تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / عجب انسان

عجب انسان

ړوند نه دی، مګر خپل عیبونه، نه ویني.
کوڼ نه دی، مګر خپله اوري او د بل نه.
زړه لري، زړه سوی نه لري.
خپله لږه پوهه ورته ډېره ښکاري، د بل ډېر علم ورته لږ معلومیږي.
د بل لږ مال ډېر په نظر ورځي او خپل ډېر مالونه ورته لږ ښکاره کیږي.
د دې لپاره، چې خلک ورته لاس په نامه ودریږي، خلکو ته لاس په نامه درېږي.
د فرعونیت لپاره غلامي قبلوي او د عزت لپاره ذلت ته غاړه ږدي.
دین په دنیا خرڅوي او دنیا په پوچو اعتباراتو پلوري.
لکۍ نه لري او خلک ورته بې لکۍ نه وايي.
څلور پښې نه لري او په څلورو روان دی.
آس نه دی، مګر خلک په لغتو وهي.
ښکر نه لري، مګر سرتمبه دی.
له عقله پياده دی، مګر هیڅکله پلی نه ګرځي او په موټر کې هم د خپل جهل په خره سپور وي.
ته به وايې: دا څوک دی؟
زه وایم: بې پوهې زورور.

الفت

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*