تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / ګرانه ملګریه!

ګرانه ملګریه!

یو ګل چې څومره ډېر رنګونه ولري ښکلا یې هم هومره زیاته وي او چې څومره مخونه ولري هغومره د ستاینې وړ وي؛ خو یو انسان که دوه رنګه شو یا يې ځان دوه مخی وښود نو نور یې مخ د کتو نه وي.
پوهان وايي: «څنګه چې یې، هغسې ځان ښيه او څنګه چې ځان ښيې هغسې اوسه».
خو ځينې انسانان شته چې نه یوازې څو رنګه، څو بڼې او څو مخه لري، بلکې ورسره څو ژبې یې هم په خوله کې وي او د ماهرو ايکټرانو په څېر د خپل هر رنګ او هر مخ د ښودلو لپاره مخصوصې صحنې لټوي او د خپلې هرې ژبې لپاره ځانته موقع ګوري.
داسې انسانان د نورو په رنګ رنګېدل نه غواړي؛ خو د ځان د رنګ په بدلولو کې دومره ماهر وي چې نور په خپل رنګ ژر غولولی شي. د مخونو په پېژندلو کې لاس لري؛ خو د دوی د مخ بڼه پېژندل د مصنوعي سپوږۍ په اصلي ماهیت پوهېدلو غوندې وي. دوی په خپله ژبه پسې نه ګرځي، خو خپله ژبه د هر چا او هر ځای د اقتضا سره سمه ګرځوي. دوی د هر مجلس د رنګ سره خپل رنګ بدلولی شي او د هر چا د خوب رګ یې ځانته معلوم کړی وي. دوی په همدغه یوه ژبه غله ته وايي غلا کوه او د کور خاوند ته وايي: کور ساته. ظالم ته د ظلم لاره ښيي او مظلوم ته د انتقام اخیستلو سترګکونه وهي.
حاکم ته محکومین وي او محکومینو ته د حاکمانو په رنګ کې وړاندې کیږي. او که ورته ځير شو همدا دوه مخي، دوه رنګي کسان دي چې د ټولنې د طبقاتو ترمنځ د دې پر عوض چې وحدت، یووالی او ښه نیت پيداکړي، د هغوی په منځ کې د بدبین، بدګمانۍ او بدنیتۍ تورې پردې اچوي، که د حاکمې او محکومې طبقې ترمنځ واقع شي، دواړو خواو ته داسې څرګندوي چې همدا دوی دي چې د دې دوو طبقو ترمنځ یې ارامي ساتلې ده، که دوی نه وي د هغوی ارامي به هم ویجاړه شي. حال دا چې که دا دوه مخي او دوه رنګ يله منځه لرې شي، د طبقاتو ترمنځ مستقیمه رابطه او مفاهمه ډېر ژر د دوی منځ ته صمیمیت او یو رنګي راوستلای شي.
نو ګرانه ملګریه!
که غواړو چې د ښه او نېکمرغه ژوند سره مخامخ شو، لازمه ده چې د دې دوه رنګۍ، دوه مخۍ او دوه ژبۍ څخه لوړمی ځانونه وژغورو او بیا یې په ټينګه د مخنیوي لپاره زیار وباسو.
هر چا ته او په هر مجلس کې چې څنګه یو، هغسې ځانونه وښيو او چې څنګه ځانونه ښيو هغسې واوسو او دا مو ډاډوي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به ضرور د دوه مخو مخو نه تور او د دوه رنګو رنګونه ورک او د دوه ژبو ژبې وچې شي؛ ځکه چې: (کوږ بار تر منزله نه رسیږي.) او (دوې هندواڼې په یوه لاس کې اخیستی کېدای نه شي.
عبدالروف بینوا

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*