تازه خبرونه
Home / تازه خبر / اردوغان: امریکا د داعش تر ټولو لوی ملاتړ کونکی هیواد دی

اردوغان: امریکا د داعش تر ټولو لوی ملاتړ کونکی هیواد دی

ترکیه يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له امریکا سره يې په ډېرو شیانو کې مخالفت کړی او رازونه يې افشاء کړي دي.
اوسمهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي: چې واشنګټن له انقرې سره خیانت کړی او د داعش وسلوالې ډلې مالي ملاتړ کوي.
په دې وروستیو کې يو شمېر راپورونه خپاره شوي، چې: امریکا د داعش سلګونو جنګیالیو ته د سوریې له رقې څخه د وتو اجازه ورکړې ده.

د ترکيې ولسمشر په داسې حال کې امریکا يو ځل بیا د داعش ډلې په ملاتړ تورنوي، چې د تېرکال په قوس مياشت کې يې هم په امریکا توندې نيوکې وکړې او ويې ويل: چې مونږ په دې اړه کره او تاييد شوي شواهد لرو.
په ورته وخت کې ځينو ورځپاڼو لیکلي، چې: امریکا د داعش جنګیالیو ته د وتو اجازه ورکړې. په دې اړه يو ترکي موټر چلوونکي خپله کيسه په دې ډول کوي: چې دوی ته په زرګونو ډالر ورکړل شوي و، څو د داعش جنګیالي او د هغوی درنې وسلې له ښار څخه خوندي ځای ته يوسي.
له ترکيې وروسته مسکو هم امریکا تورنه کړه چې پر هغو داعش جنګیالیو يې د هوايي بریدونو ممانعت کړی دی، چې له ابو کمال ښار څخه تښتېدل. د روسیې د دفاع وزارت وايي: چې څو ځله يې پر داعش جنګیالیو د بریدونو غوښتنه کړې؛ خو امریکا رد کړې ده.
باید وويل شي، چې: په افغانستان کې هم د داعش ډله په ننګرهار کې پراخ حضور لري، چې په دې وروستیو کې نورو ولایتونو ته هم تللي، که څه هم د دفاع وزارت او امریکايي چارواکو دا خبره رد کړې او ويلي يې دي، چې: دوی یې ځپلي او دا يې وروستی وخت دی؛ خو يو شمېر چارواکي او د هغو سیمو اوسیدونکي وايي، چې هلته داعش جنیګالي شتون لري، په الوتکو کې دوی ته ډول ډول وسلې، خوراکي توکي او نور اړین مواد راوړي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*