تازه خبرونه
Home / تازه خبر / سوریه کې د ایران د قدس ځواکونو مرستیال او مهم قومندان خیرالله صمدي وژل شوي

سوریه کې د ایران د قدس ځواکونو مرستیال او مهم قومندان خیرالله صمدي وژل شوي

په سوریه کې ایران ته یوبل ستر ګذار ورکړل شو.

د ایراني رسنیو د خبر له مخې د دغه هیواد د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني مرستیال او د ایراني ځواکونو خورامهم قومندان خیرالله صمدي په سوریه کې وژل شوی دی.

که څه هم په سوریه کې تر دامهاله زرګونه ایرانیان وژل شوي دی خو دومره په لوړه کچه دا لومړي ځل دی چې یو قومندان وژل کیږي .

سرچینه زیاتوي چې د قدس  ځواکونو مرستیال  خیرالله صمدي  د سوریې د ابوکمال  په ښار کې  د داعش ډلې سره په جګړه کې  ووژل شو.

نوموړی د داعش ډلې د هاوان په برید کې له منځه ولاړ .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*