تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / لفظ او معنا نړۍ کتاب وګڼه!

لفظ او معنا نړۍ کتاب وګڼه!

او هیوادونه یې بیل بیل څپرکي
که ټبرونه او قامونه مضامین شي په کې
او کورنۍ، لویې او لنډې جملې
انسانان ټول د دې کتاب لفظونه
چې هر یو ځان ځانته مفهوم ولري
خو!!!
جانانه! زه اوس بې له تانه دلته
د دې ښایسته کتاب یو داسې لفظ یم
چې هیڅ معنا او مفهوم نه لرمه
حتی تر دې چې خپل نوم نه لرمه

زه چې داسې ورک یمه پیدا نه یم
تته خاموشي یمه غوغا نه یم
عشقه یو په سل همدومره نور یمه
تا ته چې څه ښکارمه همدا نه یم
زه به د خپل ځان په ښه څه راشمه؟
زه چې همه درد یمه دوا نه یم
زه یې له خپل ځانه نا اشنا نه کړمه
ولې نو ستا سترګو ته اشنا نه یم
پریږده عشق کې سر په زنګانه ښه یم
پریږده چې لا شپه یمه، سبا نه یم
پاتې هسې لفظ شوم بې مفهومه زه
نن دې چې په سترګو معنا نه یم
زه لکه اینه زړه کې څه نه لرم
ځکه د هر چا یم، د هیچا نه یم

ورځ به ومري اوس ماښام ورپسې راغی
ژوند همدومره و انجام ورپسې راغی
یار له مخه زلفې واړولې ښه شو
کفر لرې شو اسلام ورپسې راغی
ستا په سترګو کې رڼا وه شمع مخیه!
زما پتنګ زړه له ناکام ورپسې راغی
د ژوند بحر کې که یو موج په مستۍ ځي
هغه بل ګوره ارام ورپسې راغی

زه
همه فکر همه خیال یم
بې ځوابه غوندې سوال یم
یو سرود یمه غږېږم
خو نه سُر یمه نه تال یم
دا زه کومه زمانه یم؟
دا ماضي یمه که حال یم؟
شړوي مې بارانونه
بس د خټو یو دیوال یم

کله ورک کله پیدا یم
بس موجود یمه فنا یم
چې انجام ته نه رسیږي
یوه داسې ابتدا یم
درد زما د وجود برخه
اوښکه اوښکه هره خوا یم
یم ناکام غوندې هڅه
ناقبوله غوندې دعا یم

نه سهر یم نه ماښام یم
نه اغاز یم نه انجام یم
عشق کې دغومره تنبل یم
چې بس هر ساعت ناکام یم
نه د عقل په خوا ځمه
نه هم زړه ته لاس په نام یم
له خپل ځانه بغاوت یم
له خپل ځانه انتقام یم

زه که (نن) د خپل (پرون) یم
خپله مرګ د خپل ژوندون یم
د یو چا د عشق عنوان ته
هر ساعت نوی مضمون یم
زه تصویر یم ایینه کې
نه داخل یم نه بیرون یم
یم د ژوند د کور په وره کې
نه یم تللی، نه راستون یم

نه یقین یم نه ګومان یم
یو مرموز غوندې ایمان یم
داسې نه ده چې یم خاورې
داسې هم نه چې اسمان یم
خپله درد یم خپله زخم
او ملهم یمه درمان یم
د یو چا د عشق له درده
د رڼو اوښکو باران یم

د تقدیر تخته چپه شوه
ورځ مې ختمه شوله شپه شوه
د تیارې منځ کې یم پاتې
رانه بله ډیوه مړه شوه
تنهايۍ سره په جنګ یم
(خوب) مې نشته شپه پخه شوه
د سهر امید لا ورکړ دی
ښایی ختمه زمانه شوه

ځمه ځمه یاره ځمه
د صحرا په لاره ځمه
د ګریوان تڼۍ مې لوټ شوه
خود له دغه ښاره ځمه
ګوندې ژوند چېرته پیدا کړم
د مرګي له ډاره ځمه
(ته) که زما له پاره راغلې
(زه) اوس ستا له پاره ځمه

اختیار

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*