تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / افغاني عسکرو ته د امريکايانو شابسي د څه لپاره؟

افغاني عسکرو ته د امريکايانو شابسي د څه لپاره؟

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن يو ځل بيا افغاني عسکر ستايلي او له ترهګرۍ سره يې د کلک مقاومت توريالي بللي. نوموړي دا خبرې تېره ورځ د ويډيويي کنفرانس له لارې پنټاګون کې را غونډ شويو افسرانو ته کولې. نيکولسن په دغه وينا کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کې دا مهال د امريکايانو يوازنۍ دنده افغان عسکرو ته مسلکي روزنه ورکول دي. د ده په وينا دا هغه څه دي چې ډېره ښه نتيجه يې ورکړې او افغان عسکر يې جوګه کړي چې د خپل هېواد د ټول قلمرو کامله دفاع وکړي. ده وويل: زه دا نه منم چې اوس به د وسلوالو طالبانو د واک سيمه درې برابره زياته شوې وي بلکې حقيقت دا دی چې دا وخت د افغانستان اردو توانېدلې څو ډېری هغه سيمې له طالبانو بيرته ونيسي کومې چې پخوا يې تر واک لاندې وې او زه باوري يم چې تر راتلونکو دوو کلو پورې به افغان پوځ د هېواد پر اتيا سلنه خاوره بشپړه قبضه ولري.
د امريکايي لويانو چارواکو د دغه ډول څرګندونو په هکله د افغانستان د وضعيت څېړونکي عموماً پر دې باور دي چې دا په حقيقت کې د امريکايانو يوه مجبوري ده. ځکه هغوی غواړي چې زموږ هېوادکې ښې پخې نظامي اډې ولري او د همدغو پر مټ چين، روسيه، ايران، پاکستان او د منځنۍ اسيا هېوادونه تر نظارت او څېړنې لاندې ونيسي او لږ تر لږه د هغوی اقتصادي او نظامي پرمختګونه ټکني او ځنډني کړي. خو څرنګه چې افغانستان هم په تاريخي لحاظ د پردیو لښکرو لپاره يو ډېر تريخ هېواد دی او دا چې امريکايان هم نه شي کولی تر ډېرو کلونو دلته يو غټ شمېر ځواکونه وساتي نو په دې وجه د هغوی لپاره تر ټولو ارزانه لاره دا ده چې يو غټ شمېر افغاني ځوانان د خپلې دفاع لپاره چمتو وساتي.
طبيعي ده چې په دې صورت کې به نه يوازې د هغوی ظاهري اکمال او تجهيز پر خپله غاړه اخلي، ان لا چې معنوي ننګه به يې هم کوي تر څو داسې نه شي چې سره له وسلو بې زړه توب کوي او د جګړې له ډګره تښتي. له همدې کبله لويديځ مشران تل د افغاني لښکرو ستاينې کوي او اتلان يې ګڼي. خو څرنګه چې په دې وروستیو کې افغانستان کې اخ و ډب بې درکه ډېر زور اخيستی او افغان ځواکونو ته خورا زيات مالي او ځاني تاوانونه رسېدلي تر دې چې په عسکرو کې د تېښتې واقعات هم بيخي ډېر زيات شوي، ځکه خو امريکايان هم وخت پر وخت پر دوی شابسی وايي او ډاډ ورکوي.
په دې لړ کې چې سړی حقيقت ته ځير شي داسې معلوميږي چې اصلاً د افغان عسکرو د مرګ ژوبلې مهم لامل د بهرنيانو همدغه شيطاني ويناګانې دي. ځکه ښايي افغاني عسکرو کې يو شمېر داسې ساده قوماندانان وي چې د بهرنيانو په لمسون جګړو ته لا ډېر زور ورکوي او فکر کوي چې کېددای شي بهرني انډيوالان يې تر دې هم لا ښه ونازوي او پيسې ور زياتې کړي. خو بل لور ته بيا همدا خبرې دي چې د مخالف لوري يعنې وسلوالو طالبانو احساسات هم راپاروي او غواړي له هغو لښکرو سره ډېره کلکه مقابله وکړي چې سبا بېګا د بهرنيانو له خوا ستايل کيږي او ډاډګېرنه ورکول کيږي. البته تر دې ور هاخوا د امريکايي نظاميانو په دغه شان ويناګانو کې يو بل پټ غرض دا دی چې هغوی په دغسې خبرو سره د خپل حکومت او دولت له مشرانو اعتبار ترلاسه کول غواړي. په دې مانا چې مثلاً د امريکې کانګرس خو يوازې هغه مهال نظاميانو ته پانګه ورکول منظوروي کله چې د هغوی کار او دنده مهمه وګڼي او پرمختګ پکې وويني.
خو راځئ موږ پر دې موضوع لا هم ژور فکر وکړو، داسې چې بهرنيان خو به له شکه پرته په هر څه کې خپلو ګټو پسې روان وي او خپلې موخې به تعقيبوي خو موږ افغانان خپله ولې فکر نه کوو او ولې مو د خپل منځي اختلاف له کبله پرديو مغرضينو ته موقع ورکړې چې زموږ تر منځ دغه شان فعاليتونه پر مخ بوځي. ايا دغه حالت چې همدا اوس زموږ هېواد کې روان دی له تاريخي پلوه زموږ له وضعيت سره سمون خوري؟ ايا د يو مسلمان او مېړني ولس په توګه موږ سره ښايي چې تر دې کچې خپلو کې ناسازه خو د پرديو شپه ورځ نوکري وکړو او ياد همداسې بې ننګه نوکرۍ د دوام لپاره د اصلي دښمنانو هر ډول پروګرامو ته څڼې واچوو. خدای دې وکړي چې نور افغان ولس د غفلت له دې خوبه را پاڅيږي او د هغو چارواکو او نورو جګړه مارو لاس ونيسي څوک چې خپل هېواد يې د پرديو د نيابتي جګړو ډګر ګرځولی خو بيا هم د خلکو سترګو ته خاورې اچوي او هر لوری هڅه کوي چې دلته روانه جګړه خپله مهمه جګړه معرفي کړي.
اوس وخت راغلی چې ټول افغانان په دې وپوهيږي چې دغه جګړه به نه دوه کاله وروسته کوم ګټونکی ولري او نه لس کاله وروسته او لکه چې تېر شپاړس کاله وغولېدو همداسې به تر کلونو کلونو په جګړو کې پاتې او را ګير يو. نو ښه به دا وي چې زموږ ټول مشران د پرديو په شابسيو دوکه نه شي او د جګړې د ختمېدا لپاره پر نورو لارو چارو غور وکړي. ځکه دا هېواد زموږ دی نه د جنرال نيکولسن.

ليکنه: استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*