تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / د کوم ځای دی؟

د کوم ځای دی؟

یو کور یې دلته دی او بل په کابل کې، بل په یو بل ځای کې.
څه ځمکه په کوهدامان کې لري، څه په بغلان کې، څه په یو بل ځای کې.
نغدې روپۍ یې په رشوتونو دلته پيدا کړې، مګر ګټه ورباندې نور بانکونه کوي په یو بل ځای کې.
ته ووایه چې دا د کوم ځای دی؟
مینه یې له دې خلکو سره نه شته او د نورو ملکونو خلک ورته ډېر ګران دي.
د دې وطن له شعر او موسیقۍ نه خوند نه اخلي او د خارجي موزیک په صفت مړېږي نه.
موږ ته په نغوت او نفرت ګوري او د پردیو مستخدمینو په مقابل کې ډېره تواضع کوي. ته ووایه چې دا د کوم ځای دی؟
دی د هېڅ ځای نه دی؛ ځکه چې هر ځای د ده دی او سړی ورته هر ځايي ویلای شي.
هو! دا هغه مرغان دي، چې څلور فصلونه په څلورو مملکتونو کې تېروي او وطن نه لري، وطن نه پېژني، د یوه وطن په هوا کې نه الوځي او د وطن سړې او تودې نه شي تېرولی. دا هغه عیاشان دي، چې بې له عیش او راحت نه نور څه نه پېژني او له وطن سره هیڅ مینه او علاقه نه لري.
موږ هغه کسان د دې وطن بللي ول، چې د وطن په کاڼو او بوټو سره ورکوي او په سختو ورځو کې د وطن په کاریږي، که څه هم پوله او پټی نه لري او په زړو کوډلو او جونګړو کې اوسي.
هو! زما په عقیده کې دا وطن د هغه چا نه دی، چې د ډېرو ځمکو قبالې یې اخیستې دي، بلکې د هغه چا دی چې د وطن مینه یې په زړه کې ده او له وطن سره علاقه لري.
استاد ګل پاچا الفت

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*