تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / د زیارت ډيوې

د زیارت ډيوې

د جمعې مبارکه شپه وه، ډیر خلک زیارت ته راتلل او شمعې به یې بلولې، ځینو به په خاورنیو ډیوو کې تیل اچول او ډیوې یې لګولې، په زیارت کې ډيرې ډیوې روښانه شوې او ړخلک بېرته خپلو کورونو ته لاړل.
هلته هیڅوک پاتې نشول او ډیوې ټولې د زیارت په اروا بلې وې، زه چې کور و کلي ته راغلم په کلي کې د غریبانو کورونه تیاره وو، هغوی تیل نه درلودل، ځکه په تورتم کې ناست وو.
څوک چې په ثواب پسې ګرځېدل ټولو د زیارت ډیوې لګولې او د خوارانو غریبانو له حاله نناخبره وو.
هو! د غریبانو په کورونو کې تیاره وه، ځکه چا نه لیدل.
په دوی باندې یوازې د خدای نظر و او بس.
د دوی ډیوې دې خدای ولګوي موږ به د زیارت ډيوې بلوو.
الفت…. له نثري کلیات څخه!

خان د خپل زوی په قبر بلې کړې هزار ډيوې
زمونږ کره نه وه د رڼا له پاره ډیوه!

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*