تازه خبرونه
Home / تازه خبر / افغان نولس کلنوپاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا کپ اتلولي خپله کړه

افغان نولس کلنوپاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا کپ اتلولي خپله کړه

د پاکستان، هندوستان، سري لنکا، بنګله دیش، افغانستان، متحده عربي اماراتو او نیپال د کرکټ د نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د پیل شوي اسیا کپ سیالۍ پایلوبه افغان لوبډلې وګټله او پاکستان ته یې حیرانونکې ماتې ورکړه.
د نن ورځې په لوبه کې افغانستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۴۸ منډې وکړې، چې د اکرام فیضي سلیزه هم پکې شامله وه.
د افغانستان له پاره اکرام فیضي ناسوځېدلې ۱۰۷، رحمان ګربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶، درویش رسولي ۱۸ او قیس اوریاخیل ۱۴ زیاتې منډې وکړې.
د پاکستان له لوري محمد موسی ۳ او شاهین شاه افریدي ۲ ویکټې واخیستې.
افغان نولس کلنو حیرانونکې توپ اچوونه ترسره کړه، مجیب په خپل لومړي اور کې ویکټه واخیسته او ښکلې توپ اچوونه یې ترسره کړه. نوموړي په ۴۳ توپونو ۱۳ منډې ورکړې او ۵ یې واخیستې، همداراز قیس اوریا خیل بیا ۶ اورونو کې د ۱۸ منډو په ورکړې ۳ ویکټې واخیستې، چې له امله یې د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۲،۱ اورونو کې یوازې په ۶۳ منډو وسوځېده او یوازې دوو لوبغاړو یې له لسو زیاتې منډې وکړې.
پاکستان ته محمد طاحه ۱۹ او حسن خان ۱۰ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی اکرام فیضي او د ټورنامنټ غوره لوبغاړی مجیب الرحمان و، چې دری ځله یې پنځه او یا له پنځو زیاتې ویکټې واخیستې.
د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک له بریا وروسته رسنیو ته وویل: اسیا کپ کې د پوره غړیتوب لوبډلې ته د افغانستان له لوري ماتې ورکول اسانه کار نه و؛ خو افغان لوبغاړو دې سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی و.
مجیب ځدارڼ چې په دې لوبه کې ښه وځلېد او پنځه لوبغاړي یې وسوځول، د جایزې اخیستلو په مراسمو کې یې وویل: ټولو افغانانو ته مبارکي وايي، دا یې لومړی لوبه پاکستان سره وه او له ډېره جذبې سره یې ترسره کړه.
بل لور ته د کرکټ بورډ ادارې مشرتابه، په هندوستان او پاکستان کې افغان سفیرانو، د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد نبي او ګڼ شمیر نورو چارواکو او د کرکټ لوبغاړو د نولس کلنو لوبډلې بریا ستایلې او د دغې تاریخي کامیابي یې ټولو افغانانو ته ویلې ده، دوی ویلي: دا سمه ده، چې افغانان به وسایل نه لري؛ خو د اتلولی مخه یې هیڅوک هم نشي نیولی او دوی ټول واقعي اتلان دي.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*