تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / د هېواد په کچه د نابینایانو د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هېواد په کچه د نابینایانو د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هېواد په کچه د نابینایانو (ړندو) ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې، دغه لوبې چې ننګرهار کې ترسره کېدې، پای لوبه یې تیره ورځ پای ته ورسېده.
ویل کیږی، چې یادې سیالۍ د ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست په هلو ځلو او د سویډن کمیټې په مالي لګښت د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو د نابینایانو کرکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.
د دغو لس اوریزو لوبو پای لوبه د کونړ لوبډلې وګټله او هغوی د یاد جام اتلولي ترلاسه کړه.
د سیالیو په پای لوبه کې کونړ لوبډلې وکولی شول، چې: ننګرهار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړي.
د کرکټ بورډ مسؤلین وایي: نابینایانو د کرکټ لوبغالی تر نورو وړوکی وي او په توپ کې د شړنګانکې له مخې ورته بال معلومیږي.
دوی وايي: د هېواد په کچه د نابینایانو یادې لس اوریزې لوبې د څلورو ورځو په موده کې پای ته ورسیدې او تمه ده، چې: په راتلونکي کې له دې هم زیاتې او د غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې د نابینا وګړو لپاره د کرکټ لوبو تورنمنټ جوړېږي.
حسیب حیمد

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*