تازه خبرونه
Home / تازه خبر / پاکستان: ټرافیکې پېښه کې ۹۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پاکستان: ټرافیکې پېښه کې ۹۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه مړه شوي او ۶۶ نور ټپیان دی.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې  د پنجاب ایالت د چکوال ولسوالۍ  د کلرکهار په سیمه کې  یو لوی او ګړندی  مساپر وړونکی  بس د پل نه لاندې  ګړنګ ته  وغورځید  چې له امله يي  ۲۴ تنه مړه  او تر ۶۶  نور ټپیان شوي دي .

سرچینه زیاتوي چې په ټپیانو کې د ډېرو یې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

مسافر وړونکی  بس  د خیبر پښتونخوا ایالت له کوهاټ ښار نه  د لاهور ښار رایونډ  سیمې  ته روان وو چې پیښه رامنځته شوه.

سرچینه زیاتوي چې د پيښې قربانیان  په رایونډ کې  د تبلیغیانو په اجتماع کې د ګډون په خاطر  روان  وو.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*