تازه خبرونه
Home / سلایډر / مسلمانانو ته د اسلام بې حرمتي د منلو وړ نه ده!

مسلمانانو ته د اسلام بې حرمتي د منلو وړ نه ده!

په تاریخ کې سلګونه ځایه دا خبره ثبت شوې، چې کافرانو د جوش په مخامخ جګړو او نښتو سره د قهرېدلو مسلمانانو صفونه نه دي مات کړي او کله یې هم هغوی په خپل ډیرښت (زیاتوالي)، عصري وسلو او زیات مالي او بشري ځواک سره نه دي په شا کړي.
په ۱۹۳۱ م کال کې د اشغالي (جمو کشمیر) مسلمانانو د لومړي ځل له پاره د هندوانو په وړاندې د پاڅون جرأت وکړ؛ ځکه د اپریل په ۲۹ نیټه هندي راجه هغه مهال د جمعې د لمانځه له پاره په خطبې بندیز ولګاوه، کله چې خطیب په یو جومات کې د فرعون او موسی کلیم الله کېسه کوله. د پولیسو مشر داسې وګڼله چې ګوندې خطیب د دوی مشر راجه هري سنګهـ یادوي او د هغه بد وايي؛ نو ډیر ژر یې خطیب ته امر وکړ، چې خطبه ودروي.
څو ورځې وروسته د جمو کشمیر په مرکزي زندان کې کوم پولیس د قران کریم بې حرمتي وکړه، چې دې سره سم زرګونه تنه کشمیري مسلمانان د لاریون له پاره راپاڅېدل او د جون په ۲۱ مه یې یوه لویه غونده جوړه کړه، چې سترو دیني عالمانو او شخصیتونو پکې خبرې وکړې؛ خو کله چې خبرې ختمېدې او غونډه پای ته نژدې شوې وه؛ نو د غونډې ګډونوالو ته یو تن پاڅېده او ورته ویې ویل: اې مسلمانانو! اوس د دې وخت راغلی چې د څپېړې ځواب په سوک ورکړل شي، په دا ډول خبرو، غونډو او لاریونونو هیڅ هم نه کیږي او زمونږ دا ډول ساړه احتجاجونه کله هم د ظلم مخه نه شي نیولی؛ نو باید پاڅېږو، په خپلو پښو ودریږو، د ظلم پر خلاف وجنګیږو او هندوانو ته خپل اسلامي غرور وښیو! وروسته یې د هندي راجه لوی قصر ته ګوته ونیوله او په قهریدلي غږ یې وویل: چې دا باید لوټې لوټې کړئ!
دغه تن له خیبر پښتونخوا څخه راغلی عبدالقدیر خان و، چې په همدې کړنې هندي اشغالګرو ونیو او د محاکمه کولو پریکړه یې وکړه او نوموړی بندي شو.
که څه هم هندي راجه د خپلو نورو مشرانو په خوښه مسلمانان کله هم خپل عزتمن ژوند ته نه پرېښودل او د دوی پر خلاف د درېدلو خبره خو لا د چا فکر کې هم نه ګرځېده؛ خو کله چې په ۱۳ مه جولايي د عبدالقدیر خان محاکمه وه؛ نو د کشمیر له ګوټ ګوټ څخه زرګونه تنه مسلمانان ولیدل شول، چې د محاکمې کتلو ته راغلي وو.
هر سړی خپل ځوښ او جذبې په مخه کړی و او د محاکمې د کتلو له پاره تر زندانه راغلل. دا ځل هر څه د پخوا په څير نه و، پخوا به چې کله هم کوم هندي عسکر په بازار، کلي او کوڅه کې ګرځېده؛ نو کشمیري مسلمان به لاره ترې چپوله؛ خو دا ځل د زندان په شاوخوا کې د زرګونو تنو هندي عسکرو د شتون سربیره خلک د زندان تر دروازې رسیدلي وو؛ څو ځوانانو یې د اسلام زنده باد، عبدالقدیر خان زنده باد او د الجهاد الجهاد نارې وهلې او ټولو دا فکر کاو، چې نور به د ظلم کاسې نسکوروي، خپل حق به په خپله ترلاسه او په هندوانو به رڼا ورځ تیاره کوي؛ خو هندوانو چې د هغوی دا جذبه ولیده؛ نو پریکړه یې وکړه، چې د عبدالقدیر خان محاکمه باید د تورو پردو شا ته ترسره شي، کله چې ځوانان له دې پریکړې خبر شول هوډ یې وکړ، چې د زندان دروازه به ماتوي او عبدالقدیر خان به ازادوي؛ خو په دې وخت کې د لمانځه وخت شو؛ یو تن سپینږیري یو ځوان ته د اذان کولو امر وکړ، هغه په دیوال ودرېده او اذان یې وکړ؛ خو چې څنګه یې د ((الله اکبر الله اکبر)) الفاظ پوره کړل؛ نو د هندي وحشي عسکرو ګولۍ یې په سینې کې ننوتله او هغه شهید شو، له هغې وروسته بل راغی هغه هم د الله جل جلاله لویوالی اعلان کړ، هغه هم د شهادت جام وڅښه او وروسته دریم تن راغی، هغه د خپل دین لومړنی بنیاد او د توحید اقرار (( اشهد ان لا اله الا الله )) یې وکړ، هغه هم شهید شو او همداسې دغه سلسله دومداره شوه، تر دې چې د اذان په هرې جملې بشپړولو سره یو یو تن شهید شو او د اسلام په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره داسې اذان وشو، چې د هرې جملې ویونکی یې په سر شهید؛ خو اذان تکمیل او لمونځ وشو، له هغه وروسته د جمو کشمیر زندان مات، مسلمان بندیان ازاد او کشمیریانو د اشغالګرو پر ضد جهاد پیل کړ، چې اوس هم دوام لري.
له تیرو څو ورځو راهیسې په پاکستان کې د یاد هېواد د قانون وزیر په خلاف پراخ قهرجن لاریونونه دوام لري، چې زرګونو تنو پکې برخه اخیستې، دوی د لاریونونو پر مهال څو تنه پولیسان د خپل یو تن مشر په ګډون ووژل او په سلګونو یې ټپیان کړي دي. دوی ځکه لاریونونه پیل کړي، چې د ختم النبوت په اړه د یاد هېواد د قانون وزیر ګستاخي کړې او اوس یې خلکو د سزا ورکولو هوډ کړی.
نو دا په تاریخ کې ثبت شوې خبره ده، چې مسلمانان کله هم د خپلو دیني شعایرو او خپل دین بې حرمتي نشي زغملی او په هر قیمت چې وي ګستاخان وژني.
لیکنه: سهیل احمد

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*