تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د مدرسو پالنه په ملي ثبات کې ژور اغېز لري

د مدرسو پالنه په ملي ثبات کې ژور اغېز لري

دا حقيقت د لمر په شان روښانه دی چې افغان ملت يو متدين، مېړني او پر خپل ملي کلتور مين ولس دی. د دې برګنو واړه او زاړه خپلو ګردو مذهبي شعايرو او ديني مقدساتو ته د زړه له تله درناوی لري. دلته هر ماشوم، ځوان، بوډا، ښځينه او نارينه د همدغو ارزښتونو په نامه خپل ځانونه او سرونه قرابانوي او په چوپړ کې يې هر ډول منډو ترړو، خدمت کولو او وخت لګولو ته چمتووالی لري.
له بلې خوا څرنګه چې دا ولس په اسلام کې زښته ډېره سابقه لري یعنې له تېرو ديارلسو پېړيو راهيسې پر همدغه مبارک دين ګروهېدلي او ټول قوم له مخې مسلمان شوی دی له همدې کبله اوس د دې خلکو رسم و دود او ټول ملی او ديني ارزښتونه داسې يو په بل کې مدغم شوي چې ديني لارښوونې او سپارښتنې يې هم دين او هم کلتور دی. له همدې ځايه ده چې افغانانو کې جوماتونه او د ديني ښوونې او روزنې ګردسره مرکزونه او ټولنې خورا لوړ مقام لري. سربېره پر دې له همدې سره په تړاو ديني علماء، ملايان او صوفيان هم په ولسونو کې ژور اغېز او پراخ نفوذ لري. مطلب دا چې دين يو داسې عنصر دی چې افغاني ټولنه کې يې تر بل هر څه اغېز زيات او ريښې ژورې دي.
همدا وجه ده چې د دې هېواد د تاريخ په اوږدو کې په ځلونو داسې لوی لوی خوځښتونه او خونړي جنګونه منځ ته راغلي چې لامل يې فقط ديني لمسون او يا پر کومه ډله د مذهبی انحراف تور ګڼل شوی دی. له دغه واقعيت نه يو بل لازمي مفهوم دا راوځي چې دلته که يو حکومت، نظام يا کوم واکمن تحريک څه نا څه ديني بڼه ولري يا په څه وجه له دين او مذهب سره تړلی وي، بې له شکه به يې په ميليونو وګړي بې تنخا نوکران او ښه پرېمانه رضا کار ځوانان به يې په دفاع کې شپه ورځ چمتو ولاړ وي. دا لا څه چې ډېر غير ملتزم کسان به هم دا جرأت نه کوي چې له داسې يوې ډلې يا حکومت سره څه غلطي او درغلي وکړي. په دې حساب نو ښکاره ده چې په دې صورت کې ټول هېواد له بشپړ امنيت او ثباته برخمن کېدای شي.
اوس نو که راشو او د خپل هېواد موجود وضعيت وڅېړو، معلوميږي چې دلته د چارواکو او سياستوالو له خوا له ديني شعايرو او مذهبي ارزښتونو سره بې احتياطي روانه ده. دلته که له يوې خوا د هېواد په ګوټ ګوټ کې بهرنۍ پوځي اډې شتون لری او بیا هغوی کولی شي په خلاص مټ د هر مسلمان پر مېنه او نغري ناڅاپي بريدونه وکړي له بلې خوا هغوی ته په علمي، روزنيز او تبليغاتی ډګر کې هم د فعاليت او هر ډول هلو ځلو کامله اجازه ورکړې شوې ده. همدغه ديني نيمګړتياوې او يا له ديني سبارښتنو سره بې پروا چلند د دې لامل ګرځېدلې چې اوس درې نيم لاکه وسلوال پوځ، پولیس، اربکيان، په لس ګونو زره بهرني عسکر، هوايي ځواک او په کلني ډول د امنيت ټينګولو لپاره په ميلياردونو ډالر مصرفول هم وضعيت نه شي کنټرولولی او لا هم په هېواد کې خورا بده ورځ او سخته بدمرغي واکمنه ده.
په دې لړ کې د هېواد د حالاتو زياتره څېړونکي او څارونکي باوري دي چې که حکومت په رښتيني ډول ديني خدمت کې صداقت وښيي. په يقيني ډول به زموږ ډېری امنيتي ستونزې حل او هېواد به خامخا له نسبي ټېکاو او ثباته برخمن شي. البته په دې برخه کې پام وړ موضوع د مدرسو د پالنې ده. دغې موضوع ته بايد په هر صورت لومړیتوب ورکړی شي. ځکه موږ ټول ډېر ښه پوهيږو چې هر کال زموږ په زرګونو دیني طالب العلمان ان لا په پاخه عمر پاکستاني مدرسو کې د شموليت لپاره اوږده سفرونه وهی. ښايي لامل دا وي چې زموږ چارواکو د مدرسو د انتظام څه ډېر غم نه دی خوړلی. مثلاً حکومت پر دې نه دی توانېدلی چې هېواد کې داسې مدرسې تأسیس کړي چې د طالبانو د دينی زده کړې ارمانونه ترسره کولی شي. که څه هم ويل کيږي چې موجوده حکومت د پخوانيو په نسبت لا ډېرې مدرسې جوړې کړې او پرمختګ يې کړی خو دا هم واقعيت دی چې د مدرسو د کيفيت لوړولو لپاره يې هيڅ نه دي کړي. په داسې حال کې چې که نسبتاً په ښه کچه ديني ابتدایه ، ثانويه، عاليه او تخصصي مدرسې رغول شوې او پالل شوې وای، يو خو به کافي شمېر ديني استادان او علماء پکې جذب شوی وای بل دا چې زموږ ديني طالب العلمان به له پاکستانه را ایسار شوي او همدلته خپل هېواد کې به يې زدکړو ته دوام ورکړی وای. حال دا چې پاکستان ته زموږ د ديني اشخاصو د تللو خطرناک عواقب هم موږ او تاسې ټولو ته ډېر ښه معلوم دی.
لنډه دا چې که زموږ حکومت د نورو ديني شعايرو پاللو تر څنګ ديني مدرسو ته هم پام واړوي، ويې بالي او د متحد نصاب، مناسب قيام او لازمې استوګنې په چارو کې يې مرسته وکړی، بې له شکه د ټول هېواد په ثبات کې به يې زر تر زره مثبت اغېز محسوس شي. به دې توګه شونې ده چې پر حکومت د خلکو اعتماد هم زيات شي او بیا به ډېری ولسونه دا مفکوره واخلي چې حکومت يې واقعاً په ديني چارو کې مخلص دی. همدا تګلاره په خورا اسانۍ سره امنیت کې ښه والی راولي او تر ډېره حده ثبات منځ ته راځي.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*