تازه خبرونه
Home / میړني / نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت خالد بن سعید رضی الله عنه

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت خالد بن سعید رضی الله عنه

حضرت خالد رضی الله عنه د قریشو د بنو امیه د يوې شتمنې او با رسوخه کورنۍ په غېږ کې لوی شوی.
نوموړی د بعثت په لومړیو کې اسلام راوړ، د خالد رضی الله عنه د اسلام راوړلو کيسه هم عجیبه ده. ده يوه ورځ ډېر وېرونکی خوب وليد او ياد خوب یې ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته وويل، کله چې ابوبکر رضی الله عنه د ده د خوب کيسه واورېده، نو تعبیر يې داسې ورته وويل: تا ته زما مشوره دا ده چې سمدلاسه هغه دين قبول کړه، کوم ته چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم بلنه ورکوي. او ستا پلار به هرو مرو د اور خوراک شي.
حضرت خالد رضی الله عنه هم ډېر وخت تېر نه کړ، سمدلاسه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او ورته ويې ويل: اې د عبدالمطلب زویه! ته خلکو ته د څه شي بلنه ورکوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: زما بلنه دا ده چې الله يو دی، شریک نه لري، د عبادت وړ يوازې هماغه ده، يوازې د هماغه بندګي وکړه او ما د هغه د رسول په توګه ومنه. او دا بتان هيچاته نه زیان او نه ګټه رسولی شي. خالد رضی الله عنه هم د دې خبرو په اورېدو سره نه يوه او نه بله کړه، سمدستي یې د شهادت کلمه وويل او د اسلام په دين کې داخل شو.
کله چې ده ايمان راوړ، نو په هغه وخت کې يوازې او يوازې څلور، پنځه تنو اسلام راوړی و. او چې پلار (سعید بن عاص) يې د ده له ايمان راوړلو څخه خبر شو، نو راويې غوښت او ورته ويې ويل: زه د قریشو سردار یم او زه د خپلو پلرنیو عقایدو ساتونکی یم او تا داسې کار وکړ چې زما د سپکاوی باعث ده. آيا دا رښتیا ده چې تا د اسلام دین ومانه؟
خالد رضی الله عنه ورته وويل: هو دا رښتیا ده، ما اسلام منلی. د دې خبرې په اورېدو سره يې پلار د ده په وهلو شروع وکړه، ډېر يې وواهه؛ خو خالد رضی الله عنه به ورته ويل: چې ساه مې هم وخېژي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پېروي نه پرېږدم.
له دې وروسته يې پلار خالد رضی الله عنه په يوه تیاره کوټه کې بندي کړ او خواړه يې نه ورکول؛ خو خالد رضی الله عنه به هماغسې ويل: قسم په خدای چې د محمد صلی الله علیه وسلم دعوت رښتیا دی او ما په هغه باندې ايمان راوړی.
د پلار يې په دې هم زړه يخ نه شو نو درې ورځې يې په پرله پسې توګه د مکې په ګرمو ډاګونو کې واچاو، چې نه يې خواړه او نه اوبه ورکولې. له دې عذابونو وروسته يې پلار ورته وويل: دا عذابونه خوښوې که د محمد صلي الله علیه وسلم پېروي؟
خو هغه بیا همغه ځواب ورکړ، چې زه به هيڅکله هم اسلام پرېنږدم. د دې ځواب په اورېدو سره يې پلار ورته وويل: زه به خوراک درباندې بند کړم، څو ساه دې وخېژي؟ خالد رضی الله عنه ورته وويل: الله جل جلاله ډېر ښه روزي رسونکی دی.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته د هجرت اجازه ورکړه، نو دی هم حبشې ته ولاړ او هلته يې دیارلس کاله تېر کړل. او بیا هغه وخت بېرته راستون شو چې مسلمانان د خیبر له فتحې نه وزګار شوي و، له هغه وروسته يې په ټولو غزاګانو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری و.
حضرت خالد رضی الله عنه چې د سابقون الاولون څخه و، نو مسلمانانو يې ډېر قدر کاو. د ده وروڼه (حضرت عمرو بن سعید او ابان بن سعید) چې هغوی هم مسلمانان شوي وو؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت خالد د يمن، حضرت ابان د بحرین او حضرت عمرو د تيماء والي وټاکل.
دوی تر هغه وخته خپلو دندو ته ادامه ورکړه، څو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، نو دوی هم خپله دنده پرېښوده او بېرته راغلل؛ خو ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورته وويل: چې تاسو رسول الله صلی الله علیه وسلم ګومارلي يئ نو خپل کار ته ادامه ورکړئ؛ مګر دوی ورته وويل: مونږ نور خپل کار ته ادامه نشو ورکولی.
د خالد رضی الله عنه د څوکۍ، مقام او منزلت سره مينه نه وه؛ خو د جهاد شوق يې په زړه کې هر وخت په ولولو و، نو کله چې د مسلمانانو لښکر د حضرت ابو عبیده په مشرۍ په دوهم ځل د شام په لور وخوځېد، نو دی هم له ياد لښکر سره ملګری و. او د جنګ په ميدان کې تر هغه وخته ښه په مېړانه وجنګېده، کله چې مرج الصفر کې د دښمنانو په لاس شهید شو.
رضی الله عنهم
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*