تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ترکیه: په وسلوال برید کې ۸ تنه ترکي پوځیان وژل شوي.

ترکیه: په وسلوال برید کې ۸ تنه ترکي پوځیان وژل شوي.

ترکي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد  د حقاري ولایت  د شیمدینلي په ولسوالۍ کې  وسلوالو کسانو پر پوځي کاروان برید کړی چې په پایله کې یې اته تنه سرتیري وژل شوي دی.

سرچینه زیاتوي وسلوالو  د باران د اورښت او د ډیر سخت غبار نه په استفادې سره  ترکیې ته راننوتلو  هڅه کوله چې پوځيانو ورباندې ډزې وکړې او نښته پیل شوه.

د ترکیې  پوځ  په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « د پنجشنبې ورځ  د نوامبر په دویمه  د پ ک ک   ډلې  جنګیالیو  چې  د حقاري ولایت  د شیمدینلي  په ولسوالۍ کې  د عراق نه ترکېې ته د راتیریدو   هڅه کوله  د امنیتي ځواکونو د سخت مقامت سره مخامخ شول.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د بریدګرو شمېر پنځه تنه وو چې ټول وژل شوي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*