تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / د خوست ولایت د کرکټ لوبغالی پراخیږي

د خوست ولایت د کرکټ لوبغالی پراخیږي

د خوست ولایت د کرکټ لوبغالي د پراخوالي کارونه پیل شول، چې څو میاشتې به دوام وکړي او په شپږو میاشتو کې به دغه چارې بشپړې شي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي: د کرکټ لوبغالي د پراختیا په چارو کې په دغه لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې لپاره نور ځایونه جوړېږي.
ده وویل: دغه لوبغالی، چې اوس مهال د ۵۰۰۰ نندارچیانو د ناستې ظرفیت لري، د دغو ځایونو په جوړېدو سره به د نندارچیانو د ناستې د ځای ظرفیت ۱۰۰۰۰ کسانو ته لوړ شي.
بل لورته د خوست اوسېدونکي، چې د کرکټ له لوبې سره بې سارې مینه او د دغه لوبغالي د پراختیا لپاره لویې هیلې لري او په دې برخه کې د کرکټ بورډ له هڅو هرکلی کوي.
بل لور ته د کرکټ بورډ چارواکي وایي، چې: دا د خوست ولایت د لوبغالي د پراختیا لومړی پړاو دی او په راتلونکي کې به نور کارونه هم تر سره شي، چې له مخې به یې په لوبغالي کې د نندارچیانو د ځایښت ظرفیت نور هم لوړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې: څو ورځې وړاندې هم په هلمند کې د کرکټ د یو لوبغالي د پرانیستلو پټۍ پرېکړل شوه، چې په ټولو معیارونو به سمبال وي.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*