تازه خبرونه
Home / سلایډر / نيم اسلام منل مسلماني نه ده

نيم اسلام منل مسلماني نه ده

د غربي نړۍ پوهان تل په دې هڅه کې دي چې د دين په هکله مسلمانان وغولوي. په دې توګه چې نيم اسلام ومني، يعنې د اسلام هغه لارښوونې چې يوازې خپل خالق او مالک سره اړيکې جوړوي. مانا چې د الله تعالی الوهيت ومني خو ربوبيت او مالکيت يې ونه مني. دا مفکوره هغوی لومړی په اروپا کې عملي کړه. تر دې چې هلته يې ټول حکومتي نظامونه پر همدې بنسټ او همدې نظريه ورغول او بيا ټول ولسونه پر همدې فکر وروزل شول. وروسته بيا په لويديځ کې د ځينو روزل شويو اشخاصو له خوا په اسلامي نړۍ کې هم د سيکولر نظامونو د قيام لپاره هلې ځلې او بلنه پيل شوه. البته يوازې بلنه خو نه وه بلکې هغه مهال چې د بريتانيا، هسپانيا، فرانسې، ايټاليا، هالینډ او نورو هېوادو پياوړو ځواکونو پر اسلامۍ نړۍ بريدونه پيل او ګڼې سيمې يې اشغال کړې نو طبيعي ده چې په وچ عسکري زور يې پر مسلمانانو داسې حاکمان وتپل چې په وازه خوله يې د دين او دنيا د بېلتون شعارونه ورکول.
په همدې ترڅ کې هغوی په زرګونو هغه علماء او مخور اشخاص له منځه يوړل کوم چې دين او سیاست يې نه سره بېلول. يا په بله وينا چا چې دين د يو کامل او شامل نظام په حيث مانه.
له نېکه مرغه زموږ هېواد چې اووه شلې کاله مخکې لا څو څو واره د انګرېزانو تر يرغل لاندې راغلی، تر ډېره د هغوی له فکري اغېزو خوندي پاتې شوی ؤ، ځکه يرغلګر نه ؤ توانېدلې چې دلته په ډاډه زړه ډېرې شپې پاتې او زموږ په مسلمان ولس کې فکری فعالیتونه پر مخ بوځي. خو د افسوس خبره ده چې دا ځل غربي ځواکونو زموږ پر هېواد داسې وخت بريد وکړ چې موږ وار له مخې لا يو ځل د شوروي پوځونو له خوا تر وروستۍ کچې ځپل شوي او تر هغوی وروسته بيا لس کاله نور هم په داسې کورنۍ جګړه کې ښکېل شولو چې نه مو د سياسي نظام څه نښه نښانه پاتې شوه، نه اقتصاد را پاتې شو او نه مو د ملي وحدت او ملي ګټو څه فکر و سوچ درلود. د افغانانو همدغه ګډوډ شړېدلی وضعيت لامل شو څو امريکايي او ناټو ځواکونه دلته بې غمه زړه دېره شي او ټولو هغو څانګو کې فعاليتونه وکړي چې دوی يې تلوسه لري. اوس دا دی هغوی زموږ هېواد کې شپاړس کاله تېر کړل. دلته يې په لس ګونو داسې ډلې، ټولنې او خوځښتونه ايجاد کړل چې لګيا دي په افغان مسلمان ولس کې د نيمګړي دين هماغه افکار خپروي. هغوی هم زموږ د سیاست دود او دستور کاملاً د لويديځ په بڼه واړاؤ، هم يې اقتصادي نظام کې بدلون راوست او هم يې زموږ په ملي کلتور او ټولنيزو اصولو کې لاس وهنې پيل کړې دي. دا ځل غربيانو زموږ په تعليم او د نوي نسل په روزنه کې هم ډېرې هلې ځلې وکړې. د مثال په ډول امريکايي پوهنتون او په سل ګونو همداسې نور ښوونځي، کورسونه او سيمينارونه يې ايجاد او په زرګونو افغان ماشومان يې بالکل په خپله طبع وروزل. د دې تر څنګ دا لس ګونه تبلیغاتي چينلونه لکه راډيو، ټي وي، مجلې او چاپي، برېښنايي رسنۍ او خپرونې سره له دې چې د اذان، لمانځه او نورو تعبدي رسومو د خپراوي انتظام يې هم کړی خو له دې سره سره ټولې بيا هم په حقيقت کې د دين او دولت د بېلتون لپاره مختلف مضامين خپروي. لکه چې اوس يې پر ټولو افغانانو دا منلې چې د ديموکراتيکو ارزښتونو درناوی به کوي، د بيان بې قيده ازادي به مني، له مذهبي تاوتريخوالي به ډډه کوي، ښځو ته به د ژوند په هر ډګر کې له ناريڼه ؤ سره اوږه پر اوږه د کا رکولو حق ورکوي او داسې نور ډېر هغه څه چې ځينې يې ظاهراً عوامو خلکو ته ښې چارې ښکاري خو په يقيني توګه يې پايلې او غرضونه زښته ډېر خطرناک دي.
مطلب دا چې دوی له همدې لارې د اسلام د نيمولو هڅې کوي. دوی غواړي خلک داسې وروزي چې الله ومني خو يوازې د زړه او خولې په منلو سره. يعنې مسلمانان په داسې حال کې وويني چې يوازې په جومات کې مسلمانان وي، چې لمونځ کوي خو د ښځو په هکله د اسلام لارښوونو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي، روژه ونيسي خو په هيڅ ډول معاملاتو کې د حلال او حرام توپیر ته نه ګوری. په يوه خوله هم طيبه کلمه ووايي او هم هغه ديموکراتيک ارزښتونه وستايي چې له اسلامي لارښوونو سره ښکاره ټکر لري. پرته له شکه غربيان همدغه شان وګړو ته منځلاري مسلمانان وايي او همدوی د قدر او عزت مستحق بولی.
حال دا چې يو شخص تر هغه وخته مؤمن او مسلمان نه شي ګڼل کېدای څو چې اسلام يې د يو بشپړ دين، قانون او ټول ژوندانه هر اړخيز نظام په توګه نه وي منلی. څو چې له خالق او مخلوق سره يې اړيکې د همدې کامل دين په رڼا کې منلې او تنظيم کړې نه وي او څو چې له ګردو باطلو او مصنوعي خدايانو او منحرفو مذاهبو، اديانو او افکارو نه يو مخ بېزار شوی نه وي. په دې اساس نو دا وخت په ځانګړې توګه هر افغان ته لازمه ده چې د خپل ايمان او اسلام د خوندي ساتلو لپاره د بې دينانو له الحادي افکارو او نظرياتو سره خورا په احتياط چلند وکړي او په هیڅ صورت د نيمګړي دين منلو ته زړه ښه نه کړي. ځکه الله جل جلاله هيڅکله نيمګړی دين نه مني او هغو کسانو ته يې په دنيا او آخرت کې سخته سزا ټاکلې چې نيم کتاب مني او له نيمايي يې انکار کوي.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*