تازه خبرونه
Home / تازه خبر / اتاترک ته د سپکاوي له امله ترکیه د ناټو له پوځي مانورو څخه ووتله.

اتاترک ته د سپکاوي له امله ترکیه د ناټو له پوځي مانورو څخه ووتله.

ترکیې وروسته له هغه خپل لسګونه پوځي سرتیري د ناټو له پوځي مانورو څخه را وایستل چې د تمرین پرمهال د معاصرې ترکیې د بنسټګر کمال اتاترک انځور ته په کې سپکاوی وشو.

ترکي رسنیو ویلي چې په یادو مانورو کې د دوښمن انځور د کمال اتاترک لګول شوی وو چې د ترکانو غوصه یې را وپاروله.

د ناټو عمومي مشر او اړوند پوځي چارواکو د دغه کار له امله بخښنه غوښتې او دغه عمل یې قصدي نه بلکې یوه اشتباه بللې.

تردغې پېښې  سمدستي وروسته ترکیې له دغو مانورو خپل ۴۰ سرتېري خپل هېواد ته غوښتي.

د ناټو سرمنشي جنزسټولټنبرګ په دې تړاو بښنه غوښتې او ترکیه یې د دې تړون مهمه برخه بللې ده.

د یادونې وړ ده چې ترکیه په ناټو کې دویم لوی پوځ لري چې په افغان جګړه کې هم د ناټو د ماموریت یوه برخه ده..

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*