تازه خبرونه
Home / میړني / د تاریخ یوه پاڼه: شیرشاه سوري

د تاریخ یوه پاڼه: شیرشاه سوري

د شیرشاه او د بهلول خبرې اورم چې په هند کې پښتانه وو پاچاهان
شپږ اووه پیړۍ یې هسې پاچاهې وه چې په دوی پوری درست خلک وو حیران
( خوشحال خان خټک )
پښتانه په هند کې څو پیړۍ اوسیدلي او پاچاهۍ یې کړې دي، غوریان، غلجیان، لودیان او سوریان ټول هغه پښاتنه ټبرونه وو، چې: شپږ اووه پیړۍ یې په هندیانو واکمني وکړه، په دغو واکمنانو کې د شیرشاه سوري نوم هم لکه د ستوري داسې ځلاند دی.
په شپاړسمه پیړۍ کې سلطان بهلول لودي د ډیلي واکمن و، د هغه د واکمنۍ په لړ کې: جونپور د محمود په اختیار کې و، د مالوه په سیمه کې محمود غلجی واکمن و، په ګجرات کې د قطب الدین واکمني وه، په دکن کې د علاالدین احمد شاه واک چلېده، په کشمیر کې زین العابدین، په بنګال کې ناصرالدین محمود، په سند کې جام سنجر او په مُلتان کې شیخ یوسف واکمنان وو؛ خو سره له دې دوی د ډيلي د واکمن (سلطان بهلول لودي) پر خلاف کوم جرأت نشو کولی؛ مګر د ملتان د مشر له لوري په ډیلي برید هغه څه و، چې: بهلول یې اندېښمن کړ. د بهلول مشاورینو هغه ته مشوره ورکړه، چې: له راتلونکو ګواښونو څخه د ځان خوندیتوب له پاره باید لوی واکمن په پښتونخوا کې د هر ټبر مشرانو ته فرمانونه ولیږی او ګڼ شمیر پښتانه دې په هند کې د استوګنې او زیاتو جایدادونو او نورو امتیازاتو لپاره راوبولي؛ تر څو د هغه په پلوۍ خدمت وکړي او دلته د پښتنو واک هم ډاډمن او تلپاته شي. دغه مشوره د سلطان بهلول خوښه شوه او د پښتنو د هر قوم سردار ته یې فرمان ولیږه، چې: له دغو فرمانونو وروسته سلګونه پښتنې کورنۍ ډیلي کې میشت شوې.
په دې لړۍ کې د شیر خان (شیرشاه سوري) نیکه چې: ابراهیم نومېده د خپل زوی میا حسن سره د افغانستان له غور څخه هند ته ورغی او هلته د متهي خان داود شاه خېل سره نوکر شو. د ده زوی ( میا حسن ) د سلطان سکندر لودي په پوځي خدمت کې شامل شو او د بیهار په سهسرام کې ورته ډیرې ځمکې او جاګیرونه ورکړل شول.
حسن خان دوې ښځې لرلې، چې لومړنۍ یې خپله پښتنه وه او دوهمه یې هم هندوستانۍ مینځه وه، له افغانۍ مېرمنې څخه یې دوه زامن پیدا شول، چې مشر یې فرید او کشر یې نظام نومېده؛ خو له دوهمې هندۍ میرمنی څخه یې شپږ زامن پیدا شول، چې: له هغوی نه یې سلیمان او احمد د خپلو ناسکه وروڼو سره سیالي او مخالفت کاوه.
فرید خان (شیرشاه سوري) په ۸۷۸ هجری قمری ( ۱۴۷۳ میلادی ) کال کې د بیهار په سهسرام کې نړۍ ته سترګې وغړولې، له کوچنیوالی څخه ډیر ذهین، ځیرک او پوه هلک و، چې د هر چا په زړه کې به یې ژر ځای نیوه. په هلکتوب او ځوانۍ کې یې دیني تعلیم حاصل او ټول مروَجه علوم یې په کفایت او لیاقت سره بشپړ کړل، وروسته د خپل پلار څخه د میرې او ناسکه وروڼو د بد چال چلند په وجه خوابدی شو او په بیهار کې بهادرخان ( مشهور په سلطان محمد ) ته د خدمت لپاره ولاړ.
شیرشاه سوري له ماشومتوبه ډير زړه ور و، یو روایت دی، چې وایي: یو وخت سلطان محمد د ښکار او تفریح لپاره کوم ځنګل ته تللی و چې فرید خان هم ورسره ملګری و، دا وخت ناببره یو زمری د ده مخې ته راغی . فرید هم بیله ځنډه خپله توره راوکښله او پر زمري یې سخت ګوزار وکړ او زمری یې پر منځ دوه ځایه کړ او ځای پر ځای یې وواژه، واکمن سلطان محمد، چې د فرید خان دغه زړه ورتوب او توریالیتوب ولید نو هغه ته یې د « شیرخان » لقب ورکړ، چې: له هغې ورځې په شیرخان مشهور شو.
په څو روایتونو کې د فرید په اړه له پاره د بادشاهۍ وړاندوینې هم شوې دي. وايي چې: په ماشومتوب کې یوه ورځ د فرید پلار هغه د شوخۍ له امله وواهه او کله یې چې ژړل؛ نو دا مهال ناڅاپه یو ملنګ په لاره تیرېده، هغه چې کله د هلک دا نارې او زارۍ ولیدې، په خندا شو او ویې ویل : « د خدای هم څه حکمت او کمال دی، د هندوستان پاچا د یو دومره کوچني شي له پاره ژاړی او زارۍ کوي.
همداراز ویل کیږي، چې: یوه ورځ شیرشاه (فرید) د خپلو څو ملګرو سره د بیهار د « بلیا » د ښارګوټی په بازار کې روان و، چې ناببره د یو مجذوب ( ملنګ یا فقیر ) سترګی پر ولګېدې او غږ یې پرې وکړ، چې وګورﺉ د ډیلی پاچا پلي روان دی، له همدغې ورځې هغه د هندوستان د پاچاهۍ په اړه فکر شروع کړ.
د هغه جګړې له ۱۵۲۷ م. کال پیل شوې، په ځواني کې یې پلار مړ شو، خپل ورور سلیمان ورسره مخالف شو، چې: وروسته یې سختې نښتې هم ورسره وشوې او سلیمان پکې ماتې وخوړې.
ورو ورو شیرخان د جونپور او څرمه سیمو جاګیر هم خپل کړ او ویې غوښل چې تیت او پرک پښتانه سره یو موټی کړي، هغه د پښتنو اتحاد، عظمت او واکمنېدلو ته لیچې ونغاړلې او په ترڅ کې یې په زرګونو لودي او نور پښتانه د ملي پیوستون او پښتونولۍ پر اساس سره یو موټی کړل، هغه په داسې مهال کې د ځوانۍ عمر تیراوه، چې: په هند کې د پښتنو واکمني ختمه شوې وه او بابریان واکمنان وو.
د شیر خان سوبې روانې وې، بیلا بیلې سیمې یې ونیولې او له بابر سره یې ښې اړیکې وپاللې؛: خو هغه ترې سخت ویرېده او ویل به یې چې د دغه افغان په مخ کې ماته د پاچاهۍ نښې ښکاري او دی به زمونږ واکمني ختمه کړي.
ورځ تر بلې شیرخان خپلې لیکې پیاوړې کړې، د بنګال پاچا ( مخدوم عالم ) ته یې ماته ورکړه، بنګال یې فتح کړ، وروسته یې له رهتاس څخه تر قنوج او سنبل پورې ټولې سیمې ونیولې او د بابر ځای ناستی همایون ته یې هم ماتې ورکړه، چې: ورسره هندوستان په ۱۵۳۹ میلادي کې د شیرخان په واسطه فتح شو.
کله چې شیرخان پاچا شو؛ د خلکو ترمنځ یې نوی خوځښت او یووالي رامنځ ته کړ، د ځمکنیو چارو شرایط یې سم کړل، نوﺉ مالیاتی سیسټم یې ایجاد او رایج کړ، ځمکني اصلاحات یې وکړل او د کروندګرو سره یې حکومت وتاړه، له یاغیانو، ظالمانو او حق خوړونکو یې د مظلومانو حق واخیسته او په ډیر لږ وخت کې یې زیات اصلاحي، جوړښتي او عمراني کارونه وکړل.
د هغه په کړو وړو کې متقابل احترام، نرمښت، انصاف او د پخلاینی احساس نغښتی و او په عدالت تامینولو کې یې د خپل رعیت او خپلو اولادونو یا کورنۍ فرق هم نه کاوه. نوموړی یوازې یو پاچا یا دنیوی انسان نه و بلکې د دین ډیر پابند او شریعت ته تسلیم و، په هر کار کې د دین او شریعت څخه ګټمن کېدنه د ده اصلی اصول وو.
دغه میړنی شخ له ډيرو سوبو او واکمنۍ وروسته د کالنجر کلا د فتحې پر مهال د بمونو په ډيپو کې د اور لګېدنې له امله ډير وسوځېده او وروسته د ۹۵۲ هجری کال د ربیع الاول د میاشتی لسمه ( او د ۱۵۴۵ عیسوی کال د مې ۲۲ ) د شنبې په ورځ په داسې حال کې وفات شو، چې: په سجده پروت و.
د شیرشاه سوري له وفات وروسته په هند کې پښتانه د تل لپاره بې سرپرسته، بې سرنوشته او بې بخته شول.
چې پر کوټ د کالنجر خپله سپاه
خېژوله پښتانه غازي شیر شاه
رژېدلې ککرۍ د ژوبله ورو
په ځوانیو سړېده د مرګي خوا
بهیدلې خپله وینې د جګړنو
د میړانې غېږ ته وړه بري پناه
نژدې وړ له پښتنو غازیانو سوبه
چې یې اور باروت خانې واخیست ناګاه
ډيرې هیلې د زړو پاتې شوې نیمګړې
ډیرې برندې ځوانۍ شولې نیمه خوا
ډیر میړونه پکې وسول د غازیانو
هاله ووې د ننګ پټن مکوټ شیرشاه
د روږ کړی مې دی سر دا ستا په مینه
د جهان د پادشاهانو پادشاه!
څو مې ږغ د سوبې نه دی تر غوږ شوی
په رحمت سره مې ټينګه لره ساه
لمسول یې پښتانه بسمل فوځونه
نه ده کورټ د نامیندۍ د رب درګاه
ننګیالو! لکه زمري ورځئ پر تورو
دی بری په یقین نصر من الله
وینې راغلې پر ایشتاو پښتنو مټ کړ
په یوه یرغل یې کا غلیم تباه
چې خبر د سوبې راغی تر شېر شاهه
له ښادۍ ورباندې تنګه شوه بارګاه
وې غازیانو مبارکه مو دا سوبه
پر حالت د ځنکدن دی خدای ګواه
چې غالب له دې دنیا ځمه مسعود یم
نور ارمان مې پر دنیا نشته خوشنود یم
عبدالشکور رشاد
راټولونه: اسعد سوري

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*