تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / پر کورني ژوند د اختلاط ناوړه اثرات:

پر کورني ژوند د اختلاط ناوړه اثرات:

په دې کې هيڅ شک نشته چې الله تعالی د هغو ګردو مخلوقاتو او خورو ورو کايناتو پر مزاج او طبيعت ډېر ښه پوهيږي کوم چې په خپل لاس يې جوړ کړي. ځکه د بل هر څېړونکي او کره کتونکي په نسبت خپله صانع او کاريګر د خپل مصنوع له ځواکونو، استعدادونو، اړتياؤ او نيمګړتياؤ ښه خبر وي. هماغه ډېر ښه پوهيږي چې د ياد صنعت د ښه خونديتوب او ښه چلښت لپاره کومې لارې چارې ضروري دي.
په دې اساس الله عزوجل هم د ګردو انسانانو د خالق او صانع په حيث تر هر چا ډېر ښه عالم او باخبر دی چې د انساني جوړې د ښه چلښت او ښه پايښت لپاره څه ډول ترتيب او تنظيم په کار دی. لکه چې په دې ترڅ کې يې يو اصل دا ټاکلی چې په دغو دوو انساني زوجينو کې يې نارينه برلاسی او ځواکمن ګرځولی او پر همدې بنياد يې ګردې هغه چارې نارينه ؤ ته سپارلې دي کومې چې له کوره بهر او د ستونزو پېښېدلو احتمال پکې زيات دی. په دې توګه له يوې خوا نارينه ؤ ته د پردې کولو له پلوه مشکلات نه پيدا کيږي ځکه د ښځو په نسبت نارينه د خپل بدن ډېره برخه لوڅولی شي لکه چې د کار او محنت په جريان کې خامخا همداسې ځينې اړتياوې پېښېږي. له بل پلوه څرنګه چې پرته له ډېر ضرورته ښځې له خپلو کورو بهر نه راوځي او پر خپلو کورنيو چارو مصروفې وي نو د نارينه او ښځينه د اختلاط موارد هم خورا ډېر کم وي. په دې ډول هر نارينه کله چې خپل کور ته ور ستنيږي نو له پوره شوق او تلوسې سره ورځي چې طبعاً د خپلې مېرمنې پر وړاندې د خاوند دا ډول لېوالتيا د هغوی دواړو تر منخ مينه او محبت زياتوي. ځکه د زوجيت اړيکې يوازې هغه مهال ډېرې محکمې وي کله چې هغوی دواړه يو پر بل ښه باوري او په دې پوهيږي چې ملګری يې بل هيچا سره کومه جنسي اړيکه نه ساتي.
خو بل لور ته بيا تاسې د هغو ټولنو کورنی ژوند هم وګورئ چې هلته پورتني اصول نه مراعاتيږي. هلته چې د نارينه او ښځمنو تر منځ بشپړ اختلاط موجود دی، ګډ سرکاري دفترونه، ښوونځي، کارځايونه، هوټلونه او د ژوند هر ډول فعاليتونو کې د ښځو او نارينه ؤ ګډې بوختياوې شتون لري. دا ډول انساني ټولنې که د هر چا وي، د زوجيت اړيکې يې ناکامې، کورنۍ يې ګډه وډه، د مشر او کشر ځای پکې ورک او د اولاد روزنه يې له کنټروله بهر وي. ښايي د سليم عقل يو عادل شخص پر دې حقيقت ډېر ښه وپوهيږي چې که يوه جوړه خاوند او مېرمن سهار غبرګ له کوره وځي، هر يو پر خپله مخه ځي خو هر يو ټوله ورځ ، يو شواروز يا دوه ورځې، اونۍ او يا تر دې هم زيات داسې ځای کې بوخت وي چې هلته کامل اباحيت واکمن او د پرديو ښځو او سړيو تر منځ هيڅ ډول پرده، حيا، بنديز او حتی ذره ممنوعيټ هم نه وي. هغه مهال چې ښځه او خاوند دواړه باوري وي چې ملګری يې داسې ځای اوسيږي چې لس ګونو همداسې نورو سره هم خپلې جنسي اړيکې لري او له همداسې يو ګډوډ چاپېرياله بيا خپل کور ته را ستنيږي، دلته به د ياډې جوړې څه حال وي، يو بل ته به په کومه سترګه ګوري او يو بل ته به يې لېوالتيا او تلوسه څومره وي. کېدای شي ځينې نور داسې مزاجونه هم وي چې وايي خير دی نو څه که ملګری يې هر څه کړي وي هيڅ پروا نشته!
خو حقيقت دا دی چې دا انګېرنه چور غلطه ده. ځکه غالبه دا ده چې د يادې جوړې دواړه لوري به حتماً له داسې کسانو سره جنسي اړيکې پالي چې د خپل قانوني ملګري په نسبت غوره ورته ښکاري. دغه راز پرته له اړيکو هم د مطلق اختلاط په صورت کې دا کله ممکنه ده چې ټوله ورځ دې هغوی داسې څوک ونه ګوري چې د هغې تر خاونده ښکلی، ځوان او پياوړی نه وي او يا د هغه له مېرمنې زياته مرغوبه نه وي. په دې توګه ډېر ګرځېدلي او هر چېرته څرېدلي سړي او مېرمنې يې پرته له شکه خپل ملګري سره د يو ځای کېدو پر وخت هماغه شېبې او هماغه کسان ور يادوي چې دوی ليدلي او تماس يې ورسره لرلی دی.
فکر وکړئ چې له دغسې يو ګډوډ ذهنيت سره به د ياډې جوړې ملګرتيا څومره توده وي؟! البته اختلاط هم درجې او مرتبې لري دا مانا چې تش ليدل او غږ اورېدل هم د اختلاط ړومبی پړاو دی چې دا يې هم د زوجيت پر اړيکو ناوړه اغېز شيندي، خوند يې پيکه کولی او د دواړو ذهنونه خرابولی شي.
پاتې شول د اختلاط نور پرمختللي پړاوونه چې پرته له شکه سربېره پر زوجيت ان لا ټول کورنی نظام او بشپړه ټولنه له کامل انحطاط او هر اړخيزې تبايي سره مخ کولی شي.
له بده مرغه زموږ هېواد چې اوس د پليتو دښمنانو تر پله پسې يرغلونو لاندې دی، مغرضې کړۍ يې له همدغسې ناولتوبه ډکول غواړي. ځکه دا يو ثابت واقعيت دی چې نور خو پرېږدئ ان په ټوله اسلامي نړۍ کې افغان ولس یو داسې پاک، سپېڅلی او پاک زړی قوم دی چې ټول ژوند، ژواک، دود او دستور يې پر قرآني فلسفې ولاړ او د ملي کلتور هره برخه يې له همدې ګودره خړوبه شوې. همدا لامل دی چې اوس دښمن تر بل هر چا زيات د همدې ولس د کلتوري بربادۍ هڅه هاند کوي او د دې موخې لپاره يې د ښځو پر حقونو، ازادۍ او دې ته ورته موضوعاتو بې درکه ډېر ترکيز شروع کړی دی.
راځئ د دښمن دغو هلو ځلو ته بيدار اوسو او په دې اړه يې د هر ډول تبليغاتو د مخنيوي لپاره ښې په اخلاص مټې راونغاړو څو تر يو حده مو د افغان مسلمان ملت د نجات لپاره څه نا څه خپل ملي پور ادا کړی او خپله ټولنه مو له شړېدلو را بچ کړې وي.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*