تازه خبرونه
Home / میړني / نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت ربیع بن زیاد حارثي رضی الله عنه

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت ربیع بن زیاد حارثي رضی الله عنه

کله چې د مسلمانانو لومړی خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه وفات شو، نو ټول مسلمانان یې ډېر غمجن کړل، چې له هغه وروسته حضرت عمر رضی الله عنه د مسلمانانو خلیفه شو او لرې، لرې سیمو به خلک راتلل او بیعت به یې ورسره کاو.
یوه ورځ یوه ډله راغله حضرت عمر رضی الله عنه سوچ وکړ، چې کومه ګټوره مشوره به ورکړه؛ خو چا هم کومه د فایدې خبره ونه کړه، په پای کې د عمر رضی الله عنه یوه تن ته پام شو، هغه یې ځان ته راوغوښت او ورته ویې ویل چې تاسو هم یو څه ووایئ. نوموړي د الله جل جلاله د ثناء او صفت نه وروسته ورته وویل: اې امیرالمؤمنینه! الله جل جلاله ته په یو امتحان کې اخته کړی یې، که د فرات او دجلې په غاړه یو حیوان مړ شي، نو هم به یې الله جل جلاله تا نه پوښتنه کوي.
حضرت عمر رضی الله عنه د دې خبرې په اورېدو سره په ژړا شو او ورته ویې ویل: ته څوک یې؟
هغه ورته وویل: زه ربیع بن زیاد حارثي یم.
عمر رضی الله عنه ورته وویل: د مهاجر بن زیاد ورور؟
نوموړي وویل: هو.
دې نه پس حضرت عمر رضی الله عنه ابو موسی اشعري ته وویل: په دې سړي پام کوه، که دی رښتینی وي، نو ده ته باید یو لوی کار وسپارل شي.
کله چې مسلمانانو د مناذر په ښار برید کولو، نو د برید لپاره ابو موسی اشعري رضی الله عنه یو لښکر ترتیب کړ، چې ربیع بن زیاد رضی الله عنه او د ده ورور مهاجر رضی الله عنه هم و. دوی په ياد ښار برید وکړ، مسلمانانو په ډېره مېړانه سره مقابله کوله؛ خو هغوی (مشرکانو) هم د جګړې میدان نه و پرېښی.
لنډه دا چې جګړه سخته شوه، ډېر مسلمانان شهیدان شول او د مشرکانو په لښکر کې هم ډېر مردار شول؛ خو بیا هم بریا د مسلمانانو په برخه شوه، په یاده جګړه کې چې مسلمانان روژه په خوله و او جنګېدل نو مهاجر رضی الله عنه کفن په غاړه کړو او خپل ورور (ربیع بن زیاد) ته یې خپل وصی وکړو.
د ده د وصیت په اورېدو سره ربیع رضی الله عنه ابو موسی رضی الله عنه ته ورغی او له یادې کیسې یې خبر کړ، نو ابو موسی رضی الله عنه ټول لښکر راغونډ کړ او ورته وی ویل: چې زه هر مسلمان ته وای: چې یا دې روژه ماته کړي او یا دې جګړې نه لاس واخلي او خپله یې له ټولو لومړی اوبه وڅکلې، چې د دې په لیدلو سره ټولو مسلمانانو روژې ماتې کړې.
مهاجر رضی الله عنه هم روژه ماته کړه او د دښمن په لښکر داسې حمله وکړه، چې پرله پسې یې صفونه وڅیرل او په پای کې دی هم راوغورځېد او شهید شو، کله چې ربیع رضی الله عنه خپل ورور ولید نو ویې ویل: زه به دې غچ اخلم.
کله چې ابو موسی رضی الله عنه په ربیع رضی الله عنه باندې د خپل ورور غم ولید نو د لښکر مشري یې ورکړه او خپله یې د ښار په بله برخه حمله وکړه، چې مسلمانانو په دې جګړه بری وموند.
له دې فتحې وروسته ربیع رضی الله عنه ډېر مشهور شو، آن تر دې کله چې مسلمانانو د سجستان په ښار برید کولو نو د لښکر مشر حضرت ربیع رضی الله عنه و، دوی کله چې د سجستان په لار روان شول، نو په لاره کې یو اوږد ځنګل مخې ته ورته راغی چې ۲۲۵ میله اوږدوالی یې درلود، کله چې مسلمانان له دې ځنګله تېر شول، نو د سجستان په حدودو کې لومړی د رستاق زالق ښار ورته مخې ته راغی. چې ډېر زیات ښایسته او له غلو او دانو ډک ښار و.
حضرت ربیع رضی الله عنه په یاد ښار برید وکړ او د فتح کولو نه وروسته د سجستان پلازمېنې زرنج ته ورسېد، نو ربیع رضی الله عنه ولیدل، چې دښمن د جګړې لپاره ځان ښه پوره برابر کړ، نو ده هم مسلمانانو ته د تیاري امر وکړ.
د جګړې په لومړیو کې ډېر مسلمانان شهیدان شول، خو د جګړې په وروستیو کې مسلمانانو هم په دښمن یوه زوروره حمله وکړه، چې دښمن یې په شا کړ، نو ایراني سپه سالار (پرویز) مسلمانانو ته د سولې وړاندیز وکړ.
ایراني سپه سالار (پرویز) خپل استازی حضرت ربیع بن زیاد رضی الله عنه ته راولېږه، نو هغه ورته یو ټاکلی ځای وښود، نو استازي هم ورسره خوښه کړه.
کله چې ایراني سپه سالار راته، نو ربیع رضی الله عنه خپل لښکر ته وویل: چې د ده د ناستې په شاو خوا کې ورته د دوی د فوځ لاشونه خواره واره کړئ، نو مسلمانانو هم همداسې وکړل، کله چې پرویز راته نو په رپېدو شو او د مسلمانانو ټول شرطونه یې پرته له کومې خبرې ومنل او د دواړو خواو ترمنځ سوله وشوه.
حضرت ربیع رضی الله عنه له کفارو سره ډېرې جګړې وکړې او په ټولو کې یې بری وموند، وروسته له ډېرو جنګونو وروسته د بنو امیه کورنۍ د معاویه رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د خراسان والي وټاکل شو، چې یوه ورځ د یوې جګړې نه وروسته د وخت پاچا ورته په یو لیک کې ولیکل، چې: په غنیمت شوي مال کې سره او سپين بیت المال ته راولېږه او نور څيزونه په مجاهدینو تقسیم کړه.
حضرت ربیع رضی الله عنه له دې کاره انکار وکړ او خلکو ته یې وویل چې راشئ او د غنیمت له ماله خپله خپله برخه واخلئ.
له دې ټولو جنګ، جګړو او د مختلفو ولایتونو له والي توبه وروسته حضرت ربیع رضی الله عنه یوه ورځ سپينې جامې په تن د جمعې په ورځ، چې د جمعې خطبه یې ویله، وویل: اې خلکو! زه له ژونده بېزاره یم زه یوه دعا کوم تاسې زما په دعا امین ووایئ، نوموړي خپله دعا داسې ویل: اې الله! که ته زما په حق کې د خیر اراده لرې نو ما خپل ځان ته وبله.
د حضرت ربیع رضی الله عنه دعا قبوله شوه او د دې ورځ د لمر پرېوتو نه مخکې وفات شو.
رضی الله عنه تعالی عنهم

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*