کې دي او د واک او اختیار خاوندان بلل کیږي، یا په وطن کې تاثیر او نفوذ لري، پوره وپېژنئ!
هغه کسان، چې زمونږ لپاره خدمت کوي یا زمونږ په سر تجارت کوي باید ویې پېژنو او ښه یې وپېژنو.
پېژندل دا نه دي، چې فلانکی رئيس یا وزیر دی، هغه بل په ملک او وطن کې ډېر عزت او اعتبار لري، د دې بل مال او دولت ډېر دی، یا په لوړو ځایونو کې په ښه نظر لیدل کیږي. دا راز پېژندل زه نه وایم، زما مقصد انسان پېژندنه او د سړو پېژندل دي، نه د څوکیو او نومونو پېژندنه.
موږ باید تر هر څه د مخه سړي وپېژنو او دا معرفت په صحیح ډول حاصل کړو.
د دې معرفت لپاره ډېرې پخې سترګې او صایب نظر په کار دی.
د انسان جوهر او ذاتي قیمت معلومول د جواهرو له پېژندلو یو په څو ګران او مهم کار دی. انسان په ډېرو پردو او ډېرو رنګونو کې پټ دی او له دې جامو پرته، ده نور کالي هم زښت ډېر اغوستي دي او ډېر لباسي مخلوق دی.
دی په هر ځای کې بېله جلوه لري، د منبر په سر یو راز او په خلوت کې بل راز دی.
په بازار کې انګور خوري، په کور کې بوتلونه په سر اړوي او په دوایرو کې د خلکو وینې څښي.
موږ باید د هر چا مانا او حقیقت ته وګورو او په لباسونو، نومونو، رنګونو ونه غولېږو!
که تاسې زما منئ، د چا قصرونه، منصبونو ته مه ګورئ، بلکې کار، فکر، ارادې، عمل او ارزوګانو ته یې وګورئ!
تاسو باید په سړیو پسې وګرځئ او سړي ولټوئ!
هغه کسان چې د مملکت بهبود او سعادت غواړي او د اجتماعي درد او احساس خاوندان دي، هغه وپېژنئ او په محبت ورته وګورئ!
اوس هغه وخت تېر شو، چې یو سړی به د معاش او رتبې، عزت او اعتبار له مخې پېژندل کېده او بیا به د قوت او اقتدار له خوا ورته خلکو کتل.
دې عصر هغه باداران او آغاګان له اعتباره وغورځول او د وطن خدمتګارانو ته په قدر او احترام ګوري.
د دې وخت انسان په انسان کې معنویت او فضلیت لټوي، په دې وخت کې هماغه سړی ښاغلی او منلی دی، چې وطن او مملکت ته یې خیر او نفع رسیږي. اوس هغه وختونه لاړل، چې خلکو به د جاه و جلال یا د ریا او تزویر په طلسم کې ځانونه پټ کړل او چا به یې کار او عمل ته نه کتل.
د دې زمانې آئينه بل راز ده او علاوه د لباس او جامو په صفایۍ او خیرنتوب د انسان مانوي توروالی او سپينوالی هم سړي ته ښيي.
تاسې ښه ځير شئ! دغه لوی خلک او د رتبو او مقامونو خاوندان ټول په رښتیا لوی نه دي او نه ټول واړه خلک حقیقتاً واړه او کوچني دي.
اوس موږ پوهېدلای ش,، چې په مشرانو کې کشران او په کشرانو کې مشران شته.
له لرې او له ورایه خلکو ته مه ګورئ او محض آمریت او ماموریت په نظر کې مه نیسئ! دا وطن او مملکت صادق خدمتګاران له دروغجنو او ځانښودونکیو نه بېل کړئ او خلک وپېژنئ!
استاد ګل پاچا الفت

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*