تازه خبرونه
Home / میړني / نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت عبدالله بن جحش رضی الله عنه

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت عبدالله بن جحش رضی الله عنه

عبدالله بن جحش رضی الله عنه د بنو اسد قبیلې ته منسوب او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره يې د خپلوي دوه پيوندونه درلودل، د هغه مور اميمه بنت عبدالمطلب د پيغمبر صلی الله علیه وسلم ترور وه او د هغه خور حضرت زینب بنت جحش رضی الله عنه د امهات المؤمنین څخه وه.
حضرت عبدالله بن جحش د پنځه ويشتو کلونو په عمر کې و، چې د اسلام د غږ اورېدو سره سم یې د اسلام دين قبول کړ. او د ده له مسلمانېدو سره د ده درې خويندې حضرت زینب، حضرت ام حبیبه او حضرت حمنه او دوه وروڼه حضرت ابو احمد عبد او حضرت عبیدالله رضی الله عنهم اجمعین هم د اسلام په سپېڅلي دين کې داخل شول. د دوی په مسلمانېدو سره پرې کفارو ظلمونه شروع کړل، خو بيا هم له اسلامه وانه وښتل.
دوی دا ظلمونه او ستمونه تر هغه وخته په پوره صبر او استقامت سره زغمل، کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم حبشې ته د هجرت اجازه ورکړه.
ډېرو کمو صحابه و کرامو ته د ذو هجرتین لقب ورکړل شوی او د دوو هجرتونو ثوابونه یې موندلي، چې له هغوی څخه يو هم عبدالله بن جحش رضی الله عنه دی چې و. د مدینې نه د هجرت په وخت کې د مکې زیاتې کورنۍ په دوو برخو ويشل شوې وې. مومن موګړي مدینې ته ولاړل او له ایمان څخه محروم کسان په مکه کې پاتې شول. خو د عبدالله بن جحش رضی الله عنه کورنۍ ټوله مدینې ته وخوځېدله.
کله چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له هجرت نه شپږ مياشتې وروسته د مهاجرینو او انصارو ترمينخ د ورورولۍ پیوندونه تړل، نو د حضرت عبدالله بن جحش رضی الله عنه د ورورولۍ تړون له حضرت عاصم بن ثابت رضی الله عنه سره وشو.
د هجرت په دوهم کال د رجب په میاشت کې نبي علیه السلام حضرت عبدالله بن جحش د صحابه و د یو دولس کسیز ټولګي امیر وټاکه او یو خط یې هم ورکړ او ورته ویې ويل: له دوو ورځو مزل نه وروسته به دا خط خلاصوې. او د ده ملګرو ته یې وویل: چې عبدالله رضی الله عنه مې ځکه ستاسو امیر وټاکه، چې دی له تندې او لوږې سره عادت دی.
له دوه ورځې سفر نه وروسته چې عبدالله بن جحش خط پرانیست او خپلو ملګرو ته يې ولوست، چې په کې ليکلي و: د مکې او طایف ترمینځ نخله نومي ځای ته ولاړ شه او له هغه ځای نه د قریشو د تګ راتګ څارنه وکړه که څوک پخپله خوښه درسره نه ځي، په زوره يې مه مجبوروه، که څوک درسره ځي لاړ به شي، که نه ځي نو بیرته به راشی.
د لیک لوستلو وروسته حضرت عبدالله رضی الله عنه خپلو ملګرو ته وويل: دا لاره د سختیو ده، که څوک د الله جل جلاله په لاره کې د شهادت هیله من وي، نو ما سره دې پاتې شي او که څوک بیرته ځي، نو ځي دې. د دې خبرې اورېدو وروسته ملګرو ورته وویل: مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر منو او بیرته نه ځو. دوی هلته تر هغه پاتې شو، کله یې چې ماموریت ختم شو.
د بدر غزا (چې د کافرانو او مسلمانانو لومړنی جنګ و). په همدې غزا کې عبدالله بن جحش رضی الله عنه هم ګډون وکړ او د خالد رضی الله عنه ورورو ولید بن ولید رضی الله عنه هم د ده په لاس اسیر شو.
د هجرت په دریم کال د شوال د میاشتې په شپږمه ورځ حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه او حضرت عبدالله رضی الله عنه دوه په دوه ناست وو او د جګړې په هکله یې خبرې اترې کولې. سعد رضی الله عنه وویل: الهي! کله چې د جنګ ميدان ته راشم زما مقابلې ته د کافرانو يو سخت جنګیالی راوله چې ورسره وجنګېږم بیا ماته پر هغه برلاسي راکړه تر څو ستا په لاره کې یې ووژنم.
حضرت عبدالله رضی الله عنه د هغه پر دعا امين وویل او بیا یې لاسونه لپه کړل ویې ويل: پروردګاره! زما مقابلې ته داسی یو توریالی راوله، چې زه د هغه په لاس شهید شم او بیا هغه زما غوږونه او پوزه پرېکړي. او کله چې زه د قیامت په ورځ ستا حضور ته درشم او ته راڅخه پوښتنه وکړي. چې: پوزه او غوږونه دې ولې غوڅ شوي نو زه به درته ووایم: چې الله! ستا لپاره او ستا د رسول لپاره او زما د خبرې په جواب کې راته ووايې: هو! ته رښتیا وايې. سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه د ده په دعا امين وويل.
کله چې غزا پيل شوه، حضرت عبدالله بن جحش رضی الله عنه په ډېره مېړانه وجنګېده، آن تر دې چې توره یې ماته شوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د خرما د ونې يوه دړه په لاس کې ورکړه چې له هغې څخه ده د تورې کار اخیست. په دې ترڅ کې ابوالحکم بن اخنس ثقفي د تورې ګوزار پرې وکړ او شهيد یې کړ. مشرکانو د هغه پوزه او غوږونه پرېکړل او د هغه مبارک جسدی يې ملثه کړ پدې ترتیب الله جل جلاله د هغه دعا قبوله کړه.
علامه بن اثر لیکي: چې حضرت سعد رضی الله عنه د هغه د جسد په لیدلو سره وويل: قسم په خدای چې زما له دعا نه د هغه دعا غوره وه. حضرت عبدالله رضی الله عنه نبي علیه السلام ته دومره ګران و چې د خپل تره سیدالشهداء حضرت حمزه رضی الله عنه له جسد سره يو ځای یې دفن کړ.
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*