تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله له اسیا کپ سره یوځای هېواد ته راغله

د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله له اسیا کپ سره یوځای هېواد ته راغله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله، چې د روان کال د آسیايي کرکټ سیالیو جام یې هم په خپل نوم کړ، پرون ډک لاسونه هېواد ته راستانه او په کابل کې له دروند او ستر هرکلي سره مخ شول.
دغې اتلې لوبډلې ته یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د کابینې وزیرانو، د ولسي جرګې غړو، مدنی فعالانو د او کرکټ مینه والو پکې برخه اخیستې وه.
په لمانځغونډه کې د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل وویل: نن زموږ ځوانانو د آسیا کپ را راوړی دی؛ خو زه له تاسو سره ژمنه کوم چې دغه ځوانان به یوه ورځ د نړۍ کپ هم راوړي.
هغه د ۱۹ کلنو لوبډلې هر غړي ته د کرکټ بورډ له لوري ۱۰۰۰ امریکايي ډالره نغدي جایزه اعلان کړه او د کرکټ بورډ د غړو له خوا ورته وسپارل شوه.
په غونډه کې د ښار جوړونې وزیر منصور نادري لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: تاسو افغانستان ته لوبې ګټئ او موږ به تاسو ته آسانتیاوې را منځته کوو.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر عبدالحمید طهماسي بیا وویل، چې: افغانستان د نړۍ لویو هېوادونو ته په کرکټ کې ماته ور کړې او دغه سلسله به نوی نسل دوامداره ساتي.
ویل کیږي، چې: غونډه کې د کرکټ بورډ، چارواکو، سوداګرو او د لوړو زده کړو مؤسسو له لوري د ۱۹ کلنو له لوبډلې سره د مرستو ډيرې ژمنې وشوې.
باید وویل شي، چې:د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د ۲۰۱۷ کال د آسیايي جام په سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې پایلوبه کې اتلولې ترلاسه کړه.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*