تازه خبرونه
Home / شعراو ادب / يوه پوښتنه

يوه پوښتنه

که هر انسان په ژوندانه کې ځانته
لري په ژوند باندې حق…
نو دا پوښتنه کوم
چې څوک دی هغه ماشوم
د سړی زوی دی که نه؟
چې په ټولنه کې نن
په تشه خېټه او په وچو شونډو
خوار او ناهیلی غوندې
د ساعتېری او کورکیانو په ځای
له بودګانو سره
د یوه بوده په رنګه
په امبارونو باندې
ګرځي خواړه لټوي
***
افضل شوق

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*