تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د ولسونو اراده برخليکونه بدلولی شي

د ولسونو اراده برخليکونه بدلولی شي

په دې ورځو کې د پاکستان وروستيو مظاهرو د نړيوالو چاپي او برېښنايي ګردو رسنيو توجه ځان ته را اړولې او زياترو يې په دې اړه ليکنې او رپوټونه خپاره کړي دي. يادې مظاهرې د تحريک لبيک يا رسول الله په نامه يوه خوځښت له لوري پيل شوې وې چې ان تر دريو اونيو يې هم زيات وخت ونيو. مظاهره کونکو د مرکز اسلام آباد په څنډو کې خيمې درولې او يوه مهمه لار يې هم تړلې وه. د دوی اصلي غوښتنه دا وه چې د پاکستان د قانون وزير ښاغلی زاهد حامد په سملاسي توګه استعفا ورکړي. پر نوموړي دا نيوکه وه چې د چارواکو لپاره د پخوانۍ ټاکل شوې تحليف نامې له متنه يې پر ختم نبوت د باور لرلو ټکي حذف کړي ؤ. په دې ډول مظاهرو دوام وکړ او کله چې د قابو کولو سرکاري هڅو په ترڅ کې مرګ ژوبله هم ور پېښه شوه، لا يې هم زور واخیست او بالاخره يې مطلوب وزير زاهد حامد هم پر استعفا اړوېست او ويې منله چې دا تېروتنه رښتيا هم پېښه شوې وه.
د ختم نبوت او لبيک يا رسول الله تحريک خواخوږو خپل دغه بری په نورو غونډو هم ولمانځلو او يو پر بل يې سپارښتنه وکړه چې د ولسونو د ګډ هوډ او ارادو په برکت خورا لويې ستونزې هوارېدلی او د ملتونو برخليکونه بدلېدلی شي. دا واقعاً يوه داسې جالبه پېښه ده چې بايد د نړۍ په ګوټ ګوټ خصوصاً نزدې سيمه کې ټول ولسونه پند و عبرت ترې واخلي. يعنې هغه ولسونه چې د افغانانو په شان له کلونو راهيسې په يو او بل نامه تر شديد جبر و زورواکۍ لاندې دي بايد وپوهيږي چې که دوی لاسونه سره يو او په منظم ډول خوځښتونه پيل کړي، ډې رزر به حيرانونکي برياليتوبونه ترلاسه او خپل برخليک به هر څنګه چې غواړي پر هماغه لوري واړوي.
پاکستان کې دغه ولسي بری موږ ته هيله را کوي چې لازمه ده موږ هم په خپل هېواد او نظام کې د مثبت بدلون راوستو لپاره کاملاً هيله من اوسو او هيڅکله د بې همتۍ، کمزورۍ او ناکامۍ احساس ونه کړو. ځکه دا واقعيت هم زموږ په ديني لارښوونو کې ثابت دی او هم د تاريخي تجربو له مخې څرګند دی چې د يو قوم وضعيت يوازې هغه مهال بدلېدای شي کله چې هغوی خپله د بدلون هلې ځلې وکړي. او ولې به داسې نه وي حال دا چې همدغه موجود واکمن حکومتي نظامونه هم ګرد سره له همدې ولسونو را جوړ دي، امنيتي، قضايي، اداري او نور ټول چارواکي يې هم خپله د دوی بچيان او د همدې کلي کور وګړي دي. ځکه خو حتمي ده چې د حکومتونو مؤظف وسلوال به د خپلو وروڼو او مشرانو پر وړاندې له مقابلې کولو عاجز او له ځواک کارولو شرمنده وي.
په دې لړ کې زموږ د همدې عصر يوه پېښه يعنې د برلين دېوال نړېدل د ولسي ځواک خورا ښه بېلګه ګڼل کېدای شي. هغه مهال چې جرمن ولسونه را پاڅېدل او د پرديو د لانجو کشالو په اثر درول شوی دېوال يې له بېخه ونړاؤ. هغه دېوال چې د ناټو او وارسا غوندې ځواکمنو پروــ جنبو د خپل منځي اخ و ډب له امله د جرمني ولس پر ټټر را ښکل شوی ؤ.
دغه راز د ايران وروستی انقلاب هم چې بالکل د عام ولس په مرسته بري ته ورسېد، د خلکو د زور يو بل ښه مثال بلل کيږي. البته يو شرط به خامخا پکې وي او هغه دا چې د ولس د بيدارۍ لپاره کار او مبارزه وشي. د دې مبارزې لپاره اړينه ده چې لږ تر لږه يوه ډله کسان په خورا اخلاص او له خلکو سره په خواخوږۍ په لومړي پړاو کې د هغوی د تنظيم او دويم کې د کارولو پلانونه ترتيب کړي. بيا نو کله چې د دغسې ولسي تحريک په سر کې همداسې وړ او مخلص قيادت موجود وي، هيڅوک نه شي کولی مخه يې ډب او مبارزه يې بې اغېزې کړي.
د پاکستان د ياد خوځښت دغه بريا زموږ هېواد کې د اسلامي تحريک خواخوږو ته يو ښه درس و عبرت دی. موږ هم بايد وپوهيږو او باوري اوسو چې که د خپلو ولسونو تر څنګ همداسې خيمو کې دېره شو او بيا پر ټولو هېوادوالو غږ وکړو چې موږ د همداسې يو مثبت او ګټور ارمان لپاره خپل ورځني کارونه پريښي او له کورونو بهر دلته شپه ورځ د خپل سوال او غوښتنې لپاره ولاړ يو، پرته له شکه چې په ميليونو خلک به مو ننګه وکړي.
هو؛ دومره خبره ده چې تر هر څه لومړی به د خلکو باور ترلاسه کوو. مانا هغوی به قانع کوو چې موږ واقعاً د الله تعالی رضا او د خپل همدې بې وزله او ځپل شوي ملت بريا، پرمختګ، خوشالي او سوکالي غواړو. په دې توګه لکونه عوام او د الله تعالی صالح بندګان زموږ تر شا دريږي، هر ډول خدمت ترسره کوي او د خپل ځان، مال او وخت قرباني ته چمتو کيږي. داسې جماعت سره بيا نه د کار کونکو کمی وي، نه يې مال او پيسې ختميږي او نه د ستومانۍ احساس کوي.
دلته يوه بله د پام وړ موضوع دا هم ده چې پرته له شکه په ځانګړې توګه زموږ د هېواد ټول وګړي همېشه د اسلام لپاره هر ډول سرښندنو ته تيار دي او له پېړيو راهيسې يې په دې لار کې ډېرې هلې ځلې کړې دي. له دې کبله معلومه ده چې دلته د اسلامي تحريک ټول خواخوږي تنظيمونه خورا ډېر مسؤليت هم لري. يا په بله وينا زموږ هېواد کې د ولسونو د تنظيم، تحريک او فعالېدو اصلي ذمه واري د ديني ډلو پر غاړه ده. ځکه يوازې همدا ډلې دي چې خلک يې څه نا څه خبره اوري او په وينا يې را غونډيږي او ميدان ته راوځي. البته دا هم ښکاره ده چې بهرنۍ مغرضې کړۍ زموږ د خلکو له بې وزلۍ ناوړه استفاده کوي او غواړي چې د خورا ناوړه موخو لپاره يې استعمال کړي خوله همدې ځايه يو ځل بيا د ديني اشخاصو او تنظيمونو ذمه واري نوره هم زياتيږي او لازمه ده چې له همدې وضعيت سره د لا ښې مبارزې لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. خو دا بايد ومنو چې دا هر څه د خلکو په ملګرتيا ترسره کېدای شي.

ليکنه: استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*